شخصی امیتاز اخیستو امنیتی تړون ځنډولی دی

/

په داسې حال کې چې امریکا امنیتی تړون د نه لاسلیک په صورت کې پر افغانستان د مرستو د بندولو ګواښ کړی، د سیاسی چارو پوهان وایی، چې دغه ګواښونه د روانی فشار نښې دی.
کارپوهان وایی، چې د امنیتی تړون د نه لاسلیک اصلی لامل د شخصی ګټو او شخصی امتیازونو پر سر ناندرۍ وهل دی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغانستان او امریکا تر منځ په لاسلیک کېدونکی امنیتی تړون کې دواړه لوری خپلې غوښتنې او شرایط لری او دا یې حق دی چې غوښتنې ولری.
هغه وایی، دواړه لوری هڅې کوی چې خپلې ګټې خوندی کړی او که چېرې دواړه لوری خپلې ګټې تضمین نشی کړای او ډاډه ونه اوسی، دا تعامل بې ګټې دی.
ښاغلی لېوال زیاتوی، ستونزه دا ده چې افغانستان لا هم هغه دقیقه محاسبه چې د دې تړون ګټه او زیان یې ثابت کړی په لاس کې نه لرو، په نورو هېوادونو کې دغه ډول تړونونه له حقوقی پلوه قیمت ګذاری کېږی او پوهېږی چې دا تړون څومره ګټه او څومره زیان کوی.
د ده په وینا، لویه ستونزه دا ده چې افغانستان لا هم د حد اعظمی ګټې د تر لاسه کولو لپاره په چنو وهلو بوخت دی.
د هغه په باور، سره له دې چې امریکایان په ظاهره وایی، اړ دی چې تر ۲۰۱۴ کاله ـ هغه مهال چې امریکایی ځواکونه له افغانستانه وځی ـ دا تړون لاسلیک او برخلیک یې روښانه شی؛ څو ځواکونه یې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ستونزې ونه لری؛ خو وایی امریکایان په شدت لېواله دی، چې په افغانستان کې پاتې شی.
نوموړی وایی، د اوسنی وضعیت او د دوی د ستراتېژیکو اهدافو لپاره افغانستان امریکا ته خورا اهمیت لری او د همدې لپاره له بېلابېلو لارو چارو حتی د فشار راوړلو تر بریده هم هڅه کوی، چې له افغانستان سره دغه تړون لاسلیک کړی.
د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر وویل، چې د امریکایی سناتور کارل لیون وروستی څرګندونې هم د دې تړون د لاسلیک لپاره پر افغانستان د روانی فشار راوستلو نښې دی.
د ده په خبره، افغانستان چې کومې غوښتنې په رسمی ډول اعلان کړی هغه د افغانستان په ګټه دی او دا یې حق دی چې دغه ډول غوښتنې ولری؛ خو دا چې امریکا ولې دغه غوښتنې نه منی، دا یو څه سخته ده.
لېوال وایی، افغانستان په سیمه کې د امریکا له یوه متحد پاکستان نه ځورېږی او ظاهر د قضیې داسې دی چې پاکستان د امریکا د اهدافو پر وړاندې او د افغانستان د ثبات پر وړاندې ډېر ریښه یی او بنسټیز عمل کوی او امریکا نشی کولای چې د پاکستان د دغو کړنو مخه ونیسی؛ مګر دا چې پاکستان ته ډېر لوی امتیازات ورکړی.
نوموړی په دې باور دی، چې امریکا ځکه د افغانستان له امنیتی جوړښتونو سره ځکه مرسته نشی کولای، چې دوی هم وېره ترې لری او هېڅ هېواد نه غواړی یو هېواد تر هغې پیاوړی او په خپلو پښو ودروی، چې د مرسته کوونکی هېواد ګټو ته ترې ګواښ پېښېږی. هغه وایی، فکر کوی امریکا افغانستان په یوه نیمه ژوندی حالت کې ساتی، روان کړکېچ پای ته نه رسوی، افغانستان به هم له اوسنی وخته لږ څه په قوی دریځ کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وی، غواړی افغانستان په هر قیمت امریکا ته اړ وی او له دې لارې په سیمه کې خپل شتون اوږد کړی.
ښاغلی لېوال زیاتوی، چې په اوسنیو سیاستونو کې اخلاقی مکلفیتونه نشته او هر څوک یوازې او یوازې خپلو ګټو ته ژمن دی، چې له نورو هېوادونو سره مرسته کوی او که امریکا په افغانستان کې له خپل حضوره ډاډه نشی او په افغانستان کې خپلې ګټې ونشی لیدای، یو سینټ به هم له افغانستان سره مرسته ونه کړی.
د ده په وینا، که چېرې امریکا له افغانستانه وشړو او بیا هم دا تمه ولرو، چې له افغانستان سره به مرسته وکړی، دا ناممکنه ده.
په همدې حال کې د سیاسی چارو شننونکی عبدالهادی میران وایی، چې له امریکا سره د افغانستان د امنیتی تړون لاسلیکول د افغانستان په ګټه دی.
هغه زیاتوی، د دې تړون د لاسلیک لپاره د دواړو خواوو په نظرونو کې تفاوت شتون لری.
نوموړی وویل، که چېرې دا تړون لاسلیک شی افغانستان به یو نړیوال پیاوړی پوځی ملاتړی پیدا کړی او له بلې خوا دغه تړون د امریکا په ګټه هم دی.
ښاغلی میران په دې باور دی، چې د امنیتی تړون د لاسلیک پر سر د دواړو هېوادونو تر منځ اختلافونه د ځینو شخصی غوښتنو او ګټو له امله رامنځته شوی دی.
دی وایی، ارګ د خپلو رسمی غوښتنو تر شا ځینې شخصی غوښتنې هم لری، لکه د ټاکنو، د افغانستان د راتلونکی او ځینو نورو مسایلو په اړه، چې امریکا یې منلو ته چمتو نه ده.
د ده په وینا، راتلونکې ټاکنې پر امنیتی تړون د اختلافونو یوه برخه ده او دا چې ولسمشر کرزی د دې تړون پر سر د پرېکړې او مشورې لپاره لویه جرګه را غواړی دا یوه اضافی او غیر قانونی کړنه ده.
د سیاسی چارو دغه شنناندی زیاته کړه، چې د لویې جرګې غړی سیاسی متخصصین نه دی او نشی کولای د دې تړون لپاره دقیقه پرېکړه او سلا وکړی.
هغه وویل، که څه هم چې د یرغل د تعریف مساله د ولسمشر کرزی او امریکایی وزیر جان کېری ترمنځ په خبرو کې حل شوې؛ خو د قضایی مصوونیت او نور مسایل لا پاتې دی.
دی وایی، دغه راز د دې ترڅنګ په ځینو شخصی مسایلو هم اختلاف روان دی، لکه شخصی امتیاز اخیستو، چې د افغانستان لوری غواړی نړۍ او امریکا ترېنه په راتلونکیو ټاکنو، د افغانستان په اینده په ځانګړی ډول د واک په برخه کې سیاسی ملاتړ وکړی، حتی تر دې چې ولسمشر د ځان لپاره هم ترېنه قضایی مصوونیت غواړی.
موږ هڅه وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ ځواب هم ترلاسه کړو خو په وار وار ټېلیفون کولو سره مو چا ټېلفون را ځواب نه کړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.