د سولې وړاندیز او د جګړې تګلاره

نصرت الله حقپال/ چهار شنبه 29 حمل 1397/

mandegar-3که له واقعیت څخه تېر نه شو، اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان رهبران د اوسنی نظام د بدیل په لټه کې شی، ځکه اوسنی نظام او سیسټم د دې وړتیا او توان نه لری چې د افغانانو د سر او مال ساتنه وکړی او د بهرنیو حضور او خپلسریو ته د پای ټکی کېږدی. افغانان نور د غربی او شرقی ښکېلاک د ګټو او اهدافو قربانی نه شی، امریکایان افغان ولس او خاوره، د خپلو سیمه‌ییزو موخو لپاره کاروی او د سیمې هیوادونه د امریکا د دغه پلان پر وړاندې مقابله او مبارزه کوی، چې په پایله کې افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر پر ټکی بدل شوی او قربانی زموږ مظلوم او بې دفاع ولس ورکوی. که اوسنی نظم او جوړښت بدل نه شی، دغه کړکېچ او ناخوالې به زموږ د ورځنی ژوند تلپاتې برخه وګرځی.

په افغانستان کې نه ختمیدونکې جګړه او نه راتلونکې سوله. له یوه لوری څلوېښت کاله کیږی چې په دغه هیواد کې ورانوونکې جګړه روانه ده او له بل نظره، ۱۷ کاله کیږی چې په دغه هیواد کې د جګړې اور بل دی او لا یې برخلیک مالوم نه دی.
څه لاملونه دی چې دلته د سولې شونتیا ناشونې کوی؟
جیوپولیټیک او طبیعی موقعیت، د مشرانو نه اراده او د ولس ویده حالت، که د بهرنیانو هر اړخیز حضور او لاسوهنه؟
په ۲۰۰۸ ز کال کې بارک اوباما د امریکا ولسمشر وټاکل شو، له ټاکل کېدو سره سم یې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به امریکایی تګلاره (ستراتیژی) بدلوی، له جګړه‌ییزې تګلارې به سوله‌ییزې تګلارې ته مخه کړی، چې په ترڅ کې یې هم‌مهاله په کور دننه افغانستان کې هم یو لړ ګامونه پورته شول، له وسله‌والو طالبانو سره مستقیمې او غیر مستقیمې اړیکې ټینګې شوې او وروسته بیا په ۲۰۱۱ز کال کې د سولې په موخه د سولې عالی شورا جوړه شوه.
د سولې عالی شورا، افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو په کور دننه او بهر له وسله‌والو مخالفینو سره ډېرې ناستې او مرکې وکړې او ډول – ډول طرحې او د عمل تګلارې یې ورته وړاندې کړې؛ خو د مخالفو وسله‌والو تر ټولو ستر او اساسی شرط د بهرنیانو حضور و او ویل یې چې د امریکایی پوځیانو په شتون کې سوله او مذاکرات بې معنی خبرې دی. د وسله‌والو طالبانو استدلال دا دی، چې د امریکا نظامی حضور د سولې په اړه د مذاکراتو لومړی شرط دی.
د سولې هڅې په تېرو نهو کلونو کې له ډېرو لوړو او ژورو سره مخ وې، کله کله به ډېرې تودې او کله به سړې شوې. بالاخره افغان حکومت وکولای شول چې د سولې په برخه کې ظاهراْ یوه لاسته راوړنه ولری او د وسله والو مخالفینو له یوې ډلې (د ګلب الدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامی حزب) سره یې د ۱/۷/۱۳۹۵نېټه د سولې تړون لاسلیک کړ او دغه ډله یې د جګړې له کتاره وایستله. که څه هم نوموړې ډله د جګړې په ډګر کې دومره اغېزمنه نه وه او په راتګ سره یې د جګړې په ډګر کې کوم محسوس کمی او بدلون را نه وست؛ خو په روانی او سیاسی لحاظ یې خپل تاثیر درلود.
