د هوایی عملیاتو بندېدل د څه لپاره؟

/

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتی ځواکونو ته د ټولو امنیتی مسوولیتونو مشری په رسمی ډول وسپارل شوه.
په دې اړه د سې شنبې په ورځ په جوړو شوو مراسمو کې ولسمشر کرزی دا د افغانستان لپاره یوه لویه بریا وبلله او ویې ویل چې، افغان او بهرنی ځواکونه د دې بریا د ترلاسه کولو لپاره ډیرې قربانۍ ورکړې دی.
ولسمشر کرزی وویل، چې له خپلې خاورې څخه دفاع د افغانانو او امنیتی ځواکونو مسوولیت دی او ډاډ یې څرګند کړ، افغانان له خپلو امنیتی ځواکونو څخه په ټینګه ملاتړ کوی.
ولسمشر کرزی دغه راز په دې غونډه کې افغان ځواکونو ته امر وکړ، چې له دې وروسته به په هېڅ صورت هوایی عملیات نه کوی.
ولسمشر کرزی له دې وړاندې په وار وار پر بهرنیو ځواکونو هم له دې امله نیوکې کولې، چې هوایی بریدونه کوی او په دغو بریدونو کې تر ډېره ملکی وګړی وژل کېږی.
د نړیوالو هوایی بمبارۍ په تېرو څو کلونو کې هغه مساله وه، چې د افغانستان او امریکا اړیکې یې خړې کړې وې. که څه هم چې په وار وار ولسمشر دغه غوښتنې کولې، خو د امنیتی واک د لېږد تر وروستی پړاوه دغو بمباریو دوام درلود. دا چې اوس ټولې امنیتی چارې افغان ځواکونو په خپله ولکه کې واخیستې ولسمشر یې د هوایی بریدونو د بندېدو امر وکړ.
د ولسمشر دا امر که له یوې خوا د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوی لپاره ویل کېږی؛ خو د افغانستان نوې په پښو درېدونکې اردو ته به په څو دلایلو دا ګرانه کړی، چې سمې امنیتی چارې تر سره کړی.
لومړی دا، چې افغانستان یو غرنیز هېواد دی او اراضی یې غرنیزه ده، چې نشی کېدای د ځمکې له لارې د هېواد ټولو نقطو ته اردو ځان ورسوی. د افغان حکومت دښمنان تر دېره په غرنیزو سیمو کې پټ او له هغه ځایه پر لویو لارو، ښارونو او نورو ځایونو بریدونه کوی. که چېرې هوایی ځواک نه وی او هوایی ځواک ونه کارول شی، نشی کېدای افغان ځواکونه د ځمکې له لارې نشی کولای هغه وسله وال چې په لرو او غرنیزو سیمو کې اوسی له منځه یوسی.
د وخت له پلوه هم افغان ځواکونه په لازم فرصت او وخت کې نشی کولای په لرو پرتو سیمو کې په وسله والو پسې ځانونه ورسوی.
دغه راز کله چې په یوه سیمه کې پلی افغان ځواکونه تر فشار، کمین او یا هم کلابندۍ کې راځی یوازې هوایی ځواک کولای شی هغوی وژغوری که هوایی ځواک نه وی نشی کېدای هغوی وژغورل شی.
ډېر داسې موارد شته چې هوایی ځواک ته اړتیا پېښوی؛ خو که ولسمشر سر په ټولو هوایی بریدونه بندوی په لوی لاس وسله والو مخالفانو ته د فعالیتونو د پراختیا او شدت اخیستو زمینه برابروی.
دغه راز چې امنیتی چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوی، کله هم د هغوی په اساسی غوښتنو فکر نه دی شوی.
د امنیتی مسوولیتونو د انتقال د کمیسیون مشر ډاکټر اشرف غنی احمدزی په دې مراسموکې وویل چې؛ افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د څلورو پړاونو له سپارلو سره په افغانستان کې امنیتی وضعیت ترپخوا ډیر ښه شوی دی.
خو دایې نه دی ویلی، چې د ټولو امنیتی چارو له سپارلو سره به هم امنیتی وضعیت ښه شی او که نه؟ دا یې هم ګونګه پرېښی، چې څنګه به افغان ځواکونو ته د هغوی اړتیاوې پوره کېږی؟
د افغان امنیتی ځواکونو شمېر دا مهال څه باندې درې نیم لکو تنو ته رسیدلی؛ خو امنیتی مسوولانو تل ویلی چې، د تجهیزاتو له درکه له ستونزو سره مخامخ دی؛ په تیره د هوایی ځواکونو په برخه کې.
دغه راز د درنو وسلو، لازمې پوهې، د رادار، کشف او څار پرمختللو وسایلو نشتون او ګڼو نورو نیمګړتیاوو درلودل به افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ کړی.
امنیتی ځواکونه له دې درکه چې کم تجربه دی او پوره نه دی ازمایل شوی هم له ستونزو سره مخ کېدای شی خو مهمه خبره د راتلونکیو ټاکنو د امنیت ساتنې ده، چې په یوازې ځان به وتوانېږی او که نه چې د ټاکنو امنیت ونیسی.
د افغان پوځ ټولو نیمګړتیاوو ته په کتو سره د دوی په وړتیا شک پیدا کېدای شی؛ خو په کار ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه یې لومړی ټولو اړتیاوې او غوښتنې پوره کړی. د دې اړتیاوو او غوښتنو پوره کېدل هم د نړیوالو ټولنې په ګټه دی او هم د افغانستان. ځکه که چېرې افغان ځواک پیاوړی شی او په یوازې ځان د هر احتمالی ګواښ د مخنیوی او روسره د مقابلې توان پیدا کړی؛ نو افغانستان به یې بیا د وسله والو او القاعدې پر ځالې له بدلېدو ژغورلی او له دې ادرسه به یې نړۍ په امن کړی وی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.