د سـولې لغـوه شوې خبـرې به بیا پیـل شی، خو په بلـه بڼه او نوو شرایـطو

نصرت الله حقپال/

mandegerد امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل هیواد او طالبانو ترمنځ د سولې د لس میاشتو را په دې خوا روانې خبرې اترې تېره اونۍ (وږی ۱۷مه) سهار وختی لغوه اعلان کړې او وې ویل: «… ټاکل شوې وه چې طالب مشران او اشرف غنی له ما سره په جلا جلا «په پټه» ناستو کې د یک شنبې په ورځ د واشنګټن په کمپ ډیویډ تفریحې پارک کې وګوری. خو له بده مرغه، دوی «طالبانو»د کاذب نفوذ د ترلاسه کولو په موخه، په کابل کې د هغه برید مسئولیت ومانه چې په ترڅ کې یو امریکایی عسکر او ۱۱ تنه نور کسان و وژل شول… ما په همدې خاطر له طالبانو او اشرف غنی سره خپله لیدنه لغوه کړه او له طالبانو سره مې د سولې روان مذاکرات په ټپه ودرول…».
ولسمشر ټرمپ یو عجیب او غریب شخص دی، دی په سیاست کې ناپیژانده دی. د ټرمپ د کړنو او سیاست وړاند وینه نه کیږی، ځکه د ده سیاست او اداره هیڅ ثبات نه لری. نو په همدې خاطر، دا لرې نه وه چې یوه ورځ دې د طالبانو او خپل دولت ترمنځ د سولې روان مذاکرات لغوه اعلان او هرڅه په اوبو لاهو کړی.
د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر دوحه کې د سولې روان مذاکرات څه عادی مسئله نه وه. دا هغه مذاکرات ول چې د امریکا په ټول تاریخ کې، تر ټولو اوږدې جګړې ته ظاهراً د پای ټکی ایښوده. د مذاکراتو بل اهمیت دا وو چې یوازې امریکا او طالبان په کې بوخت نه وو، بلکې د سیمې او نړۍ ستر هیوادنه په یو او بل ډول سره په کې دخیل ول. سر بیره پردې، د نړۍ د سترو هیوادو لکه چین، روسیه، هند، ایران، پاکستان او اروپایی ټولنې ملی ګټې او ملی امنیت په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د یادو مذاکراتو پایلو او په افغانستان کې روان وضعیت پورې تړلی دی، نو په دې خاطر وایو چې په دې آسانۍ سره د دې خبرو اترو لغوه کول، د امریکا لپاره ناړه عواقب لرلی شی.
فکر کوم، د ولسمشر ټرمپ له دې پریکړې څخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د ملی امنیت شورا، د دفاع وزارت، کانګریس او یو شمیر نورې سترې او قدرت منې ادارې او د هغوی مشران خبر نه وو او نه له هغوی سره په دې اړه مشوره شوې وه. دا د ټرمپ شخصی تصمیم وو او د خپل طبعیت سره سم یې، دغه پریکړه وکړه چې په کور دننه او بهر یې ټول هک پک کړل.
دې پریکړې د امریکا یو شمیر سیاستوال لکه زلمی خلیلزاد، مایک پامپیو او ځینې نور سخت ناکام او شرمنده کړل. په دې سر بېره، په سیمه کې د امریکا متحد هیوادونه لکه پاکستان، قطر، ازبکستان او… سخت ناراضه او حیران کړل، ځکه چې دغه لړۍ د دوی په مستقیمو او غیر مستقیمو هڅو پیل او روانه شوې وه. د ټرمپ دې اعلان د طالبانو تحریک سخت سپک او په نړیواله کچه بې حیثیته کړ، حتی د تحریک په داخل کې یو شمیر کړی په دې کار سخت خوشاله شوې او د تحریک هغو مشرانو ته به په تلویحی ډول پیغور ورکوی چې موږ خو تاسو ته پخوا ویلی وو چې په امریکایانو باور مه کوئ.
خو د ټرمپ دې کار په کور دننه او بهر، یو شمیر هیوادونه او د هغوی مشران سخت خوشاله کړل او د هغوی د کُلمو درد یې آرام کړ. ولسمشر غنی یو له هغو کسانو څخه دی چې په دې پریکړه سخت خوشاله او درد یې آرام شو. کیدی شی چې اوس د پنځه نورو کلونو لپاره په ارګ کې د پاتې کیدو خوبونه و وینی او و وایې چې په ارګ کې مې پاتې کیدل حتمی شول. کیدی شی چې ادعا وکړی چې ولسمشر ټرمپ زما په غوښتنه او زما د فشارو له وجې دغه قیمت-بیه پریکړه وکړه او په تلویحې توګه د مذاکراتو ملاتړ کوونکو ته پیغور هم ورکړی.
