د ولسی جرګې غړی سید اسحاق ګیلانی: موږ په هر صورت د دې نظام د بدلون غوښتونکی یو ولسمشر د خلکو ذهنیتونه خراب کړی دی

/

پوښتنه: په دې وروستیو کې په ولسی جرګه کې د فساد او پټو معاملو په اړه ناندرۍ را پورته شوی، چې یوشمېر وکیلان یې هم یادوی او په ولسی جرګه نیوکې کوی، په دې اړه ستاسو نظر څه شی دی؟
ځواب: زه اته کاله کېږی چې په ولسی جرګه کې یم او تر اوسه ما په خپلو سترګو نه دی لیدلی، چې چا د چا لپاره پیسې اخیستې وی او دغه کوم افواهات چې هلته موجود دی، ټول بې سنده دی، هیڅوک سند نه شی وړاندې کولای.
که هر څوک کوم وکیل وپېژنی چې پیسې یې اخیستې وی او نوم یې نه روښانه کوی، دا ملی خیانت دی. ځکه دوی د خلکو استازی دی او د خلکو استازی باید په فساد اخته نه وی. که د وزیرانو له خولې وتلی وی، چې وکیلانو ته یې پیسې ورکړی لومړی ښه نه کوی، چې پیسې ورکوی او چې پیسې ورکوی باید بیا د دې شهامت هم ولری، چې فلانی کس له ما دوغومره پیسې واخیستې او سند وړاندې، په هغه وخت کې به موږ په دې قانع شو او به منو چې په ولسی جرګه کې رښتیا هم فساد شتون لری. زه بې سنده خبره هېڅکله نه کوم او نه په چا تور لګوم.
پوښتنه: د ولسی یوشمېر غړو په یوې خبری غونډه کې تور ولګاوه، چې اتیا سلنه وکیلان په فساد اخته دی، او دوی د ټولو په اړه اسناد لری، په دې اړه مو نظر څه دی؟
ځواب: زما هیله له دوی نه دا ده، چې تر هر څه ژر دغه اسناد افشا کړی، نه یوازې دا چې وکیلانو ته یې ورکړی، باید رسنیو ته یې هم په واک کې ورکړی، څو ټول افغانان خبر شی، چې وکیلان یې په څه اخته دی. که چېرې دغه اسناد رښتیا وی نو ښه ده چې هماغه وکیل استعفا ورکړی. په دې کې فکر نه کوم چې عفوه او یا دا چې بیا به یې نه کوی، دا خبرې ځای نه لری، ځکه د ماشومانو لوبې نه دی، بلکې دا د افغانستان د خلکو کور دی او د خلکو په کور کې د داسې کثیفو خلکو چې پیسې اخلی، ځای نشته.
پوښتنه: ځینې کسان د وکیلانو مصوونیت په کتلو سره وایی، حکومت ته به ګرانه وی، چې له وکیلانو د فساد د تورونو په اړه پلټنه وکړی، او حکومت د دې توان نه لری، ستاسو اند څه دی؟
ځواب: د وکیلانو هغه مصوونیت بېخی بل شی دی او د مصوونیت له تعریف نه ناوړه استفاده شوې ده. دا چې هر څه ناوړه کار وکړی، ملی خیانت وکړی او نور جرمونه وکړی وکیلان مصوونیت لری، داسې نه ده دا بېخی بله خبره ده.
زه وایم هر هغه څوک چې کثیف وی، پیسې اخلی او رشوت خوری، موږ ټوله ورځ له اداری فساد نه سرټکوو، خو چې د افغانستان د خلکو کور په دغه فساد اخته شی؛ نو بیا به پاکی او صفایی له کومه راځی؟ نو زما په اند له دې تعریف نه ناوړه ګټه اخسیتل شوې.
پوښتنه: یوشمېر وکیلان وایی، چې شپاړسمه دوره له پنځلسمې دورې په مراتبو کمزورې ده. ایا رښتیا هم دغه دوره له پنځلسمې هغې کمزورې ده او که کمزورې ده ولې؟
ځواب: په دې کې شک نشته. په تېره دوره کې موږ بعضې شخصیتونه درلودل، چې هغوی په قوانینو هم واردل ول او باسواده کسان ول. خو په دې دوره کې ډېر ځوانان راغلل. د دې ځوانانو یوشمېر یې بې پروا دی، ډېر احساس د مسوولیت نه کوی. نو له دې امله موږ هغه مهم کار چې د حکومت په چارو څارنه وه، ونشو کړای او په دې برخه کې په دواړو دورو کې پاتې راغلی یو.
