گزارشگر:چهارشنبه 4 دلو 1396 ۳ دلو ۱۳۹۶
د فراه والی وایی، طالبان غواړی په لوېدیځه حوزه کې دا ولایت خپل مرکز وګرځوی، خو په وینا یې چې وسلهوال طالبان به هېڅکله دغه هدف ته ونهرسېږی.
که څه هم په لوېدیځ ولایت فراه کې ناسم امنیتی وضعیت د یو شمېر خلکو اندېښنې زیاتې کړی، خو تازه د دې ولایت والی محمد عارف شاه جهان وایی، وضعیت دومره هم خراب نهدی لکه څنګه چې یې په اړه تبلیغ کېږی.
ښاغلی شاه جهان د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۳» ازادی راډیو ته وویل چې وسلهوال طالبان د ورځې لهخوا له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نهلری، خو د شپې لهخوا له پرمختللو وسلو څخه په ګټې اخیستنې پر افغان ځواکونو حملې کوی.
د ده په خبره، طالبان د دې لپاره چې فراه په لوېدیځه حوزه کې خپل مرکز وګرځوی، خپلو حملو تهیې زور ورکړی و، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
ښاغلی شاه جهان زیاته کړه:
«طالبانو هڅه کوله چې فراه د یوه مرکز په توګه وکاروی، نو ځکهیې دلته نا امنی رامنځته کوله چې په ټوله جنوب لوېدیځه حوزه کې یو اکمالاتی دهلېز جوړ کړی. دوی خپل پلانونه لری، دا ټول د دې لامل شوی چې دې ولایت ته د طالبانو او یا هم د دوی د ملاتړو پام جلب شی.»
نوموړی وایی، په دې ولایت کې د امنیتی ځواکونو د کمښت موضوعیې هم له مرکز سره شریکه کړې او هیله لری چې ژرتر ژره په دې برخه کې اقدامات وشی.
د فراه والی په داسې حال کې دا څرګندونې کوی چې په وروستیو کې وسلهوالو طالبانو په دې ولایت کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
تر دې وړاندې د فراه د ولایتی شورا ځینو غړو له رسنیو په خبرو کې اندېښنه ښودلې وه چې که وضعیت همداسې دوام وکړی، نو ممکن دا ولایت د وسلهوالو طالبانو لاس ته ورشی.
دا په داسې حال کې ده چې د فراه تر څنګ یو شمېر نور ولایتونه هم د ناامنۍ له ګواښ سره مخ دی.
له دې وړاندې وسلهوالو طالبانو د خپلو حملو په ډېرولو سره وکولای شول چې په دوهم وار د کندز ښار ډېره برخه سقوط کړی.
اوس هم د شمالی ولایت بدخشان دوه او د بغلان یوه ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دی.
په فراه کې پرمختللو وسلو ته د طالبانو لاسرسی بله هغه اندېښنه ده چې د دغه ولایت والی یې هم نهردوی.
د فراه سیمهییزو چارواکو تل په دې اندېښنه ښودلې ده، خو د ملی دفاع وزارت بیا په دې برخه کې د هر اړخیزو څېړنو ژمنه کړې ده.
له دې ټولو سره سره په ولسی جرګه کې د فراه د خلکو یو شمېر استازی وایی، حکومت د فراه د امنیتی وضعیت په اړه خلکو ته رښتینی معلومات نهورکوی.
له ډلې یې سمیعالله صمیم ازادی راډیو ته وویل:
«په فراه کې امنیتی وضعیت ښه نهدی، طالبان رسماً د فراه په ولایت کې ګمرګ لری او موټر محصولوی او هغه خلک چې د روانو جګړو له کبله بېځایه شوی، له جدی ستونزو سره مخ دی.»
اخوا د پوځی چارو کارپوه محمداګل مجاهد وایی چې په فراه کې د مخدره موادو قاچاق، له ایران سره د دغه ولایت ګډه پوله او په لوېدیځه حوزه کې د فراه مهم جغرافیوی موقعیت په دغه ولایت کې نا امنیو ته لاره هواره کړې ده.
د ښاغلی مجاهد په خبره، د فراه نا امنی پر ټولې لوېدیځې حوزې بد اغېز لری، نو ځکه باید حکومت په دې برخه کې جدی او ګړندی اقدامات وکړی.
Comments are closed.