د پاکستانیو بریدونو او لاسوهنو معما!

5 سنبله 1393/

mnandegar-3د افغان حکومت له ګواښونو سره سره نه یوازې دا چې د پاکستان بریدونه او لاسوهنې کمې نشوې؛ بلکې لا ډېرې شوی دی. پر کونړ له راکېټی بریدونو را وروسته د جمعې په ورځ پاکستانیو ځواکونو د کندهار ولایت پر معروف ولسوالۍ د توپونو او درنو وسلو ډزې کړی چې په کې یوه مېرمن او یو ماشوم وژل شوی او د سیمې د اوسېدونکو درې کلاګانې ویجاړې شوې دی. دغه وسله وال برید د یادې ولسوالۍ د اعلا جرغې په سرې شا سیمه کې شوى دى.
د کندهار مطبوعاتی مسوول دوا خان مینه پال ویلی، چې د سیمې اوسېدونکو د پاکستانیو ځواکونو د دغه برید پر وړاندې اقدام کړى او له خپلو وسلو سره غرونو ته پورته شوی، چې د جګړې په پایله کې پاکستانی ځواکونه اړ شوی، له ډیورنډ فرضی کرښې څخه بیرته خپلو امنیتی پوستو ته پر شا شی.
هغه زیاته کړه، سیمې ته نور سرحدی ځواک لېږل شوى او د پاکستان د دغه راز نورو بریدونو د مقابلې لپاره د چمتووالی او تیارسی په حالت کې دی. مینه پال دا هم وویل، چې د موضوع پلټنه پیل شوې او تر پایلې وروسته به یې په اړه ممکن ګامونه اخیستل کېږی.
د معروف ولسوال توریالى سعادت وایی، پاکستانی پوځیانو د افغانستان په خاوره کې نه یوازې امنیتی خندق ویستلى، بلکې خپل ځواکونه یې هم ځاى پر ځاى کړی دی. د ده په خبره، د دغو پېښو په اړه یې ولایتی ادارې ته خبر ورکړى دى.
دا برید د پاکستان د لومړی وزیر د سلاکار سرتاج عزیز له هغو څرګندونو سره هممهاله کېږی، چې ویلی دی، افغانستان باید هغه شواهد او اسناد چې هلته په تخریب او وژنو کې د پاکستان لاس درلودل ثابتوی، له پاکستان سره شریک کړی.
د نوموړی دا څرګندونې ښکاره کوی، چې پاکستان لا هم نه منی، چې ګویا د ډیورنډ کرښې له هاخوا نه پر افغانستان برید کېږی او یا پاکستانۍ ملېشې عملاً په افغانستان کې د طالبانو په ملاتړ جنګېږی.
موږ دلته په دې نه غږیږو چې پاکستان ولې بریدونه کوی او یا څه موخې تعقیبوی؛ خو په دې بحث کوو، چې پاکستان ولې ناخبره دی؟ په داسې حال کې چې افغان حکومت په وار وار له دې بریدونو د اعتراض غږ پورته کړی، ان تر دې چې په سرحدی ولایاتو کې یې خپلو پوځیانو ته د پاکستان د دې ډول تحرکاتو د ځپلو امر هم ورکړی و.
په نړیوالو معادلاتو کې او یا هم د هېوادونو ترمنځ په روابطو کې د رسنیو رپوټونه او یا یو اړخیزې ادعاوې اسناد نشی کېدای، بلکې دا د پاکستان حق دی، چې له افغان حکومت نه د شواهدو غوښتنه وکړی. د حکومت دا خبره تصدیق او اسناد نشی کېدای، چې هره ورځ په رسنیو کې رپوټونه خپرېږی، یا د طالبانو ځواک پیاوړی شوی، حملې یې ډېرې شوی او یا د وسله والو طالبانو په لیکو کې پاکستانۍملېشې جنګېږی. ځکه کله چې خبره د دولتونو ترمنځ د بحث او یا اړیکو کېږی، هلته یوازې با اعتباره او کره اسناد چې له نړیوالو معیارونو سره برابر وی، د منلو وړ دی.
که چېرې افغان حکومت د خپلو کشفی او استخباراتی ادارو په مرسته داسې اسناد په واک کې ولری چې له نړیوالو معیارونو سره سم، د افغان حکومت داعیه پر حقه ثابته کړی، نو افغان حکومت نباید ځنډ وکړی، بلکې خپل اسناد پر پاکستان سربېره ملګرو ملتونو، په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو، امریکا، د امنیت شورا او نورو هغو ځواکمنو هېوادونو ته چې له دې مسالې سره دلچسپی ولری، په واک کې ورکړی. خو که داسې اسناد شتون ونه لری؛ نو د افغان حکومت تشې ادعاوې به په نړیواله کچه د افغانستان حیثیت او باور زیانمن کړی.
دا کره اسناد افغانستان یوازې او یوازې د خپلو استخباراتی شبکو او دستګاوو له لارې ترلاسه کولای شی، مثلاً د ملی امنیت اداره او نور کشفی ارګانونه باید داسې وېډوګانې، ټېلیفونی او یا غږیزې مکالمې، انځورونه او نور توکی راټول کړی، چې په کې پاکستانی پوځیان پر افغانستان راکېټی بریدونه کوی او یا د دې بریدونو په اړه خبرې کوی. داسې اسناد هم برابر کړی، چې پر افغانستان را ورېدلی راکېټیونه د پاکستان په واک کې وی، یا په افغانستان کې جنګېدونکی وسله وال په پاکستان پورې اړوند ثابت کړی. مهمه خبره دا هم ده، چې د راکېټی برېدونو او د طالبانو لپاره د جګړه ییز پلان د جوړولو له امله د پاکستان په کره موخې وپوهېږی او اسناد پرې ټول کړی، د پېښو کره مهال، نېټه او شمېر باید معلوم وی او د اسنادو له مخې یې روښانه کړی.
افغان حکومت چې هر کله خپلې ادعاوې ښې مستندې کړې؛ نو کولای شی په نړیواله کچه بیا دا اسناد مطرح کړی. که چېرې حکومت دا اسناد ولری، یا یې مطرح کوی نه او یا یې له پاکستان سره مطرح کړی د حکومت په زیان تمامېږی؛ که اسناد ولری په کار ده چې په نړیواله کچه موضوع په خورا جدیت سره راپورته کړی او پاکستان تر فشار لاندې ونیسی. خو که داسې اسناد په واک کې نه لری؛ په داسې وخت کې بیا دیپلوماتیکو هڅو ته اړتیا نشته. په کار ده چې حکومت په سیمه کې د دې بریدونو منشاء پیدا کړی، په متقابل عمل لاس پورې کړی او په خپله ددې بریدونو مخه ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.