پوښتنه: اوس څنګه کېدای شی چې ولسی جرګه پرې له لګېدلو تورونو سپینه شی او د خلکو زیانمن شوی باور خپل کړی؟
ځواب: باور هغه مهال پیدا کېدای شی، چې د فساد په اړه دغه لېستونه خپاره شی، خلک خپل استازی وپېژنی، چې څوک په څومره فساد کې نغښتی دی، که یې لرې کولای نشی، نو د بلې دورې لپاره خو به رایه نه ورکوی. خلکو ته به دا درس چې داسې خلکو ته رایه ورکړی، څو د پیسو لپاره نه بلکې د هېواد د ملی ګټو او مفاداتو لپاره کار وکړی.
پوښتنه: د ۲۰۱۴ کال په اړه اندېښنې را پورته شوی او لا زور اخلی، تاسو دغو اندېښنو ته په کومه سترګه ګورئ او بلاخره به په دې کال او له هغې وروسته د افغانستان برخلیک څنګه شی؟
ځواب: زه فکر کوم چې ۲۰۱۴ کال د خلکو لپاره ډېره لویه بلا ګرځېدلې ده. فکر نه کوم چې هېڅ خبره به وشی. دوه مهمې پېښې شته او په دې شک نشته چې هغه به راځی. افغان ملت په لومړۍ او افغان حکومت په دویمه درجه کې مسوولیت لری، چې د دوو پېښو او مصیبتونو د مخنیوی لپاره ځانونه چمتو کړی. یو دا چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وځی او بل دا چې موږ ټاکنې په مخکې لرو. د رڼو ټاکنو لپاره موږ اړتیا لرو. که غواړو چې په افغانستان کې دېموکراسی پلې شی نو باید موږ ټاکنې وکړو، په ټاکنو کې برخه واخلو، د نوماندو په اړه مطالعه ولرو او د هغې په رڼا کې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکو. دا مسوولیت د حکومت دی، چې د دغو اندېښنو د لرې کولو لپاره سؤ استفاده ونه کړی، خلکو ته وښیی، چې په ۲۰۱۴ کال کې قیامت راځی او که چېرې دغه نظام او حکومت لرې شی؛ نو په افغانستان کې به بدبختی راشی. په هر صورت موږ د دغه نظام د بدلون غوښتونکی یو. د اساسی قانون او د رڼو او عادلانه ټاکنو له لارې یې د بدلون غوښتونکی یو. موږ رڼې ټاکنې غواړو، دا زموږ اساسی قانون هم وایی، او نړیوالې ټولنې هم راسره ژمنه کړې، چې موږ به په خپل ملک کې یو دیموکراتیک نظام لرو.
پوښتنه: په افغانستان کې رڼې او عادلانه ټاکنې ستاسو له انده څنګه رامنځته کېدای شی؟
ځواب: دلته درې خواوې مسوولیت لری، لومړی د ټاکنو خپلواک کمېسیون، حکومت او خلک. په کار ده چې دغه درې واړه لوری لاسونه سره یو کړی او رڼو ټاکنو ته زمینه برابره کړی او خلک لاړ شی رایه ورکړی. که چېرې خلک په ټاکنو کې برخه وانخلی؛ نو له ټاکنو وروسته کېدای شی انتقادونه وکړی، چې فلان قوم ډېرې رایې اخیستې اویا هم زموږ کاندید نشته. که چېرې خلک خلک په ټاکنو کې ونډه واخلی او رایه ورکړی، نو دغه ګیلې مانې به هم بیا ختمې وی.
زما غږ په خلکو دا دی، چې کارت واخلئ، نر او ښځه یې واخلئ او د رایو صندوقونه ته لاړ شی او رایه ورکړئ. په ټاکنو کې په طالبانو هم زما غږ دا دی، پرېږدئ چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلی او خپل برخلیک وټاکی. تاسو هم د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلئ. که چېرې تاسو په ټاکنو کې برخه واخلئ، که نن له دې حکومت او نظام سره مخالف یاست چې سبا داسې څوک واک ته ورسېږی، چې تاسو ته هم د منلو وړ وی، نو بیا ورسره خبرې وکړئ او دا ملی معضله او ستونزه پای ته ورسوئ. د دې مسالې د حل لپاره د طالبانو ګډون هم اړین دی. او په کار ده چې د ملی ګټو د ساتنې او د بهرنیانو د لاسوهنې په ځانګړی ډول د ګاونډیانو د لاسوهنې د مخنیوی لپاره یو پیاوړی، باثباته او د خلکو له ملاتړ برخمن حکومت ولرو.

