د کونړ پېښه او نا ځواب شوې پوښتنې

گزارشگر:فریدون خوځون/ 7 حوت 1392 ۶ حوت ۱۳۹۲

mandegar-3په کونړ کې د ملی اردو د ویاړلو سرتېرو پر پوستې د وسله والو په برید کې د کابو یوویشتو سرتېرو وژنه یوه کمسارې خونړۍ پېښه وه. سره له دې چې په دې پېښه د ټول افغان ملت زړه ودردېده، خو نه یوازې دا چې د ملی اردو د مورال او روحیې د کمزوری کېدو لامل نه شوه؛ بلکې د وسله والو دې شومې موخې ته د یوه شهید شوی افغان سرتېری پلار غلام حسین، همدا جمله یو غاښ ماتوونکی ځواب، د افغانانو د لوړې حوصلې، مورال او روحیې ښکارندوی دی چې ویې ویل: «زما زوی له هېواد نه د دفاع او خدای ج په لاره کې شهید شو. زه به مې د هېواد ساتنې لپاره خپل بل زوی د ملی اردو لیکو ته واستوم.»
دښمن سره له دې چې غوښتل یې په یوې داسې پېښې سره زموږ د ملت په زړونو کې وېره واچوی؛ چې ټول ملت یې یو شان درد احساس کړی؛ مګر په خپل دې کار کې بریالی نه شول. خو د دې برید په اړه د سکې په بل مخ کې ځینې پوښتنې لا هم لاځوابه پاتې او د چارواکیو له څرګندونو سره نوې پوښتنې هم رامطرح کېږی، چې ځواب ته اړتیا لری.
ملی امنیت وایی، چې د دې پوستې غړو ته یې له دې وړاندې د ورته برید خبرداری ورکړی و. دایې ورته ویلی ول، چې په منځ کې یې د طالبانو نفوذی اشخاص شته او پلان لری، چې پر پوستې د وسله والو طالبانو برید زمینه برابره کړی.
سره له دې چې دا خبرداری له برید کابو یوه اونۍ وړاندې ورکړل شوی؛ د ملی امینت سرچینې ادعا کوی چې شل ورځې وړاندې یې د دې برید په اړه ځایی مسوولینو ته ویلی ول. پوښتنه دا ده، چې ولې په دې یوه اونۍ او یا په شلو ورځو کې د برید مخنیوی ونشو او نفوذی اشخاص په ګوته نه شول؟ که چېرې امنیت او یا د ملی اردو سیمه ییزو چارواکیو نشو کولای چې قاری ولی الرحمن ـ چا چې پر پوستې د وسله والو برید ته زمینه سازی کړې ده ـ او د هغه دوه ملګری نشوای موندلی؛ نو په یاده پوسته کې ټول ۳۵ سرتېری به یې نورو سیمو ته استولی وای. مګر دا کار هم ونشو. د کونړ والی نورو ځایی چارواکیو د ملی امنیت دا خبرداری تایید کړی دی.
که والی، پولیسو او د ملی اردو چارواکیو دا کار ونه کړ، ولې د ملی امنیت منسوبینو قاری ولی الرحمن او ملګری یې ونه نیول؟ ملی امنیت نشی کولای یوازې په دې وینا چې موږ له وړاندې خبرداری ورکړی و، ځانته برائت ورکړی. ځکه دا د ملی امنیت دنده چې د ټولو هغو کسانو په اړه دقیق او کره معلومات راټول کړی چې د عامه امنیت پر وړاندې کار کوی. دوی باید لاس په کار شوی وای. هغه ځای چې طالبانو ترې برید کاوه، په نښه شوی وای، له وړاندې کمین نیول شوای او یا هم د برید مه ډپ شوې وای. دا خپله پوښتنه رامنځته کوی چې ملی امنیت یې تر اوسه د « ولې » ځواب نه دی ویلی.
درېیمه پوښتنه دا ده، سره له دې چې ملی امنیت د ملی اردو ځایی چارواکیو او د دې پوستې سرتېرو ته د برید په اړه خبرداری ورکړی و، دوی ولې لټی وکړه؟ لاس په کار نه شول، برید ته یې چمتوالی نه درلود او په ډاډه زړه یې خوبونه کول. شهید شوی سرتېری ټول ویده او یوازې درې تنه پهره ول، چې قاری ولی الرحمن، د هغه ملګری او یو تن بل و. ولی الرحمن او د هغه ملګری درېیم تن وژلی او د نورو سرتېرو د وژلو لپاره یې طالبانو ته لاره پرانستې ده. دا ګومان هم تر اوسه نه دی ځواب شوی، چې ولې هوایی ځواک په وخت سیمې ته نه دی رسېدلی.
