د ټاکنو کمېسیون باید د امنیتی ګواښونو تعریف وکړی

6 حمل 1393/

mnandegar-3د ولسی جرګې غړی او د ټاکنو څارونکی بنسټونه وایی، چې په هېواد کې وروستی بریدونه به په ټاکنو او په ټاکنو کې د خلکو په ګډون ناوړه اغېز وکړی.
تېره ورځ وسله والو مخالفانو په کابل کې د ټاکنو په سیمه ییز دفتر برید وکړ. دغه راز د ځانمرګو بریدګرو یوه ډله په کونړ کې پر کابلبانک برید وکړ. په خوست کې په سرحدی پوستو برید وشو او په کندوز او فراه کې ځانمرګی بریدونه ترسره شول. دغو ټولو بریدونو له ځانه سره مرګ ژوبله درلوده.
د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ او د ولسی جرګې یوشمېر غړی وایی، چې دغه بریدونه په ټاکنو ناوړه اغېز کوی.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند محمدفهیم نعیمی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې په هېواد کې وروستیو بریدونو اندېښمن کړی او دا بریدونه به په ټاکنو ډېر منفی اغېز وکړی.
د هغه په وینا، په هېواد کې روان ناامنی او د بریدونو زیاتوالی به په روانی لحاظ د ټاکنیزو کمېسیونو په کارکوونکیو، د ټاکنو په څارونکیو او رایه ورکوونکیو بده اغېزه وکړی: (( که دا بریدونه همداسې وی او زیا زیات شی نو دا به په خلکو منفی اغېز وکړی په ځانګړی ډول له روانی پلوه. څاروونکی به کم شی، له ټاکنو به ښه څارنه ونشی او د ټاکنو د خپلواک او ټاکنیزو شکایاتونو کمېسیونونو کارکونکی به خپلو چارو ته په درست ډول رسیدګی ونشی کولای.))
د یاد بنسټ ویاند زیاته کړه، چې وسله والو په دې وروستیو کې په خورا مهمو ځایونو بریدونه وکړل او دا د دې ښکارندویی کوی، چې په استخباراتی برخه کې ستونزې شته، د امنیت تامین او د پېښو د مخنیوی لپاره سم پلانونه نشته.
د هغه په وینا، په دې بریدونو سره روښانه شوه چې په استخباراتی برخه کې کمزوری ډېره ده، چې نشی کولای د بریدونو مخه ونیسی.
دی له حکومته غواړی چې دې برخه ته پام وکړی او د ټاکنو د پروسې امنیت خوندی کړی.
ښاغلی نعیمی وایی، مهمه ستونزه دا ده چې د امنیتی ادارو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ترمنځ همغږی نشته او هغه شمېرې او ډاډینې چې د امنیتی ادارو له لوری ورکول کېږی، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له ارقامو او څرګندونو سره په ټکر کې دی.
ده له دواړو ارګانونو وغوښتل چې په خپلو منځونو کې همغږی رامنځته او یوه خبره وکړی.
د فیفا ویاند د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د چارواکیو هغو څرګندونو ته په اشارې چې په نا امنه سیمو کې به ټاکنې ترسره نشی وویل، کمېسیون باید د نا امنۍ او د ټاکنو پر وسې وړاندې د شته ګواښونو تعریف وکړی.
ده زیاته: (( دا تعریف باید وشی چې له نا امنۍ نه د کمېسیون موخه څه ده؟ که ځانمرګی بریدونه وی دا خو په کابل کې هم کېږی، نو په کابل کې به ټاکنې نه کېږی؟ امنیتی تهدیدات باید تعریف شی. که خبره دا وی چې په کومه سیمه کې وسله وال مخالفان راټول شوی او شمېر یې ډېری چې د ټاکنو مخه نیسی نو باید امنیتی ځواکونو سره پرې خبره وشی. باید روښانه یې کړی.))
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ځینې خلک وروستۍ نا امنۍ د بهرنیو څارونکیو د وېرولو لپاره قصدی ګڼی وویل، په دې اړه معلومات نه لری؛ خو د سرینا هوټل د برید له امله چې د ټاکنو یو بهرنی څارونکی هم په کې ووژل شو، د ټاکنو دوو بهرنیو څارونکیو بنسټونو خپل استازی له هېواده ایستلی دی.
نوموړی وایی، د دغو څارونکیو ایستل یوه درنه ضربه وه، ځکه راتلونکې ټاکنې د بهرنی مشروعیت د تامین لپاره بهرنیو څېړونکیو ته اړتیا لری او که بهرنیان یې څارنه ونه کړی نو بهرنی مشروعیت تامین به یې ستونزمن وی.
هغه وویل: « بهرنی هېوادونه د ټاکنو د بهرنی مشروعیت د تامین له لارې له افغان حکومت سره مرسته کوی. که چېرې بهرنی څارونکی له ټاکنو څارنه ونه کړی نړۍ وال نه پوهېږی چې رامنځته شوی حکومت رښتیا هم د خلکو په رایه راغلی او که په درغلیو یې بریا خپله کړې ده. د دې لپاره هم د بهرنیو څارونکیو شتون او څارنه ډېره مهمه ده.))
په همدې حال کې د ولسی جرګې غړې فاطمې عزیز په هېواد کې د وروستیو بریدونو په غندلو سره وویل، طالبانو له وخته د ټاکنو د مختل کولو اعلان کړی و او اوس په دې بریدونو سره هڅه کوی چې ټاکنې مختل کړی.
هغه وایی، دا بریدونه او نا امنۍ د خلکو په روحیه ډېره بده اغېزه کوی او له خلکو یې وغوښتل چې په ټاکنو په پراخ ډول ګډون وکړی.
د نوموړې په وینا، چې په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون به د افغانستان د دښمنانو او هغو کسانو لپاره چې نه غواړی په افغانستان کې ټاکنې ترسره شی، یوه درنه څپېړه وی.
مېرمن عزیز وروستیو بریدونو ته اشارې وویل، چې دا بریدونه د افغان ځواکونو کمزوری نه ښیی؛ بلکې د ځانمرګو بریدونو مخنیوی په ټوله نړۍ کې ګران کار دی؛ خو افغان ځواکونو ورته تل خپله سینه سپر ګرځولې ده.
هغې زیاته کړه، چې وسله والو مخالفانو له یوه کال راهیسې د ټاکنو د ګډوډلو لپاره چمتووالی نیولی دی؛ خو امنیتی ځواکونه او افغان ملت یې باید پر وړاندې ویښ اوسی او په ټاکنو کې ګډون وکړی.

 

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.