ستـونـزه چیـری ده؟

دستگير روشنيالی/ چهار شنبه 2 جوزا 1397/

mandegar-3* حل سیاسی بدلون نه، حل فرهنگی بدلون دی.
* دلته دواړه انسان او سیاست د فرهنگ په یرغمل بدل شوی دی.
* دا د انسان تر ټولو لویه ټولنیزه او روانی ستونزه دی چی په کار یی عقل او په ژوند یی خرافات واکمن وی.
* دلته باید د ژوند کولو لاره او د فکر کولو لوری بدل شی. ژوند عقلی او فکر خپلواک شی.
اعتراف باید وکړو چی د ژغورولو لاره څومره سخته، څومره اوږده او څومره پیچیلی او څومره قربانی غواړی. د موږ هڅی همیشه دا وی او اوس هم همدا دی، که سیاست، حکومتونه، دولتونه، سیاسی سیستمونه بدل شی هر څه بدل او هر څه به سم شی. خو په عمل کی هر څه د سمیدو په ځای خراب او ړنگ شول.
سیاسی بدلونونو، یو په بل پسی د حکومتونو او دولتونو ړنگولو او جوړولو ستونزه حل نکړه. نه یوازی د دولتونو او حکومتونو ړنگیدلو، بلکی دلته سیاسی سیستمونه له بیخه ویجاړولو اوبیا جوړشولو سره سره ستونزی په ځای پاتی دی او د وروستیو څلور لسیزو سیاسی بدلونونه، تجربی او ژوند موږ ته بیخی بل ډول درسونه راکوی، کوم چی نه یوازی د گوندونو، ډلو، تنظیمونو په ناکامی، نه یوازی یو په بل پسی د رهبرانو په ناکامی او سرونو وخوړلو، بلکی د سیاستونو، تگ لارو، ایدیولوژیگانو او د فکرونو په ناکامی هم حکم ورکوی.
موږ پوهیږو او تجربو و ښودله چی د واکمنو او حکومت بدلول څومره اسانه کار دی. شاهی په اسانی ړنگه شوه، جمهوریت بی له مقاومته ولوید، یو گوندی واکمنی دړی وړی شوه او د یوی بی طبقاتو ټولنی د ایجاد تفکر ناکام شو. مجاهیدنو دولت ړنگ کړ او یوه سراسری انارشی یی واکمنه کړه هر چا او هری شی مصونیت له لاسه ورکړ. خلک مجبور شول پرونیو جوړښتونو او له دی جملی قوم ته په شا ور وگرزی او دی حالت په ډارونکی توگه ټولنه وویشله او هغه خلک چی په پیړیو پیړیو د یو بل تر څنگ په سوله او همکاری کی ژوند کاوه په ناڅاپی توگه د یوه او بل په دوښمنانو بدل شول او د قوم په نوم د یو او بل په وړاندی ودریدل او بی ساری جنایتونه تر سره شول. د طالبانو اسلامی واکمنی هم ړنگه شوه او د یوه مدرن دولت او ملت جوړولو کار پیل شو، خو تر اوسه نه مدرن دولت شته دی او نه ملت جوړ شوی.
تاریخ او په ځانگړی توگه د وروستیو لسیزو سیاسی تاریخ موږ ته دا درس راکوی چی ددی واکمن او هغه مستبد، ددی حکومت او دولت ړنگول د ستونزو د حل لاره نه دی. دلته یو په بل پسی مستبد مات شو یو په بل پسی ظالمان ولاړل، خو هم استبداد او هم ظلم هماغه شان او کله کله له پرون هم بد او په وژونکی توگه ادامه لری. واقعیت دادی چی دلته له هر سیاسی بدلون وروسته نوی ظلم او نوی استبداد واکمن شوی. همدارنگه د واکمنو، حکومتونو او دولتونو په بدلیدو سره نه امنیت او نه هم عدالت تامین شو. په دی برسیره دلته روسان راغلل او غوښتل یی موږ هم د دویَ په شان شو ور پسی ناتو راغله او غوښتل یی په افغانستان کی دموکراسی جوړه کړی، خو په عمل کی نه موږ د روسانو په شان شو او نه دموکراسی جوړه شوه.
