د ملی یووالی دولت نندارتون!

8 دلو 1392/

mandegar-3افغانستان له بل هر وخته ډېر د ملی یووالی دولت رامنځته کېدو ته اړتیا لری. په دې مانا چې د تېرو دولسو کلونو ترخو تجربو وښوده چې افغانستان نور د ملی یووالی د دولت له شتون پرته نشی کولای خپلې ستونزې حل کړی.
د ښاغلی ولسمشر کرزی د دولس کلنې دورې تجربو وښوده چې افغانستان د ملی یووالی د دولت ډېر اړمن دی. ملی یووالی باید روښانه تعریف شی. یا په بل عبارت ملی یووالی د قومونو له استازو او په قومونو د وېشلی دولت رامنځته کېدو ته نه وایی. لکه په تېرو دولسو کلونو کې چې د ښاغلی کرزی په اداره کې د څوکیو وېش د ملی یووالی په نوم دوام درلود.
د ښاغلی کرزی په اداره کې د ملی یووالی سټرکچر او یا هم معیار د پښتون ولسمشر، تاجیک لومړی مرستیال او هزاره دویم مرستیال ټاکل ول. همداسې دا فرمول په ټولو ادارو او نهادونو کې پلی کېده. که د ادارې مشر به د یوه قوم و، حتمی وه چې مرستیالان او ورپسې چارواکی به یې له نورو قومونو ټاکل کېدل.
د دې ترڅنګ د ستونزو بله سرچینه د ولسمشر کرزی له لوری د واک انحصار او د هغه تک تکانه پرېکړې وې. په تېرو دولسو کلونو کې ولسمشر په خپل سر له سلا مشورې پرته ټولې پرېکړې په خپله کړی دی. حتی په هغو غونډو او ناستو کې چې د ځینو پرېکړه په اړه به د سلا لپاره جوړېدې هم د یوه فکر، یوه لیدلوری او د ولسمشر خاص کسانو برخه اخیسته او نور ته په کې د ګډون اجازه نه وه. دغو مسایلو په هېواد کې فساد، بې کارۍ او ناغېړۍ ته لاره پرانیسته، چې په پایله کې یې افغانستان د یوه داسې دولت درلودونکی شو، چې حکومتولی یې له صفر ښکته؛ خو په فساد، غصب، نشه یی توکیو او نا امنۍ کې یې لومړی مقامونه خپل کړل.
په تېرو دولسو کلونو کې نه ملی یووالی رامنځته شو، نه سالمه حکومتوالی، نه عدالت پلی شو او نه امن راغی. بلکې افغانانو په دې کلونو کې خورا ستر زیانونه ولیدل. حکومت د پیسو پیدا کولو وسیله وګرځېده، له هېواده د پانګې د ایستلو، د ناقانونه کړنو او فساد وسیله. د هېوادوالو او په هېواد کې د شته قومونو ترمنځ نفاق ته لمن ووهل شوه، په حکومت کې په لوړه کچه له طالبانو ملاتړ وشو، حتی تر دې چې ولسمشر کرزی وویل، چې د طالبانو له منځه وړل یې په کاری پروګرامونو کې شامل نه ول. هېواد دا زیان هم ولیده، چې د نړۍ والې ټولنې له پرېمانه مرستو سره سره د بیارغونې چارې په کې په بنسټیز او اساسی ډول ترسره نشوې، له افغانستان سره د بیارغونې، امنیتی ځواکونو د جوړونې او رغونې، د بنسټیزو پروژول د جوړولو او ښې حکومتوالۍ د پیاوړتیا لپاره مرسته شوې پیسې په خپلو ځایونو ونه لګېدې، شخصی جېبونو ته لاړې او یا له هېواده و ایستل شوې. د بیارغونې کومې چارې چې ترسره شوې د لنډ وخت په تېرېدو سره د خراب کیفیت له امله ونړېدې او په پای کې افغان ملت له دولته لوی واټن واخیست.
دغو ټولو ستونزو او ننګونو په ته کتو سره د ستونزو د حل او ملی یووالی د دولت رامنځته کېدو لپاره د ( ملی اجنډا ) په نوم یوه جامع طرحه وړاندې شوه. دې طرحې په هېواد کې د ملی یووالی د دولت د رامنځته کېدو لپاره غوره وړاندیزونه وکړل او دا یې روښانه کړه چې څنګه په هېوادو کې د ملی یووالی دولت رامنځته کېدای شی.
که دا طرحه پلې شی او ټول د هېواد سیاسی ځواکونه یې په پلی کېدو کې ونډه واخلی، لرې نه ده چې اوسنیو ستونزو ته د پای ټکی کېږدی. په دې مانا چې د ملی اجنډا طرحه وړاندیز کوی، چې د ملی یووالی د دولت رامنځته کېدو لپاره په کار ده چې د ولسمشرۍ د نهاد تر نامه لاندې، د هېواد د مېشتو قومونو له نخبه ګانو جوړه یوه اداره رامنځته شی، څو له ولسمشر سره په پرېکړو او چارو کې مرسته وکړی.
د دې کار یوه موخه ده چې ټولو قومونو ته په پرېکړه کولو کې د ونډې حق ورکول دی. یانې دغه اداره به د ستونزو او چارو یو لېست جوړوی، ولسمشر ته به لومړیتوبونه غوره کوی، په پرېکړو کې به سلا ورکوی، چې په پایله کې به یې هم په هېواد کې ستونزې راختمېږی، لکه د فساد، نشه یی توکیو د قاچاق، نا امنۍ، د ځمکو د غصب او نورو ناقانونه کړنو مخنیوی به کېږی او هم به د هېواد د پرمختګ لپاره اساسی پروژې په لومړیتوبونو کې نیول کېږی.
ټول افغان ملت به د نظام ملاتړی وی، د دولت او ملت ترمنځ به واټن نه وی. په دې توګه به اوسنۍ ستونزې ختمې او پر ځای به یې د ملی یووالی دولت رامنځته شوی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.