پوښتنه: اوس موږ کومې خواته روان یو؟
ځواب: اوس موږ په یوه زیکزاګ حالت کې یو، چې کله ډېر پورته او کله ډېر ښکته کېږو. یانې یو مستقیم خط باندې روان نه یو. د ولسمشر ویناوو د خلکو ذهنیتونه خراب کړی. ما په خپلو نورو مرکو کې هم ویلی او اوس هم وایم، چې وخت ډېر کم پاتې دی او د خلکو د ذهنیتونو د خرابولو لپاره چې دغه څرګندونې چې ستا له خولې راوځی دا خلک مغشوشوی. پر اقتصاد شدید اغېز کوی. زموږ ملی سوداګر ډار شوی، یوشمېر یې له هېواده بهر وتلی او په نورو هېوادونو کې پانګونه کړې او هغه چې دلته دی هغوی هم ځانونه مصوون نه بولی، خوراکی توکی په بازارونو کې ګران شوی، بانکونه مو په خراب وضعیت کې دی، افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوی او دا ورو ورو د خلکو غږونه را پورته کوی، چې پایله به یې ډېره ناوړه وی.
پوښتنه: تل د افغانستان او پاکستان حکومتونو یو بل ته د ورور خطاب کړی دی همدارنګه یې په همکاریو ټینګار کړی؛ خو اوس د پاکستان او افغانستان اړیکې یو ځل بیا خرابې شوې تاسو یې لامل څه ګڼئ؟
ځواب: دواړه حکومتونه دروغ وایی. په پاکستان کې هم ټاکنې دی او په افغانستان کې هم ټاکنې نېږدې دی. د افغانستان په تاریخ کې له هغه مهاله چې پاکستان جوړ شوی دی، د افغانستان خلکو ذهنیتونه په دې ډیورنډ لاین او پښتونستان مصروف ساتل شوی دی او کوښښ شوی دی، چې د خلکو ذهنیتونه له حکومت نه واوړی او دغسې ملی مسایلو ته یې پام شی. او اوس هم د دواړو لوریو نه هماغه سیاست پیل شوی دی. زه فکر کوم دا بیا یوه ملی مساله ده که پاکستان په شا نه شی د افغانستان خلک ارام نشی کېناستلی. موږ خپله یوه لوېشت خاوره بل چاته نه پرېښودی شو او نه یې ورکوو، چې زموږ خاورې ته څوک راشی. افغانان قربانۍ ته چمتو دی او په دې باید پاکستان وپوهېږی، چې د افغانستان خاوره لاندې کول به ورته ډېر ګران پریوځی.
پوښتنه: حکومت ویلی، که چېرې د پاکستان له لوری په ګوشته کې د جوړې شوې دروازې په لرې کولو او د هغوی په شا کولو کې دیپلوماتیکې لارې چارې ناکامه کېږی نو دوی به له دې پرته له نورو هر ډول اقدام د دې دروازې په لرې کې کار واخلی. ایا هر ډول اقدام د پوځی برخورد په مانا دی او که په دې مانا وی، افغانستان له پاکستان سره د پوځی برخورد توان لری؟
ځواب: زما نه په یادېږی او نه مې په تاریخ کې لیدلی چې د افغانستان پوځ توره کړې وی. که توره یې کړې وی هغه هم د افغانستان خلکو کړې ده نه پوځ. خو د افغانستان خلک به د خپلې اردو تر څنګ دریږی او داسې لښکر به ترې جوړېږی چې مخنیوی به یې بیا ډېر ګران وی. زما په نظر نړیوالې ټولنې له موږ سره ډېره جفا وکړه. زموږ پوځ یې هغه ډول چې لازم و ونه روزه او نه یې تجهیز کړ. په اصل کې د پوځ د جوړښت په اړه غلط فرمولونه وړاندې شول. لومړی د څلوېښت زره پوځ خبره شوه، بیا د شپېته ـ اویا زره خبره را پورته شوه، بیا دوه لکه پوځیان مطرح شول خو اوس د پوځ شمېر له دې هم ډېر دی. د افغانستان غوندې یوه غریب هېواد ته چې په اقتصادی لحاظ په خپلو پښو نه دی ولاړ د دومره پوځ اړتیا نشته. موږ له هیچا سره جنګی رقابت نه لرو چې ورسره رقابت وکړو. زما له انده ښه لاره دا وه، چې نړیوالې ټولنې د یوه اوږد مهال لپاره زموږ د سرحدونو د ساتنې تضمین کړی وای، افغانستان څلوېښت ـ پنځوس زره پوځ درلودای، ښه مجهز او روزل شوی وای، ښه معاش یې ورکړی وای او افغان حکومت ورته رسېدلی شوای. د هغوی د اولادونو او کورنۍ د ساتنې غم خوړل شوی وای، څو پوځیان ډاډه وای. اوس زموږ پوځیان ډاډه نه دی، که بهرنیانو پیسې ورکړې زموږ پوځیان معاش لری او که یې ورنه کړې، معاش نه لری. چې دغه شمېر پوځیانو ته د افغانستان حکومت رسېدای نشی.