پرون د مارکسیزم هدف د مادی اړیکو او د تولید د وسیلو بدلون وو او امید یی درلود چی ددی کار په کولو سره به فکرونه او چلندونه هم بدل او هرڅه به سم شی. په افغانستان اقتصادی اړیکی بدلې شوی او دلته ډیر پخوا د اوښ ځای موِټر ونیو، د غوایی ځای تراکتور ته وسپارل شو. په اشپزخانه کی هم د دیگدان ځای داش نیولی. خونه هم د چراغ په ځای په برق روښانه کیږی. فابریکی جوړی شوی. تعمیرونه او لاری عصری شوی په کلی کی هم خلک د چیغی د ډول ځای د تیلیفون پوسیله خبریږی… خو فرهنگ، دودونه، رواجونه او تفکر هماغه د پرون په شان ادامه لری. هغه انسان چی پرون یی د اوښ مار نیولی وونن د موټر جلوه ته ناست دی، هغه انسان چی د غوایی له شا را پورته شوی او اوس تراکتور چلوی او هغه چی په فابریکه کی تولید کوی هماغه د پرون په شان فکر او هماغه د پرون په شان چلند لری. نه یی چلند بدل شوی او نه یی په فکرونو کی بدلون لیدل کیږی.
اساسی ستونزه سیاست نه دی او اقتصاد هم نه دی. اساسی ستونزه په ټولنه کی واکمن فرهنگ او واکمن ذهنیت دی. دا فرهنگ نه په خپله د بدلیدلو وړتیا او استعداد لری او نه بدلون منلو ته چمتو دی. دافرهنگ انحصار کونکی او دیکته ورکونکی فرهنگ دی او غواړی هر څه په ځان کی منحل کړی. دا فرهنگ په پراخه اندازه فرهنگی ځانگړِتیاوی یی له لاسه ورکړی او د یوې ایدیولوژی بڼه یی غوره کړی ده. دا استبداد جوړونکی او ظلم پالونکی فرهنگ دی او هره لحظه هر یو په یوه مستبد او هر یو په یوه ظالم بدلولای شی.
دا فرهنگ هر یو په یوه پوتانشیل وژونکی بدلوی. چیری چی د یوه انسان او په ځانگړی توگه د یوه مظلوم او بی دفاع انسان فرخنده، رخشانه، مشال… په وژلوکی په لسگونو انسانان برخه اخلی او په جمعی توگه قتل او جنایت کوی او په سلگونو یی تماشی کولو ته ناست وی بی له شکه دا د انسانیت مړینه او هر یو په بالقوه توگه یو قاتل دی.
دا د لیوانو فرهنگ دی، خو له پسه هم لیوو جوړولای شی
دا فرهنگ هر جاهل او قاتل په پهلوان بدلوی، دا فرهنگ له هر لاری وهونکی او ثروت ټولونکی اتل او له هر زور سالار او بدماش رهبر جوړوی، دا فرهنگ هر د انسان او انسانیت دوښمن په میر او امیر بدلوی، دا فرهنگ د علم او عقل له هر دوښمن د عزت او کرامت خاوند جوړوی، دا فرهنگ په ټولنه کی د نفرت مبلغینو ته هم ځای او هم مقام لری، دا فرهنگ انسانان مجبوروی چی دروغ ووایی، ریاکاری وکړی او حقیقت پټ کړی، دا فرهنگ د انسان هر توهین او تحقیر کونکی ته د مرستی لاس ورکوی، د ا فرهنگ په ټولنه کی د استبداد، ظلم، خشونت … توجیه کوی، همدا فرهنگ دی چی نه یوازی ټولنه، بلکی کورنۍ یی هم د نا برابری، استبداد، ظلم، خشونت، تبعیض، تحقیر او توهین په مرکز بدله کړی ده او همدی فرهنگ د ټولنی سیاسی فرهنگ د بلواگانو، جگړو، د گواښونو، کینو، انتقامونو، یو د بل د غاښونو د ماتولو. یو د بل د نفی کولو، وژلو… په فرهنگ بدل کړی دی.
انسان او سیاست
په سیاست کی تر ټولو مهمه مسله انسان او د انسان نیکمرغی دی. سیاست په ټولنه کی مفهوم پیدا کوی او ټولنه د انسان کور دی. له بده مرغه واکمن فرهنگ دواړه انسان او سیاست یرغمل کړی دی. انسان یی په سمبول بدل کړی او په ډیره اسانی انسان د اصولو، دودونو، نرخونو، رواجونو، شملی، لتی، نوم… په قربانی بدلیږی او په ډیره اسانی دوه دری ښځی د یوه د جنایت په بدل کی ورکول کیږی. همدا فرهنگ د سیاست د انسانی کولو په لاره تر ټولو لوی خنډ دی او همدا فرهنگ نه پریږدی چی انسان د سیاست په مرکز کی وی. همدا فرهنگ د انسانانو د برابری او د انسانانو د حقوقو د یو شان کولو اوله درجه دوښمن دی.
