د نفاق اچونکیو محاکمې ته اړتیا ده!

عرفان مومند/ 17 قوس 1392/

mandegarافغانستان یو غرنیز او لرغونی هېواد دی، چې له کلونو کلونو راهیسې یې ورونو قومونو په کې په ګډه ژوند کړی دی. د همدې ګډ او خواږه ژوند خوږو یې په ژوند کې مینه او صمیمت ډېر کړی. افغانستان یې یوه سمسور بڼ ته ورته کړی، چې د هر قوم رنګ، بوی او ښکلا ځانته لیدونکی او مینه وال لری. که پښتانه د دې بڼ سره شنه ګلان دی، تاجک یې سره، ازبک یې زېړ او نور یې مختلف رنګونه دی. همدغو رنګونو افغانستان د نړۍ په دې ارت نندارتون کې یوې داسې تابلو ته ورکړی، چې هر انسان یې د لیدو لېوال کېږی.
له همدې امله ده چې د دې رنګینې تابلو نیول ته د نړۍ له ختیز او لویدیځ نه زبرځواکونو رامنډه کړې ده. دا چې تل یې ماته خوړلې بیا هم د همدې ورونو قومونو د یووالی نښه ده چې غاصب او هر یرغلګر ته یې په ګډه ځواب ویلی دی. په غم غمجن او په خوښۍ یې خوښ شوی دی.
له کلونو کلونو راوروسته اوس په افغان ملت کې د ورونو قومونو ترمنځ د نفاق او کرکې د زړو په شیندلو باندې د بهرنیو دسایسګرو تمرکز ور ټول شوی دی. په بېلابېلو نومونو غواړی چې افغان ملت سره وپاشی او د ورونو قومونو ترمنځ یې شخړې، ناندرۍ او دربدرۍ را پورته کړی.
یوشمېر کسان په بېلابېلو نومونو غواړی چې د خپلو شخصی ګټو د تامین لپاره قومی او ژبنیو مسایلو ته لمن ووهی او د ورونو قومونو پر وړاندې ولاړ او د دښمنانو شوم پلانونه پلی کوی.
له بده مرغه چې د دغو پردیو اجنټانو دا خبره هېره شوې، چې افغان ملت نور ویښ شوی او په هېڅ راز فریبونو او نیرنګونو به ونه غولېږی. دغه ښاغلی چې یې له ځانونو قومی ټېکه داران جوړ او په رسنیو کې یې قومی تعصبونو ته لمن وهل پیل کړی، چې حتی د ولسمشر غبرګون یې هم را پارلوی دی، هڅه کوی په افغانستان کې مېشت قومونه دښمنۍ ته وهڅوی.
افغانستان د ټولو قومونو کور دی او هېڅ قوم له بل پرته په دې هېواد کې ژوند نشی کولای، هیڅوک دا حق نه لری، چې ځان اصل او بل کم اصل وښیی او یا دا چې نورو ته توهین او سپکاوی وکړی. نورو ته توهین کول او سپکاوی په حقیقت کې ځان ته سپکاوی او توهین کول دی.
اوس ټول افغان ملت په دې پوه شوی، چې د قومونو سوداګر او د قومونو د جنډو په لاس لرونکی په حقیقت کې د خپل قوم استازولی نشی کولای. ښایی له دوی هېره وی، چې دغو قومونو په سوو کلونو ګډ ژوند کړی او ترمنځ یې یوه وړه خبره هم نه ده راغلې. خو اوس چې د افغان او نه افغان کلیمه را مطرح کوی موخې یې معلومې دی. په تذکرو کې د افغان او قوم کلیمه ستونزې نه جوړوی؛ خو یوشمېر کسان د ځینو ځوانانو له احساساتو چې له مسایلو ښه خبر نه وی، ناوړه استفاده کوی.
د برېښنایی تذکرو په سر کې لیکل شوی ( د افغانستان د تابعیت تذکره ) دې جملې ټوله ستونزه حل کړه او تر کومه ځایه چې خبره د اسلام ده په هېڅ هېواد کې په تذکرو د چا دین او مذهب نه دی لیکل شوی، ځکه دا کار توکم پالنه او مذهب پالنه رامنځته کوی، چې پایله د هېواد تجزیه او دښمنی ده.
دوی ته دې خپله ماتې له همدا اوسه مبارک وی، دوی په خپل دې ماموریت کې پاتې راغلی او هغه ډول چې ولسمشر کرزی وویل، پر افغان ملت هېڅ راز اغېز نشی ښندلی.
د افسوس خبره دا ده، چې یوشمېر لوستی ځوانان په شعوری او یا غیر شعوری ډول په همدغو کسانو پسې روان دی، چې په هېواد کې د پردیو په اشاره په نڅا دی او د کرکې زړی شیندی.
که همدغه د قومونو ټېکه داران، د خپل قوم استازولی کوی او غواړی چې خپل قوم ته کار وکړی، پرمختګ ورکړی او ترقۍ ته یې سوق کړی؛ نو بیا یې دا د حل لاره نه ده. دوی باید هڅه وکړی، چې ځوانان مستقیمې لارې ته سوق کړی، د علم او زده کړو زمینه ورته برابره کړی، خپل قوم او ژبې ته له علمی او اکاډمیکی پلوه کار وکړی، هڅه باید وکړی چې ځوانان او قومی مشران له خپل هېواده نا امنۍ ورکونې او جنګ ورکونې ته وهڅوی؛ څو په هېواد کې سوله راشی او ټول ورونه قومونه په ارامۍ کې خپل ژوند وکړی.
دوی نباید د پردیو په اشارو وڅرخېږی. دوی باید پوه شی چې افغان ولس څه اړتیا لری، ملی یووالی او ملی وحدت څه ډول تامینېدای شی، څنګه د پرمختګ لور ته تللی شو. په اروپایی او یوشمېر نورو هېوادونو کې داسې هېوادونه شته چې د افغانستان په څېر په کې ګڼ قومونه ژوند کوی، مګر هلته قوم هېڅ مانا نه لری، بلکې ټول فکر یې پرمختګ او د وړتیاوو زیاتولو ته دی. راځئ په دې فکر وکړو، چې څه ډول کولای شو، له اوسنیو ستونزو خلاص ځان او هېواد د اقتصادی ودې، امن، ثبات او ارامۍ لور ته بوځو. څنګه کولای شو، په ساینس، علم او ټېکنالوژۍ کې که له نړۍ نه وی؛ له ګاونډیو هېوادونو سره خو سیالی وکړو. هر مهال که مو دغه فکرونه په سر کې را وګرځېدل او هڅې مو ورته وکړې؛ موږ د پرمختګ پر لور روان یو. اوسنۍ قومی او ژبنۍ ربړې مو شاتګ ته او نابودۍ ته بیایی او په دې باید هر افغان پوه شی، ځکه د دې خاورې هېڅ اوسېدونکی نه غواړی شاتګ وکړی او یا نابودۍ ته لاړ شی.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.