پوښتنه: د افغانستان او پاکستان تر منځ راپورته شوی کړکېچ به په پای چېرته رسېږی؟
ځواب: زه فکر کوم چې د ټاکنو له ترسراوی وروسته به دغه جنجال ختم شی، پاکستانیان به بېرته شا ته ځی. خو یوشی باید له یاده ونه ایستل شی، هغه دا چې پاکستان اوبو ته اړتیا لری او له دې وېرېږی، چې افغانستان د کونړ پر سیند داسې بند جوړ نه کړی، چې په پاکستان اوبه بندې کړی، او که چېرې په صراحت سره ورته په دې اړه ډاډ ورکړل شی او د کونړ له اوبو نه یوه برخه پاکستان ته ورکړل شی، د دواړو هېوادونو پر اړیکو به مثبت اغېز وکړی.
پوښتنه: یوشمېر مشران او سیاسیون د ملی اجماع خبره کوی، ایا موږ رښتیا هم ملی اجماع ته اړتیا لرو؟ او له ملی اجماع نه ستاسو لید څه دی؟
ځواب: رښتیا هم چې یوشمېر کسان سره په دې وروستیو کې سره را ټولېږی او د ملی اجماع خبره کوی. د ملی اجماع خبره هغه کسان کوی، چې د خلکو په رایه او په ټاکنو باور نه لری. غواړی چې بیا په ټولنه کې څو کسان ټول شی او یو ولسمشر وټاکی او یا حکومت له هماغه ځایه انتخاب شی. هغه ډول چې په بن کې وشول هماغه یوه ملی اجماع وه. هغه وخت موږ اړتیا درلوده خو اوس دا اړتیا نشته. اوس باید افغانان د رایو صندوقونو ته لاړ شی، رایه ورکړی او خپل ولسمشر وټاکی. اوس هغه کسان د ملی اجماع خبره کوی، چې د افغانستان د خلکو په منځ کې ځای نه لری او له دې یوه سیاسی بهره برداری کوی او ځان واک ته رسوی. فقط د ملی اجماع کلیمه په دې ډول استعمالېږی.
دویمه مسله چې اوس ګرمه شوې هغه د موقت حکومت ده. چې دا هم زموږ په درد نه خوری. که موږ موقت حکومت ته ځو بیا هم هماغه خبره ده چې موږ له صفر نه پیل کوو لکه څنګه مو چې له بن نه پیل وکړ. که موږ رښتیا غواړو چې په افغانستان کې د دېموکراسۍ تمرین وشی او دېموکراسی په خپلو پښو ودرېږی، د افغانستان خلک زده کړی، چې څنګه زه کارت نه ګټه پورته کولای شم، څنګه خپل انتخاب کولای شم، څنګه خپل ولسمشر ټاکلی شم او څومره به هغه زما پر وړاندې مسوولیت ولری، هغه مهال دی چې موږ د یوه دېموکراتیک پیاوړی نظام لپاره خلکو ځانونه مشترک بللی او په ګډه یې رایه ورکړې. زه فکر کوم چې نه نور ملی اجماع زموږ په درد خوری او نه هم موقت حکومت. موږ یوازې یوه لاره لرو، چې هغه ټاکنې دی او د افغانستان خلک د ټاکنو لارې یوه باثباته دیموکراتیک نظام ته احتیاج دی.
پوښتنه: ځینې خلک په دې ورځو کې ټاکنو ته نوماندو په اړه خبرې کوې، ستاسو له انده تر اوسه څوک د ولسمشرۍ کاندیدان دی؟
ځواب: د افغانستان داساسی قانون له مخې هر افغان کولای شی، ځان کاندید کړی، چې وړتیا یې ولری. تر اوسه موږ داسې کاندید نه لرو، چې د خپلې نوماندۍ اعلان یې کړی وی، د یوشمېر کسانو په اړه اوازې شته؛ خو هغه داسې کسان دی، چې په ټولنه کې رول نه لری. خو ښه دا ده چې د جوزا میاشتې ته انتظار شو، څو اصلی کاندیدان روښانه شی. زما هیله د افغانستان د یو سپین ږیری په حیث د افغانستان له خلکو دا ده، چې د چا په نوم تېر نه وځی، بلکې د شخص اسلامیت، صداقت، شرافت، پاک نفسۍ، ښه کار کردګی او اداره په پام کې ونیسی او فکر پرې وکړی، چې څوک کولای شی د افغانستان دغه ماته کښتۍ ساحل ته رسولی شی.