دی فرهنگ یوه میلیونی ټولنه په یرغمل نیولی او واکمن ذهنیت د عقل د په کار اچولو مخنیوی کوی او په پرله پسی توگه استعدادونه وژنی. د همدی فرهنگ دواکمنی له امله افغانستان د استعدادونو په گورستان بدل شوی. په دی تړلی او له پخوا جوړ فرهنگ کی د فکر کولو له پاره ځای نشته او همدا وجه ده چی اندیښنی کولو او فکر کولو ته تشویش ویل کیږی.
د دی فرهنگ په واکمنی کی سیاست یو خپلواک علم نه دی او نه سیاسی چلند خپلواکی لری. په دی فرهنگ کی د سیاست او سیاسی بدلون دنده د استبداد او ظلم لغوه کول نه، د استبداداو ظلم د شکلونو بدلول دی او د افغانستان سیاسی تاریخ او په ځانگړی توگه د وروستیو څلورو لسیزو سیاسی پیښی، کومی چی تر اوسه په تاریخ نه دی بدلې شوې د همدی حقیقت بیان کونکی دی.
په دی فرهنگ کی دا فرمان وړونکی نه دی چی د فرمان ورکونکو په ضد جگړی ته راوزی. دا همیشه فرمان ورکونکی دی چی د فرمان وړونکو په ضد جگړه اعلانوی، انسانان توهین او تحقیر کوی او له منځه یی وړی. له دی توری دایری د را وتلو لاره د سیاسی بدلون په ځای د استبداد او ظلم جوړونکی فرهنگی بدلون دی. دلته بدلون د انسان توهین کونکو اصولو، دودونو، رواجونو، نرخونو او عادتونو لغوه کول دی. سیاست باید عاقلانه او سیاسی شعارونه، عملی او معقول شی. سیاست له فرهنگ، زور او ثروت خپلواک شی.
همدا اوس اوس د ټولنی او سیاست د عقلی کولو وخت دی او دا له خرافاتو او افسانو د ټولنی ژغورول په ضرورت بدلوی او دا کار په عقلی چلند تر سره شی. ټولنه باید د یوه سازمان په شان عمل وکړی تر څو د پرمختگ لوری ونیسی او خپله اراده عملی کړی. نن ټولنه د هر وخت په نسبت اگاهی، خپلواکی او مقاومت ته ضرورت لری او دا کار د واکمن فرهنگ او واکمن ذهنیت د اسارت ماتول غواړی.
لحظه‌یی اتلان
له بده مرغه په افغانستان کی د همدی فرهنگ په ملاتړ سیاست او قدرت د لحظه‌یی د حقیرو، وړو، تصادفی وگړو په اسارت کی دی، کومو چی له دواړو انسان او انسانیت سره په دوښمنی یی د غلا، ثروت ټولو، زور، بدماشی، وژلو… لاره غوره کړی دی. تاریخ د ثروت او بدماشی پروا نلری او دا لحظه‌یی اتلان به تاریخ په دایمی حقیرانو بدل شی. همدارنگه همدی حالت د افغانستان راتلونکی له پوښتنی سره مخامخ کړی او دا هیواد د امید او ډار تر منځ زنگیږی. زه تر اوسه هغه امکانات او تضمینونه نه وینم چی افغانستان دی د یوه هیواد په توگه پاتی شی او و دی نه ویشل شی. په یوه هیواد کی چی د سیاست په ډگر کی د عقل په ځای احساسات او افراط عمل کوی، د شعور په ځای شعار، د پوهاوی په ځای تهدید او دیالوگ په ځای زور عمل کوی، ټولنیز باور په کلکه کمزوری شوی وی، ټولنیز پیوندونه اوبندونه د شلیدلو په حالت کی وی، په ښکاره تعصب، نفرت اوتبعیض تبلیغ کیږی او له بده مرغه دا ډول هڅی ټولنیزه پشتوانه او ملاتړ هم و لری ددی هیواد د پاتی کیدو څه تضمین کیدای شی؟
که واکمن او سیاسی مخالفین یی عقلانه سیاست و نه کړی، دا امکان هم شته دی چی نړیوال ټولنه ستړی او مایوسه شی او افغانستان ته شا کړی او دا ډول حالت به هم د تجزیی په لور د افغانستان لارښوونه وکړی او دا به بی ساری لوی انسانی ناورین را منځ ته کړی. دا امکان هم شته دی چی له پاکستان سره به د افغانستان په ځانگړی توگه د پښتنو د سیمو د یو ځای کیدو هڅه وشی او دا امکان هم شته دی چی ملایان دا کار په دینی مکلفیت بدل او جگړه به هم نه تمامیدونکی بڼه غوره کړی.
