د چاپېریال ساتنې اداره: د هېواد ځینی وحشی ژوی د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی

/

mandegarد افغانستان د چاپېریال ساتنې ملی اداره وایی، په هېواد کې یو شمېر وحشی ژوی د له منځه تللو له ګواښ سره مخ دی.
په افغانستان کې د وحشی ژویو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږی چې د افغانستان د چاپېرال ساتنې د ملی ادارې د چارواکو په وینا، دا مهال له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د وحشی ژویو قاچاق روان دی.
د دغې ادارې مسلکی معین عزت الله صدیقی د یکشنبې په ورځ په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې له وحشی ژویو په بېلابېلو برخو کې ناوړه ګټه اخیستل کېږی.
نوموړی وویل، نا امنی، د وحشی ژویو د نسل د خوندیتوب لپاره د مناسب چاپېریال نشتوالی او د دوی غیر قانونی ښکار او قاچاق هغه څه دی چې د افغانستان د وحشی ژویو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
ده زیاته کړه: «ډېری کسان وحشی ژوی یا قاچاق کوی، یا هم په نورو لارو کې ترې ګټه اخلی، ښکار یوه بله ستونزه ده چې دا مهال مونږ ورسره مخ یوو، د عامه پوهاوی نشتون، د قانون نه پلی کېدل او د اقلیم بدلون هم په دې برخه کې له مهمو ستونزو دی.»
د مارچ درېیمه د وحشی ژوند له نړیوالې ورځې سره برابره ده او هرکال دغه ورځ د دې لپاره لمانځل کېږی چې د هغو وحشی ژویو او او بوټو په اړه چې له خطر سره مخ دی، د خلکو پوهه زیات شی او هم د حیات وحش په تړاو د جرمونو او جنایتونو په وړاندې د مبارزې لارې چارې ولټول شی.
پخوا تر دې د افغانستان د ځینو لوېدیځو ولایتونو اوسېدونکو شکایتونه کړی چې د کندهار، فراه او ځینو نورو ولایتونو په لېرو پرتو دښتو کې پر کورنیو ښکاریانو سربېره، ځینی بهرنی ښکاریان هم لیدل شوی چې د افغانستان ځینی نادر وحشی ژوی یې په غیر قانونی توګه ښکار کړی دی.
په ورته وخت کې یوشمېر عام وګړی هم د وحشی ژویو په خوندیتوب ټینګار کوی.
یو شمېر کابل ښاریانو په دې اړه وویل: «حاثنات حسینی یم، د وحشی ژویو په اړه باید ووایو چې هېڅ ډول پاملرنه ورته نه کېږی او حتی یو شمېر هېوادونه راځی او نادر حیوانات قاچاق کوی او افغان دولت هېڅ ډول پاملرنه نه کوی.»
«فهیم صافی یم، وحشی ژویو ته پاملرنه یوه له مهمو مسایلو شمېرل کېږی او دا د هېواد یوه پانګه ده، د نا امنیو او جګړو له امله لاهم په دې برخه کې پام نه دی شوی.»
خو د کابل ژوبڼ رئیس وویل چې افغانستان اوس د نادرو وحشی ژویو د موجودیت له پلوه، یو بډای هېواد ګڼل کېږی او د حکومت اړوندو ارګانونو، کورنیو او بهرنیو مؤسسو، خلکو، ښکاریانو او سوداګرو ته په کار ده چې د افغانستان د دغو نادرو وحشی ژویو د نسل پراخولو او خوندیتوب ته جدی پام وکړی.
عزیز ګل ثاقب وویل: «مونږ په دې فکر کوو چې څنګه وکولی شو چې په کار کې بدلون راولو او له سیمه ییزو ادارو سره اړېکې ونیسو چې د عامه پوهاوی کچه لوړه او قانون پلی کړو.»
د چارو پوهان وایی، د ناامنیو تر څنګ، د وحشی ژویو غیر قانونی ښکار بله لویه ستونزه ده چې د وحشی ژویو نسل ‌یې کم کړی دی.
د دغو کارپوهانو له ډلې غلام رسول صمدی ازادی راډیو ته وویل، جګړو او وچکالیو پر دوی منفی تاثیر کړی او د انقراض او لږوالی په حالت کې دی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایی، اوس ‌مهال بند امیر، واخان، شاه فولادی او په کابل کې قول اب چکان هغه سیمې دی چې د وحشی ژویو د اوسېدو لپاره مناسبې دی، خو د چارو پوه غلام رسول صمدی دا کافی نه ‌ګڼی او ټینګار کوی چې که دولت د دغو وحشی ژویو د خوندیتوب او د دوی د نسل د پراختیا لپاره طبیعی سیمې نه ‌شی ساتلی، باید مصنوعی سیمې ورته جوړې کړی.
د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وایی، په دې برخه کې یې د شته ستونزو د کمولو لپاره ‌ پلانونه ترتیب کړی چې په ځینو ځایونو کې د پلی کېدو په حال کې دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.