د پکتیا بنوزی: حکومت مو قبالې نه منی او کورونه مو ړنګوی

یک شنبه 5 قوس 1396/

mandegar-3د پکتیا مرکز ګردېز ختیځ ته پرته ۳۲۵۰ جریبه ځمکه د بنوزیو د ولسونو او حکومت ترمنځ له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې په جنجال کې ده، دواړه لوری یې خپل ملکیت ګڼی، خلک د ظاهر شاه او داود خان د حکومتونو د مهال د اسنادو د شتون ادعا لری او حکومت یې خپل ملکیت ګڼی چې نن شنبه د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه حکومت په دغه ځمکه د جوړو شویو کورنو نړول پیل او خلکو یې د مخنیوی غږ پورته کړ.
په سیمه کې راټول شویو خلکو د اسنادو په ښودلو سره رسنیو وویل چې د ظاهرشاه او داود خان د مهال حکومتونو اسناد، په ځمکو کې د کاریزونو او ویالو شتوالی، د هجرت نه د مخکې پولو، پټیو سره سره یې حکومت جوړې کلاوې ړنګوی او ځمکې یې په زور نیسی.
د دوی له ډلې یوه سپین ږیری وویل:
خواجه میر د بنوزیو د کلی اوسېدونکی یم، ولسمشر ته یې دا په نظر کې ورکړی چې موږ تفاهم ته رسېدلی یوو، کوم تفاهم ته؟ په دې جریان کې زه وم، هېڅ تفاهم ته نه یوو رسېدلی، چا ګوته ورته لګولې؟ چا مصاحبه کړې او څه شوی؟ دوی یوازې د میډیا له لارې اعلان کړی چې موږ تفاهم ته رسېدلی یوو، هېڅ تفاهم ته نه یوو رسېدلی، ۴۰ کاله تقریباً وشول، دا ځمکې شاړې پرتې دی، که په دغو کلونو کې وایی، رښتیا هم دغه ځمکې شاړې پرتې دی، که له دې مخکې وایی، په دې ځمکې ویالې او کاریزونه موجود دی.»
ده دا هم وویل چې له دغو ځمکو څخه یې مخکې له هجرته د غنمو حاصل ترلاسه کړی او د پلرونو او نیکونو د وخت قبالې او اسناد لری چې حکومت د دوی اسنادو ته نه ګوری.
له دغې ډلې څخه یوه بل تن هم وویل:
«زما نوم قاری زرین دی، په خپله ځمکه کې پراته، په خپله شرعی قباله، د ظاهر شاه د وخت او د سردار داود د وخت اسناد لرو، ایا هغه نه منل کېږی؟ موږ څنګه غاصبین اعلانوی؟»
دوی دوه تنه نه وو چې رسنیو ته په خبرو کې یې دغه ځمکه د پلار او نیکه ملکیت باله، بلکې د سیمې ځینی مشرانو د دې ترڅنګ دا ادعا هم لرله چې حکومت پرته د سلا او مشورې د دوی کورونه نړوی.

دوی وایی:
«نوم مې شېر دی، د بنوزیو د قوم مشر یم، له موږ سره په دې ځمکه کې چا مشوره نه ده کړې، له یو مشر سره مشوره نه ده شوې، موږ د ښاروال له خولې خبر شوی یوو چې دوی کومه فیصله کړې، موږ ورته ویلی دی چې دا نه منو، موږ څلور کاریزونه په دې ځمکه کې لرو او د دغه خط لرو چې ټولو ورته لیکلی چې دا ځمکه د بنوزی ده، اوس یې په زور له موږه نیسی.»
د دغو مشرانو په خبره چې د دوی پلرنۍ ځمکه حکومت په زور نیسی، له دې وړاندې یې قول اردو هم ځمکې نیولی او په دې قضیه کې یې په خبره چې اسنادو ته ارزښت نه ورکول کېږی.
دوی وایی:
«حضرت خان یم، داسې غیر قانونی یې رانه نیسی، لکه په قران چې برسېره ګرځې، زموږ ټوله ۱۹۰۰۰ جریبه ځمکه ده چې ۱۳۰۰۰ یې قول اردو ونیوله، پټی دی، اوس دې ورولم، په کاریز، پټیو او پولو دې دروم، موږ ته دې اشرف غنی صفا امر راکړی چې بل ملک ته ترې لاړ شو، کلاوې به تړلې ورته پرېږدو، دی پوهېږی، پاچاهی یې پوهېږی او حکومت یې پوهېږی، په دې مخ قبله که دا شهرک رانه جوړېږی، یو بنوزی به دلته ونه وینئ، دغه اسناد دی، په غنمو دې دروم، دا لس شل کاله چې زه راغلی یم، کرلې مې ده.»
د سیمې اوسېدونکی ګواښ کوی او وایی چې که حکومت یې په اسنادو غور او مشکل یې په قانونی بڼه حل نه کړی، د زور په مقابل کې به یې ودرېږی.
بل خوا د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وایی چې له کلونو راهیسې په دې ځمکه د ښارګوټی جوړېدو پلان دی چې پخوا هم د سیمې د اوسېدونکو له خوا په دې ځمکه د جوړېدونکی ښارګوټی مخه نیول شوې او په خبره یې چې اوس توانیدلی چې دا پلان پلی کړی.
ښاغلی خالد وویل:
«دا ځمکه ۳۲۵۰ جریبه ځمکه ده، دوی دلته ۱۷۷ جریبه ځمکه لری، هغه اسناد چې دوی سره دی، د هغې له مخې.»
د بنوزیو پر ځمکه د جوړو شویو لویو کلاګانو د ړنګېدو پرمهال د پکتیا والی شمیم خان کټوازی وویل:
«پنځه شپږ کاله دا شهرک په جنجال کې و، دلته د یوه کلی خلکو کلاګانې پکې وهلې چې تقریباً شمېر یې له سلو اوړی او ډېره برخه د دې ځمکې یې غصب کړې وه چې اوس خوشبختانه په دې وتوانېدو چې په دغه ځمکه کلاګانې ونړوو او شهرک پرې پلی کړو.»
په دغه ځمکه له کډوالۍ راستنو شویو هغو بنوزیو کورنه جوړ کړی چې نېږدې څلور لسیزې له وطنه دباندې په نورو هېوادونو کې مهاجر وو او له راستنېدو سره سم یې یا خپل پخوانی کورونه بېرته رغولی او یا یې په دې ځمکو ودانۍ جوړې کړې دی.
د ګردېز مرکز په بنوزیو کې د جوړو شویو کلاګانو ړنګولو چارې په داسې مهال پیلېږی چې د چارو د کارپوهانو په خبره، سږنی ژمی سوړ پیل شوی او د دغو کورنو په ړنګېدو سره ښایی، د سیمې اوسېدونکی په ګردېز کې د سرپنا له پاره ځای ونه لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.