د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: په افغانستان کې د خبریالانو قاتلان نه ‌محاکمه کېږی

چهار شنبه 9 عقرب 1397/

mandegarسږ کال افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال و چې یوازې په کابل کې په یوه خونړۍ پېښه کې د ازادی راډیو د درې خبریالانو په ګډون نهه خبریالان ووژل شول.
افغانستان بیا د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونو په کتار کې راغلی چې د خبریالانو د قاتلانو د محاکمه کولو تر ټولو بدې سابقې لری.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې «CPJ» د نړیوال معافیت د انډېکس په نوم د ۲۰۱۸ میلادی کال په راپور کې چې خپور کړی ویلی چې په افغانستان او ۱۳ نورو هېوادونو کې د معافیت فرهنګ حاکم دی چې خبریالان په‌کې په منظم ډول وژل کېږی او قاتلان‌یې ازاد ګرځی.
له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی رییس مجیب خلوتګر هم له دې سره موافق دی چې د اکثرو وژل شویو افغان خبریالانو عاملان ازاد ګرځی.
هغه تېره شپه ازادی راډیو ته د خبریالانو لپاره د افغانستان اوسنی وضعیت له دې هم ناوړه وباله او ویې‌ویل چې هغوی چې پر خبریالانو حملې کوی اکثره‌یې دا عمل جرم نه‌بولی.
ښاغلی خلوتګر زیاتوی: «زه فکر کوم نه‌یوازې دا چې د معافیت کلتور په افغانستان کې موجود دی، بلکې دغه کسان چې په خپله خبریالان وژنی دغه وژنې دوی داسې انګېری چې دا جرم نه‌دی، دا جنایت نه‌دی. دا مثلاً دینی یا ایمانی یا وجدانی وجیبه ده، نو دا په دې معنی چې وضعیت د معافیت د کلتور د سیطرې نه هم ډېر بد دی.»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په دغه راپور کې ویلی چې په تېره یوه لسیزه کې لږ تر لږه ۳۲۴ خبریالان په نړۍ کې وژل شوی چې په سلو کې ۸۵ دوسیو کې یې عاملان نه‌دی محاکمه شوی.
له څه باندې درېیمه برخه دغه دوسیې د افغانستان په ګډون په همدغو ۱۴ هېوادونو پورې تړلی دی.
د راپور له مخې افغانستان وروسته له هغې چې په تېره اپرېل میاشت کې په کابل کې په یوې ځانوژونکې حمله کې نهه خبریالان ووژل شول، بېرته په دغه لېست کې شامل شوی او پنځم ځای یې نیولی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د دغه راپور تنظیموونکې الیزابېت ویچل وایی، دې حقیقت ته په پام سره چې د هر کال په تېرېدو په دغو هېوادونو کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ جاری دی، دا مسئله ډېره د اندېښنې وړ ده او ښیی چې د دغې ستونزې ریښې څومره ژورې دی.
ویچل وایی، دغه معافیت د خبریالانو د غلی کولو او د یوې داسې فضا د رامنځته کولو لپاره چې معلوماتو ته لاسرسی نه‌وی، یوه اغېزمنه وسیله ده.
په افغانستان کې پر خبریالانو د حملو عاملان څوک دی او ولې نه‌محاکمه کېږی، په دې اړه یو ځل بیا د نی رئیس مجیب خلوتګر وایی: «زه فکر کوم دوی چې خبریالان وژنی دوی موږ په درې ګروپونو ووېشو. یو هغه کسان دی چې دوی یا طالبان دی یا د داعش کسان دی او دوی د دولت له منطقې نه لیرې یا د دولت په حاکمیت کې ژوند نه‌کوی او دولت دوی ته لاسرسی نه‌لری. بله هغه ډله ده چې په افغانستان کې دوی ته ناڅرګند وسله‌وال کسان وایی او دولت هم نه‌شی کولای چې دا ثابت کړی چې دغه کسان څوک دی او ولې خبریالان وژنی، نو دوی هم پرته له محکمې نه په ښارونو کې ازاد ګرځی او درېیم هم د دولت له‌خوا، د کورنیو چارو وزارت یوه سرتېری چې یوه خبریاله‌یې درې نیم کاله مخکې په خوست کې وژلې وه، هغه بالاخره په ۱۰ کلونو بند محکوم شو.»
د خلوتګر په وینا دا چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی دوسیې سمې نه‌څېړل کېږی، یو اصلی علت‌یې د عدلی او قضایی ادارو او همدارنګه د استخباراتی او کشفی ارګانونو کمزوری او په دې برخه کې د کلکې ارادې نشتوالی دی.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د دغه راپور تنظیموونکې مېرمن ویچل وایی، حکومتونه باید د خبریالانو د قتل او وژنو دوسیو ته لومړیتوب ورکړی او داسې یو مناسب مېکانیزم رامنځته کړی چې د وژل شویو خبریالانو او د هغوی د کورنیو لپاره عدالت تأمین شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.