ویل کیږې چې ولسمشر ټرمپ دغه احساساتی تصمیم ځکه ونیاو، چې طالب چارواکو دا رد کړه چې له ولسمشر ټرمپ سره په واشنګټن کمپ ډیویډ) کې وګوری او هلته ور سره هوکړه لیک امضا کړی. طالبانو دریځ دا وو چې په کوم بل هیواد کې دې دا هوکړه لاسلیک شی.
خو دا د داستان پای نه دی؛ همداسې چې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې د روانو خبرو د ناڅاپی ختمیدو اعلان وکړ، کټ مټ به یې یوه ورځ د بیا پیل کیدو اعلان وکړی. د یوه امریکایی عسکر وژل د امریکایی دولت د ستراتیژیو او سترو اهدافو د تحقق لپاره هیڅ معنا نه لری، دا هسې یوه پوچه او ماشومانه پلمه وه. د دې ترڅنګ، د عامو او بې ګناه افغانانو وژل هم کوم قیمت نه لری. امریکا په نړۍ کې هره ورځ تر ۵۰۰ زیات بې ګناه انسانان د خپلې نړیوالې برلاسۍ او ملی ګټو لپاره په مستقیم او غیر مستقیم ډول وژنی، نو بیا څنګه د ۱۲ کسانو ژوند ولسمشر ټرمپ ته دومره مهم شو چې د هغو لپاره دومره ستره پروسه لغوه کوی؟
د مذاکرتو لغوه کول د مظلومو او کړیدلو افغانانو د وینو روان سیلاب نه دروی، بلکې څو ځله به ګړندی او زیات شی. اوس به یو ځل بیا د جګړې درې لوری (امریکا، افغان حکومت او طالبان) له پخوا څخه څو ځله زیات، د عامو او بې ګناه افغانانو وژلو ته کش ورکړی او په خپلو ړندو بمباریو، چاودنو، ځان مرګو، توپونو، چاپو او نورو لارو څخه، د زرګونه مسلمانانو ژوند واخلی. ولسمشر ټرمپ او امریکایی جنرالانو ته د افغانانو ژوند او وینه، د یوه میګی په اندازه ارزښت نه لری.
ژر یا به ځنډ، د طالبانو او امریکا ترمنځ به د سولې لغوه شوی مذاکرات بیا پیل شی، خو دا ځل به له تېر څخه څو ځله پیچلی، له پوره بې باورۍ ډک، ډیر وخت نیوونکی، پیکه او له خطرو ډک مزل وی.
دمذاکراتو دوام یا درول، ډیره مهمه خبره نه ده، مهمه خبره د کړیدلی افغان ولس برخلیک دی. د طالبانو په شمول، دا چې افغان ناکام-سیاستوال او مشران به څه وخت په دې وتوانیږی چې په دې خاوره کې د پردو د ګټو او اهدافو د تحقق لپاره روانه وژونکې او ویجاړوونکې جګړه ودروی، لا هم معلومه نه ده. فکر نه کوم چې پردی دې موږ ته سوله او امنیت راولی، سوله او ریښتینی امنیت خپله افغانان راوستلی شی، نه یرغلګر بهرنیان. که یرغلګرو بهرنیانو واقعی سوله او امنیت را وستلی، نو پرون به شوروی او اوس به امریکا راوستې وای.
یو ځل بیا، د دې وخت را رسیدلی چې ټول افغان لوری او مشران (طالبان، حکومتیان او نور د احزابو مشران) د ولسمشر ټرمپ له پورته اقدامه پند او عبرت واخلی. په خپلو کې راټول او په یو داسې سیاسی نظام بحث او سره متفق شی چې ریښې یې د افغان ولس په عقایدو، ارزښتونو، تاریخ او فرهنګ کې پرتې وی، او له هر ډول بهرنی مداخلې او مرستې څخه لاس په سر شی، ځکه چې بهرنیان زموږ په برخلیک لوبې کوی او نه پریږدی چې دا میړنی ولس یوځل بیا په خپلو پښو دریږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.