د عقل او دودونو جگړه
دا یو پرادوکس دی چی دلته د انسان په کار عقل او په ژوند یی خرافات واکمن وی. دا ډیره لویه ټولنیزه او روانی ستونزه دی چی له یوی خوا په ټولنه کی په اقتصاد، صنعت، جوړولو، پلان کولو … عقل واکمن وی او له بلی خوا په خپله انسان او ژوند یی د منځنیو پیړیو خرافاتو، دودونو او افسانو په اسارت کی وی.
انسان او ټولنه نشی کولای په یوه وخت په دوو متضادو دنیاوکی ژوند وکړی. دا ډول د ژوند کولو او تفکر تر منځ انډول له منځه وړی او تر ټولو لویه ستونزه دادی چی په ټولنه کی له یوی خوا صنعت، تکنولوژی، دولت ـ ملت جوړولو، اقتصاد… مارکیت د علم او عقل لارښونه ضروری کوی او له بلی خوا په خپله انسان، تفکر او ټولنیزی ـ فرهنگی اړیکی یی د خرافاتو په اسارت کی وی. ددی معنی دادی چی دا ټولنه په یوه وخت کی په دو له یو بل سره په متضادودنیاو کی ژوند کوی او دا په بی ساری توگه ستونزمن او خطرناک حالت دی. دا ډول یوه ټولنه د هری شیبی او هری ورځی د ټکرونو ټولنه تعریف کیدای شی یا د همیشنیو ټکرونو او نه تمامیدونکو تراژیدیو یوه ټولنه ده.
یوه دنیا چی هره شیبه بدلیږی او پرمختگ کوی او دلته هر څه په علم، تجربه او عقل سنجول کیږی او دا بله دنیا د منځنیو پیړیو رواجونه، دودونه… دنیا دی چی په یوه تړلې توره دایره کی حرکت کوی د پرمختگ لوری نشی پیدا کولای او دلته د عقل او علم په ځای افسانی او خرافات د انسان د ژوند لارښوونه کوی. دا په خپله هم په کورنۍ او هم په ټولنه کی یو متضاد او یو ژور بحران جوړونکی او بحران راوړونکی حالت دی او دا د یوې میلیونې ټولنی د اوږدی مودی خورا پراخه ټولنیزه ـ روانی ستونزه دی.
دلته د بدلون ضرورت د ژوند کولو لاره او د فکر کولو لوری باید بدل شی او دا کار له ځانه او کورنۍهم پیل کیدای شی. تر څو د ژوند لاره بدله او د فکرونو لوری بدل نشی یو په بل پسی د حکومتونو ړنگول او بیا جوړول او همدارنگه مادی او تولیدی بدلونونه نه دا ټولنه بدلوی او نه د نیکمرغی په لور یو بریالی حرکت پیل کیږی. ټول هغه اصول، دودونه، نرخونه، رواجونه چی د اصلاح کولو او بدلون وړتیا نه لری د قانون پوسیله لغوه شی.
یو بدلون منونکی او انسانی فرهنگ
دا ټولنه له زور او له خشونته خالې فرهنگ ته ضرورت لری، ټولنه هغه فرهنگ غواړی چی له ریاکاری، دروغو، تیرایستونو خالې وی او کوم چی د زور او جبر او ډار پوسیله نه وی ایجاد شوی، بدلون منونکی وی، د نویو استعدادونو په وړاندی انعطاف ولری، له انتقاد کولو ویره و نه لری، له تیروتنو او شک کولو و نه ډار شی، له تعصب او جهالت خلاص وی او د اندیښنی او ارادی د خپلواکی درناوی وکړی.
دا ټولنه یوه فرهنگ ته ضرورت لری چی په انسانی ارزښتونو ډډه لگوی او د انسان د حقونو او ازادیو او په ځانگړی توگه ښځه د انسان په توگه وپیږنی او د هغې د انسانی ارزښتونو اوکرامتونو ساتنه، رعایت او درناوی وکړی.
دا ټولنه یوه فرهنگ ته ضرورت لری چی د خپلواکو شخصیتونو د روزنی او پالنی په کار کی مرسته وکړی، هر یو نارینه او هره یوه ښځه باید شخصیت شی. د شخصیتونو خپلواکی د هغوی د ارادو او اندیښنو په خپلواکی دی.
ټولنه په “تکامل” او انتظار نه جوړیږی. ټولنه د انسانانو کور دی او دلته د “تکامل” په ځای جوړښت او دانتظار په ځای اراده عمل کوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.