د کابل شاو خوا اندېښمنوونکی وسله وال

26 سنیله 1393/

نا امنی ورو ورو کابل کلابندوی. دا مهال غزنی، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا بشپړ، د لغمان او ننګرهار یوشمېر سیمې نا امنه دی او طالبانو په کې خپلو بریدونو او فعالیتونو ته زور ورکړی دی.
کابل د پلازمېنې په توګه په شدت له دغو ولایتونو ګواښل کېږی. همدا اوس کابل ته غځېدلې ټولې لارې نا امنه دی. وسله والو طالبانو د کندهار او هلمند له نا امنۍ وروسته کوښښ کړی، چې ځان د کابل دروازو ته را ورسوی.
د طالبانو او د هغوی د پاکستانیو سلاکارانو د پلان له مخې باید وسله والو کابل ته خورا ډېر سر خوږی جوړ کړی وای، خو د افغان امنیتی ځواکونو د مقاومت او مېړنۍ جګړې سره تل وسله والو طالبانو ماتې خوړلې ده.
دمګړۍ هغه ډول چې د ملی دفاع وزیر هم ویلی، چې افغان امنیتی ځواکونو د ناټو له څه باندې ۱۵۰ زره ځواکونو پرته اوس په یوازې ځان د وسله والو پر وړاندې جنګېږی. خو بیا یې هم خپله وړتیا ښودلې ده.
د امنیتی ځواکونو د عصری او درنو وسلو او هوایی ځواک د نشتون د ستونزو ترڅنګ یوه لویه ستونزه دا ده، چې تر ډېره دا ځواکونه په ټاکنیز کړکېچ کې ښکېل دی، که چېرې د ټاکنو پروسه نه وای او یا دومره غځېدلې نه وای؛ نو ښایی امنیتی ځواکونو وسله والو ته اجازه نه وای ورکړې، چې په دومره پراخه پیمانه خپل بریدونه وکړی. دمګړۍ په ۲۱ هېوادونو کې طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه اخته دی.
د دغو جګړو رهبری د پاکستانیو ځواکونو په غاړه ده. امنیتی وزیرانو تېره ورځ په مشرانو جرګه کې ویلی، داسې اسناد او شواهد په واک کې لری، چې په هلمند کې د جګړې رهبری د پاکستانیانو په غاړه ده.
پاکستان او طالبان هڅه کوی، چې افغان حکومت له نویو ننګونو او چلنجونو سره مخ کړی. هڅه کوی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راولی، له همدې امله غواړی د ټولو وسله والو پام افغانستان ته واړوی. په افغانستان کې د جګړې لپاره د پنجابی طالبانو اعلان هم د همدې لپاره دی.
د دې ترڅنګ یوه بله اندېښنه دا ده، چې په دې وروستیو کې په پروان، میدان وردګو، لوګر او یوشمېر نورو ولسوالیو کې د غیر مسووله وسله والو کسانو شمېر هم زیات شوی دی، چې په غلا، وژنو، تښتونو او نورو چارو اخته دی. دې ډلو هم د ولایتونو امنیت ته شدید زیان رسولی دی.
حتی د کابل په یوشمېر ولسوالیو کې خلک په لوی لاس وسله وال شوی دی. چې دې مسالې هم د خلکو اندېښنې را پارولی دی. نو په کار ده، چې لومړی دواړه نوماندان په خپلو کې هر څه ژر یوه جوړجاړی ته ورسېږی.
ورپسې امنیتی ځواکونه باید د دغو خپلسریو وسله والو په اړه څېړنه وکړی، چې دغه کسان له کوم ځای نه او ولې وسله وال شوی دی یا د چا له لوری پرې وسلې وېشل شوی دی.
د دوی پر ضد باید جدی مبارزه وشی، مخنیوی یې وشی، ورسره شته وسلې ترې ټولې شی. همدارنګه هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شی، چې څوک وسله وال کړی.
امنیتی ځواکونه باید د کابل په شاو خوا ولایتونو کې د طالبانو خلاف ستر عملیات په لاره واچوی او په دې برخه کې له نړیوالو ځواکونو نه هم په هوایی برخه کې مرسته و غواړی. کابل ته غځېدلې ټولې لارې باید امن شی، ځکه طالبان غواړی پر کابل د خوراکی او نفتی توکیو را تلو بهیر هم ټکنی کړی.
امنیتی ځواکونه باید لا ډېر په همغږۍ او هماهنګۍ سره عمل وکړی، ځکه که چېرې یو ځل وسله والو طالبانو په شاو خوا ولایتونو کې دایمی اډې جوړې کړې، اکمالات یې ورته وکړل، خلک یې ورته جذب کړل دا به د اوږده مهال لپاره کابل وګواښی.
د همدغو ولایتونو د چاڼولو لپاره دوه کاله وړاندې امنیتی ځواکونو ډېرې هڅې وکړې، ځکه هغه مهال هم طالبانو لوګر، میدان وردګ او غزنی د خپلو اډو په توګه ټاکلی ول، چې امنیتی ځواکونو د دې ولایتونو د پاکولو لپاره ستر عملیات ترسره کړل. اوس طالبان بیا غواړی چې دا سیمې د خپل نفوذ ساحه وګرځوی، چې چاڼول به یې بیا د حکومت لپاره ګران پرېوځوی.
که امنیتی ځواکونه د دغو دواړو مواردو په اړه له ناغېړۍ کار واخلی؛ نو پایلې به یې ښې نه وی. لومړی دا چې د کابل په شاو خوا ولایتونو کې د خپل سریو وسله والو مخه ونیسی او دویم دا، چې طالبانو ته اجازه ورنه کړی، چې د کابل دروازې په خپله ولکه کې راولی او کابل ښار کلابند کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :