د معارف اولویت؛ کمیت که کیفیت؟!

امید اڅک/ یک شنبه 26 حمل 1397/

‎که له فرضیو او یا تیوریکی مسائلو تیر شو، نو له شک پرته، چې د ښوونې او روزنې بهیر د چټکیتا له برکته د ډیرو وروسته پاتې هیوادونو او ولسونو حالتونو بدلون وکړ، ژوندی مثال یې د اوسنۍ نړۍ پرمختللی زبر ځواکونه دی، چې له هر ډول فکری، مادی، معنوی او نظامی وړتیا و څخه برخمن دی.
mandegar-3‎د یادو ولسونو د پرمختګ یوازینی لامل دا و، چې د خپلې ټولنې د ټولو ټولنیزو ستونزو سره سره یې تر نورو ډیر په معارف تمرکز وکړ، او ورسره یې د معارف برخه په هیڅ ډول په خپلو سیاسی او سلیقوی چلندونو کې ښکیله نه کړه، هماغه و، چې په تدریجې توګه یې خپلې ټولنې د پرمختګ لوړو مدارجو ته ورسولې.
‎د وروسته پاتې او یا درېیمې نړۍ هیوادونو په قطار کې یو هغه یې افغانستان دې چې څه کم څلور لسیزو جګړو یې د نورو ټولو بنسټونو تر څنګ د ښوونې او روزنې برخه هم سخته زیانمنه کړه، په افغانستان کې د معارف په پخوانی وضعیت تمرکز نه کو، یوازې په دې خبرې کو، چې د موقت حکومت له جوړیدو وروسته تر ننه پورې زموږ معارف له کومو ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
‎د ځینو نورو ادارو تر څنګ معارف یو له هغه برخو څخه دی، چې باید ورته ډیر پام شوی وای، د سلیقوی او سیاسی کشمکشونو څخه لرې ساتل شوی وای، تر څو د معارف خاوندانو د ځانګړې کړنلارې له مخې زموږ د هېواد دمعارف اوسنی ناکامه کړکیچن وضعیت د بریالیتوب او هوساینې خواته سوق کړی وی.
‎خو له بده مرغه چې داسې ونه شول، د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته بیا د ښاغلی کرزی له حکومت څخه نیولی تر ننه پورې زموږ معارف په سیاسی ناندریو کې ګیر دی، چې دې وضعیت تر بل هر وخت زموږ معارف له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
‎له وزیر څخه نیولی تر معینانو، د ولایتونو رئیسانو، د ښوونځیو مدیرانو، معلمینو او آن تر ملازمینو پورې یا د اړیکو او یا د رشوت په واسطه په دندو ګومارل شوی دی، چې له دغه کسانو څخه ډیرو یې ددې چارو د پرمخ بیولو مدیریتی ظرفیت په هیڅ ډول نه درلود او نه یې لری، هماغه و، چې زموږ د ښوونې بهیر ورځ تر بلې د انکشاف او پرمختګ په ځای مخ په زوړ روان دی.
‎د تیر په څیر یو ځل بیا د معارف وزارت په یوه سیاسی معامله کې لاس په لاس شو، چې د ډاکټر میرویس بلخی په نوم یو کس ورته د وزیر په توګه معرفی شوی دی. د معارف وزارت د نوی وزیر د نږدې ملګرو له خولې چې نوموړی د هېواد د ځوانو علمی کدرونو څخه دی، دکتورا تر کچې یې زده کړې کړی، د افغان امریکایی پوهنتون تر څنګ یې په ځینو نورو بیلا بیلو پوهنتونونو کې استادی کړې، په بهرنیو چارو وزارت کې یې د منځنۍ اسیا د مطالعاتو د مدیر په توګه دنده تر سره کړې، یو کتاب یې ژباړلې او څلور نور کتابونه یې په خپله تالیف کړی دی، لنډه دا چې د یو علمی شخصیت په توګه د معارف وزارت ته معرفی شوی دی.
‎ښاغلی بلخی په داسې وخت کې دغه وزارت ته راغلی چې زموږ معارف له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، چې په لنډ او تنګ وخت کې یې له منځه وړل اسانه کار نه ښکاری، په ډیرو سیمو کې ښوونځی هم شته، پرسونل یې تکمیل دی او هم د درسی موادو په برخه کې هیڅ ډول ستونزه نه لری، مګر کله یې چې شاګردان له دولسم ټولګی څخه فارغیږی تش ساده عبارت نشی لوستلی، په ښوونځیو کې د ناکامۍ هغه پخوانی سیستم په مطلق ډول له منځه تللی دی، هر کال په ولایتونو کې د معلمینو د ظرفیت لوړونې لپاره سمینارونه جوړیږی، خو د معلمینو په علمی او شخصیتی سویه کې هیڅ بدلون نه راځی، په دغه سمینارونو کې یوازې د پیسو د اخیستو په خاطر کډون کیږی، د ښوونځیو ځینې مدیران د مدیریت په هغه ساده تعریف نه پوهیږی، همدا لامل دی چې د خپلو استادانو او شاګردانو سره په چلند کې په مطلق ډول غیر اخلاقی او غیر معیاری عمل کوی، د مدیرانو د غسې کړنې په مستقیم ډول په شاګردانو او استادانو خپل منفی اغیز ښیندی، فساد د مرکز او ولایتونو په سطحه په سیستماتیک ډول ښه په درز کې روان دی. د دې تر څنګ یوه بله مسئله چې باید ورته پام وشی هغه دا چې په ولایتونو کې د ځینو ښوونځیو مدیران او معلمین او آن د نظارت غړی په مستقیم او ښکاره توګه د مخالفینو تر فکری اغیز لاندې دی، چې په خپلو ادارو کې د هیواد د ملی ګټو او نظام په خلاف څرګندونې او تبلیغ کوی.
‎د ښوونځیو د یادو ستونزو تر څنګ یوه بله ستونزه چې باید ډیر پام ورته وشی هغه په ولسوالیو کې د ښځینه دارالمعلمنونو کمی او کیفی ستونزې دی، ډیری خویندی له همدې ادارو څخه فارغی شوی دی، خو له دې سره سره بیا هم په ښوونځیو کې د لومړی ټولګی د استادۍ ظرفیت په کې نه وی.
‎که د معارف نوی وزیر غواړی چې دغه وزارت په هر اړخیز ډول په خپلو پښو ودروی نو باید په ټولو یادو شویو عینی ستونزو باندی یو په یو فکر وکړی او په ټول هېواد کې د هر ډول سیاسی او ټولنیز فشار پرته په شفافه توګه د مدیرانو څخه یو ځل بیا ازموینه واخلی تر څو له دغې لارې هغه لوستی ځوانان چې په شعوری ډول د خپل هیواد ملی ګټو ته ژمن وی ددغه مهمو ادارو چارې په لاس کې واخلی.
‎اړینه ده، چې د معارف په نوی سیستم او کړنلاره کې د کمیت په ځای کیفیت او شفافیت ته ډیر پام وشی او په اساسی ډول د داسې یو سیستم لپاره کار وشی چې د وخت په تیریدو سره زموږ د دغه علمی برخې ټولې ستونزې هوارې شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.