په امریکا کې د ۲۰۱۶ ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالد ټرمپ قدرت ته ورسېد او د څو میاشتو په اوږدو کې یې د افغانستان او جنوبی آسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، چې په ټوله کې جګړه ییزه او نظامی تګلاره وه. د دې تګلارې په پایله کې څه باندې ۵۰۰۰ نور امریکایی سرتېرې افغانستان ته را واستول شول، چې د رپوټونو له مخې اوسنی شمېر یې ۱۵۰۰۰ تنو ته رسیږی. نوو او زړو سرتیرو عملاٌ په جګړه کې برخه واخیسته، هوایی بمبارۍ یې څو ځله ډیرې کړې او همداشان د دوی نظامی او عملیاتی واکونه څو برابره زیات شول.
ولسمشر غنی د دې تګلارې ستاینه وکړه او هغه یې د افغانستان او سیمې د هېوادونو لپاره کارنده تګلاره وبلله. د دې تګلارې په اډانه کې پر وسله والو طالبانو او عامو وګړو فشارونه او بمبارۍ ډیرې شوې، چې بې‌ساری ځانی او مالی تلفات یې له ځان سره لرل. د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۷ز کال د راپور له مخې په دغه کال کې شاوخوا ۱۰ زره ملکی افغانان وژل شوی او ټپیان شوی دی. له دې سره جوخت، افغان حکومت د سولې هڅو ته دوام ور کړ او د کابل بهیر په ناسته کې چې د روان ۱۳۹۶ کال د کب په ۹مه د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه، وسله‌والو طالبانو ته د سولې وړاندیز د یوې کڅوړې په توګه وړاندې کړ، چې د ولسشمر غنی په خبره هېڅ ډول مخشرط نه لری.
طالبان د دغه وړاندیز پر وړاندې چوپ پاتې شول او لا تر اوسه یې هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی. وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه دی او وایی چې دوی له امریکا سره خبرې کوی، نه له افغان حکومت سره، ځکه چې افغان حکومت د سولې او جګړې واک نه لری.
د سولې او جګړې له ظاهری هڅو سره سره، په ټول افغانستان کې په خرپ سره جګړه روانه ده او هره ورځ په سلګونو کسان قربانی اخلی. ولسمشر غنی د کابل بهیر له ناستې وروسته څو ځله په خپلو خبرو کې ویلی چې، د سولې هڅې د جګړې د پای په معنا نه دی. د رپوټونو پر اساس همدا تېره اونۍ د کندوز په دشتی ارچې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې چې د یوې مدرسې څخه د قرآن کریم د حافظانو په فراغتغونډه یې وکړه، تر ۱۰۰ کسانو زیات عام وګړی او ماشومان مړه او تر ۲۰۰ زیات نور یې ټپیان کړل.
غوڅ اکثریت افغانانو ته دا پوښتنه ده، چې هغه دولت چېرته دی چې زموږ د سر، مال، ناموس، خاورې او عقایدو ساتنه وکړی؟ هغه دولت چېرته دی چې تر ټولو لومړۍ او اساسی دنده یې د خپلو وګړو ساتنه ده، نه وژنه؟ اوس هر افغان دغه شعار زمزمه کوی چې «زما دولت چېرته دی؟ زما ساتونکی چېرته دی؟»
که له واقعیت څخه تېر نه شو، اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان رهبران د اوسنی نظام د بدیل په لټه کې شی، ځکه اوسنی نظام او سیسټم د دې وړتیا او توان نه لری چې د افغانانو د سر او مال ساتنه وکړی او د بهرنیو حضور او خپلسریو ته د پای ټکی کېږدی. افغانان نور د غربی او شرقی ښکېلاک د ګټو او اهدافو قربانی نه شی، امریکایان افغان ولس او خاوره، د خپلو سیمه‌ییزو موخو لپاره کاروی او د سیمې هیوادونه د امریکا د دغه پلان پر وړاندې مقابله او مبارزه کوی، چې په پایله کې افغانستان د لویو قدرتونو د ټکر پر ټکی بدل شوی او قربانی زموږ مظلوم او بې دفاع ولس ورکوی. که اوسنی نظم او جوړښت بدل نه شی، دغه کړکېچ او ناخوالې به زموږ د ورځنی ژوند تلپاتې برخه وګرځی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.