امنیتی ځواکونه یوازې په کونړ کې، بلکې په ټولو سیمو کې له خبرداری او ویلو پرته باید هر مهال چمتو وی، ځکه دوی عملاً د جګړې په ډګر کې دی، چې تر اوسه نه کور اوبند اعلان شوی او نه هم د سولې خبرو پایله ورکړې.
له برید وروسته د امنیتی ځواکو او والی ترمنځ هېڅ ډول همغږی نه وه. د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمی ویل، طالبانو په دوو پوستو بریدونه کړی. خو والی یوه ویله. د ملی امنیت سرچینو هم د وژلو شویو، ټپیانو او هغو کسانو په اړه چې وسله والو له ځانه سره ژوندی بېولی، له نورو لوریو جلا دریځ او ارقام لرل. دا څېړنه هم باید وشی، چې د ولی الرحمن په ګډون درې تنه چې د دې برید اصلی عاملین دی، ملی اردو ته د چا په ضمانت ورغلی او چا پېژندلی دی. هر څوک چې د امنیتی ځواکونو لیکو ته ورځی باید د دوو کسانو له لوری یې ضمانت وشی اوس به روښانه شی چې د دوی ضمانت چا کړی دی.
د برید موخه
وسله وال طالبان چې هر ځای د برید موقع تر لاسه کړی، برید کوی. په ځانګړی ډول په داسې سیمو چې په تبلیغاتی جګړه کې ترې ډېر کار واخیستل شی. خو د کونړ د برید ترشا افغان حکومت ته ځینې خطرناک پیغامونه پراته دی.
دا برید یوازې د طالبانو کار نه دی، بلکې دا برید هغه ډول چې افغان چارواکیو ویلی له پولې هاخوا د پاکستان د استخباراتی شبکې له لوری د دوو موخو لپاره پلان شوی و.
لومړی دا چې په دې وروستیو کې وسله والو د پاکستان ۲۳ تنه سرتېری ووژل. پاکستان ادعا وکړه چې دغه سرتېری په افغان خاوره کې وژل شوی. د دې کار لپاره یې رسماً افغانستان ته شکایت هم وکړ. که څه هم چې د بهرنیو چارو وزیر په افغان خاوره کې د پاکستانیو سرتېرو له وژل کېدو بې خبری وښوده خو کورنیو چارو وزارت په کلکه رد کړه. په کار وه چې دا مساله د ضرار احمد مقبل له لوری هماغه مهال په کلکه رد شوې وای، چې کله ورته پاکستان خپل رسمی اعتراض سپاره. نو تر ډېره ښایی پاکستان د خپلو سرتېرو د وژلو د غچ اخیستو لپاره دا پلان طرحه کړی وی.
له دې پلان نه د پاکستان دویم موخه ښایی دا وی، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د ملا اغاجان معتصم په مشرۍ په اماراتو او ترکیې کې د سولې خبرې پیل کړی دی. د سولې د عالی شورا یوه پلاوی څه وخت وړاندې په اماراتو کې له دغو طالبانو سره تر لیدو وروسته اعلان وکړ چې خبرې یې ګټورې وې. پاکستان غوښتل په دې برید سره افغان حکومت ته دا پیغام ورکړی، چې د سولې خبرې د دوی له ګډون او له دوی پرته نشی ترسره کېدای.
د دې لپاره چې پاکستان د اماراتو د سولې له خبرو د افغان حکومت پام د ځان په لور وګرځوی له بنده یې د طالبانو د یوه پخوانی وژل شوی خو مهم نومیالی قوماندان ملا دادالله اخوند ورور هم له بنده خوشې کړ. پاکستان فکر کوی چې افغان حکومت به یو ځل بیا ترې وغواړی چې د دادالله ورور دوی ته وسپاری یا هغوی ورسره خبرو ته کېنوی، څو افغان حکومت ترې د سولې په پروسه کې کار واخلی.
د دې ترڅنګ په یاد برید کې له باګرام نه د حکومت له لورید ۶۶ خطرناکو بندیانو خوشې کېدل هم ښایی ونډه ولری، چې دې ټولو فکتورونو په ولسمشر کرزی د تندو نیوکو خوله خلاصه کړې ده. دا نیوکې هغه مهال لا زیاتې شوې چې ولسمشر کرزی د یوویشتو وژل شویو سرتېرو په جنازه کې ګډون ونه کړ. له تاند نه په مننې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.