د طالبانو د څو غړو د اعدام موضوع د «ملاتړ او ګواښ» ترمنځ

شنبه 13 جوزا 1396/

mandegar-3وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی چې که افغان ولسمشر د حقانی شبکې او طالبانو د یو شمېر زندانیانو د اعدام حکم توشیح کړی، دغه ډله به د هغوی غچ واخلی.
خو د ملی شورا یو شمېر سرچینې او د افغان حکومت یوه سرچینه وایی، طالبانو په افغانستان کې په دوامداره توګه وژل کړی او له دې کاره یې هېڅ لاس نه دی اخیستی.
طالبانو په افغانستان کې په دوامداره توګه خلک وژلی دی او هېڅ کله یې له تاوتریخوالی لاس نه دی اخیستی.
دا خبره د ملی شورا یو شمېر غړیو او د افغان حکومت یوې سرچینې وروسته له هغه کړې ده چې طالبانو خبرداری ورکړ، که ولسمشر اشرف غنی د یوولسو زندانی سخت دریځو د اعدام حکم توشیح کړی، غچ به یې واخلی.
د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د طالبانو د دغه تهدید په اړه د جمعې په ورځ له ازادی راډیو سره د خبرو پر مهال وویل:
“طالبان هره ورځ په جګړه لاس پوری کوی، په تاوتریخوالی لاس پوری کوی او شا او خوا ټول خلک هدف ګرځوی، له بده مرغه طالبانو هېڅ وخت د خلکو له وژنې لاس نه وو اخیستی او موږ د دې شاهدان یو،پ ه دې اساس، هیله من یو چې طالبان درک کړی او له جګړې او تاوتریخوالی، د خلکو له وژنې او افغانستان له ویجاړولو لاس واخلی، زه په دې باور یم چې طالبان په خپله دغه ستراتیژی او پروګرام کې بریالی نه دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره له خلکو لېری کېږی.”
د افغانستان د ملی امنیت عمومی ریاست په کابل کې د چهارشنبې په ورځ تر خونړۍ بمی حملې وروسته وویل چې دا حمله د پاکستان د استخباراتی ادارې په همکارۍ د حقانی شبکې له خوا شوې وه.
خو پاکستان ویلی چې افغان حکومت د خپلې ناکامۍ پړه د پاکستان پر غاړه اچوی.
د افغان حکومت یوې سرچینې تر دې حملې یوه ورځ وروسته وویل چې ولسمشر اشرف غنی د هغو یوولسو حقانی شبکې او طالبانو غړیو چې زندانیان دی، د اعدام حکم توشیح کړی دی.
خو د افغانستان د جمهوری ریاست ویاند ویلی چې دا حکم تر اوسه نه دی توشیح شوی.
رویټرز خبری اژانس د وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په اړه راپور ورکړی چې دغې ډلې ویلی، د افغان حکومت د دغه اقدام په صورت کې به د حکومت او دغه هېواد له عدلی سیسټم څخه غچ واخلی.
په همدې حال کې د افغانستان د ولسی جرګې یوې غړی نیلوفر ابراهیمی ازادی راډیو ته وویل چې که افغان ولسمشر د طالب زندانیانو د اعدام حکم توشیح کړ، دا د خلکو د استازی په توګه د دې اقدام ملاتړ او هرکلی کوی.
مېرمن ابراهیمی همداراز د طالبانو خبرداری ته په اشاره وویل چې دې ډلې مخکې هم هېڅ کله له قتلونو او وژنو لاس نه دی اخیستی.
نوموړې زیاته کړه:
“ایا طالبانو تر اوسه غچ نه دی اخیستی؟ نو ستاسو په نظر حکومت باید څه کار وکړی او د فشار له کومې وسیلې کار واخلی چې مقابل لوری ته ځواب وویل شی چې د دې ټول وحشت راوړونکی دی؟ طالبان که غچ اخلی څه ډول انتقام اخلی؟ طالبانو تر اوسه څه کړی دی؟ فکر کوم تر دې زیات غچ نه اخیستل کېږی، طالبانو یا د افغانانو دښمنانو یا ترورېزم هیڅ وخت پر شا تګ نه دی کړی.”

له بلې خوا د افغان حکومت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادی راډیو ته وویل چې طالبانو تر دې مخکې هم پر افغانانو زړه نه دی سوځلی او خپلو حملو او قتلونو ته یې دوام ورکړی دی.
په کابل کې د وروستۍ خونړۍ حملې مسئولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.
وسله والو طالبانو رد کړې چې د دې حملې تر شا د دوی لاس وو.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.