پوښتنه: ایا تاسو کله ولسمشرۍ ته د خپلې نوماندۍ په اړه فکر کړی؟
ځواب: زه کاندید وم او افتخارم لرم، چې د افغانستان ولسمشرۍ ته لومړی کاندید وم او د ملی اجماع او موقت حکومت طلسمونه مې مات کړی دی.
پوښتنه: نه د راتلونکیو ټاکنو په اړه غواړم وپوښتم، چې د نوماندۍ خیال لرئ؟
ځواب: موږ یوشمېر ګوندونه سره یو ځای شوی یو، که د دې جوګه شو چې په ګډه یو کاندید باید ولرو نو په ګډه به یو نوماند وړاندې کوو او که نه نو بیا به په ټاکنو کې له یوه نوماند نه ملاتړ کوو.
پوښتنه: په هېواد کې د سولې خبرې ګرمې شوی دی، ولسمشر کرزی قطر ته سفر وکړ، خو د طالبانو لپاره دفتر پراننستل شو، همدارنګه له پاکستان سره د افغانستان اړیکې خرابې شوې، او افغانستان له پاکستان پرته د سولې د هڅو اعلان کړی، په کور دننه هم خلک د سولې پر عالی شورا نیوکې کوی، چې تر اوسه یې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې، غواړم وپوښتم چې تاسو د سولې اوسنۍ هڅې او اوسنۍ تګلاره څنګه ګڼئ او په کوم نظر ورته ګورئ؟
ځواب: د سولې عالی شورا د سولې لپاره نه بلکې، یوشمېر کسانو ته د معاش پیدا کولو، نړۍ ته د هغوی د ښودلو او د افغانانو او نړیوالو په سترګو د کې خاورو شیندلو لپاره جوړه شوې ده. دا یوه غلطه لوبه وه چې پیل شوه. زه د سولې دې شورا ته په قطعی ډول عقیده نه لرم. که تر اوسه دوی یوه لاسته راوړنه هم درلودلې وای نو موږ به ویلی وای چې ځه خو یو کار یې وکړ. خو په دې شورا کې د مختلفو افکارو خلک سره را ټول شوی، چې یوشمېر یې هېڅ طالب ته عقیده نه لری او وایی، چې طالب باید ووژل شوی. هغسې سړی سره چې په زرګونه طالبان یې وژلی وی طالب به څنګه خبرو اترو ته چمتو شی.
په تاسف سره په هېواد کې دا یو بد دود دی چې څوک حقیقت وایی، خلک ترې خپه کېږی، کېدای شی د سولې د عالی شورا دوستان له ما په دې خپه وی، چې زه وایم دوی بېکاره دی او د دوی په وجود کې وسله نشی راتلی.
زما غوښتنه له ولسمشر نه دا ده، چې په دې باید له سره کتنه وکړی او ناحقه د افغانستان بودیجه په دې ونه لګوی. بې طرفه کسان دې پیدا کړی څو هغوی لاړ شی او له طالبانو سره خبرې وکړی.
پوښتنه: یوازې د سولې عالی شورا او په دې شورا کې د بې طرفه کسانو ځایول د سولې لاره ده او که په هېواد کې له سیاسی ګوندونو او نورو نخبه ګانو نه مرسته غوښتل او له طالبانو سره د هغوی مخامخ خبرو اترو له لارې هم کېدای شی؟ کومه لاره یې غوره ګڼئ؟
ځواب: ولې نشی کېدای. دا د حکومت دنده ده چې باید دا زمینه یې برابره کړې وای. د سولې د عالی شورا لومړۍ دنده دا وه، چې په کور دننه د حکومت مخالف سیاسی ځواکونو سره ناست وای او ورته یې ویلی وای، چې تاسو له حکومت نه څه غواړئ. په تاسف سره چې دغه بنسټ له پیل نه غلط کېښودل شو او تر پایه به غلط وی.
پوښتنه: دغه غلط بنسټ ته په کتو سره ځینې خلک شک کوی، چې په حکومت کې د سولې اراده نشته، ستاسو اند څه دی؟
ځواب: بلکل موافق یم. که په حکومت کې د سولې اراده وای، نو د سولې خلک به یې پیدا کړی وای او له هغوی نه به یې شورا جوړه کړې وای. جنګی خلک به یې د طالبانو مقابل کې نه وای درولی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.