شننونکی: په ترکیه کې طالبانو ته سیاسی دفتر پرانیستل کېږی

/

په داسې حال کې چې نن د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې اومه درې اړخیزه ناسته کېږی، یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې په دې غونډه کې د نورو ترڅنګ مهمه خبره په ترکیه کې د طالبانو لپاره د یوه دفتر پرانستل وی.
همدارنګه کارپوهان وایی، که چېرې د افغان حکومت اسناد او مدارک ښیی چې پر اسدالله خالد په برید کې پاکستان دخیل دی نو له دغه هېواده د وضاحت غوښتو پر ځای دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته دې مراجعه وکړی.
د سیاسی چارو شننونکی احمدسعیدی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې د افغانستان، ترکیې او پاکستان دغه درې اړخیزه له تېرو شپږو هغو سره توپیر لری.
هغه وویل، پنځه کاله وړاندې چې په پاکستان کې پرویز مشرف په واک کې و د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې وې او ترکیې وکولای شول، چې د دغسې غونډو په کولو سره د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړی.
نوموړی زیاته کړه، اوس هم ترکیه او پاکستان د انګلیسانو په اشاره غواړی، چې په ترکیه کې طالبانو ته یو دفتر پرانیزی، چې په سر کې به یې ملااغاجان معتصم او وروسته به ملا برادر ځای پر ځای شی.
ښاغلی سعیدی وایی، په دغه کار سره هڅه کوی، چې د قطر پروسې تر څنګ بل دفتر پرانیزی او د طالبانو په منځ کې یو درز پیدا کړی، د دې لپاره چې د پاکستان لاس بر وی او دا د پاکستان په ګټه ده.
دغه سیاسی شناند زیاتوی، د دې غونډې اساسی اجنډا دا ده چې په ترکیه کې طالبانو ته دفتر پرانیزی.
همدارنګه ښاغلی سعیدی وایی، ولسمشر کرزی به په دې غونډه کې پر اسدالله خالد د برید په اړه هم له پاکستانه وضاحت وغواړی؛ خو پاکستان به هغه ډول چې د استاد ربانی د دوسیې په اړه یې د همکارۍ ژمنه کړې په دې دوسیه کې هم د همکارۍ ژمنه وکړی او دا همکارۍ به شلو کلونو ته ورسېږی خو کومه پایله به ورنه کړی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی محمود صیقل وایی،  چې دغه غونډه د ترکیې په منځګړیتوب تر سره کېږی واو ترکیه غواړی، هغه ډول چې د نورو هېوادونو ترمنځ د منځګړی رول لوبوی د افغانستان د ستونزې په حل کې هم یو ښه رول ترسره کړی.
هغه وایی، د دغو غونډو کار اوږدمهال دی او په تېرو شپږو غونډو کې تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور رامنځته کونې په ځانګړی ډول په امنیتی، برخه کې هلې ځلې کړی دی.
د نوموړی په وینا، په سیمه کې دمګړۍ د ډیالوګ او تفاهم څو محورونه شتون لری، لکه د روسیې، تاجکستان، افغانستان او پاکستان، همدارنګه د افغانستان، ایران او پاکستان او د هند، امریکا او افغانستان محورونه.
د ښاغلی صیقل په خبره د دغو محورونو تر څنګ بل د ډیالوګ او تفاهم محور هغه د ترکیې، افغانستان او پاکستان ترمنځ دی چې نن یې اومه غونډه کېږی.
نوموړی وایی، دغه محور لامل شوی چې د افغانستان په اړه یوشمېر سیمه ییز غونډې په ترکیه کې ترسره شی، چې نومیالۍ هغه یې د استانبول پروسه ده، چې تر ډېره د نړیوالې ټولنې او د سیمه ییزو هېوادونو له ملاتړ برخمنه ده.
هغه زیاتوی، چې په نننۍ غونډه کې به تر ډېره په امنیتی مسایلو خبرې وشی او هغه هڅې چې شوی د هغو په منسجم کولو به بحث وشی.
محمود صیقل و ایی، چې د افغان حکومت مخالفې وسله والې ډلې تر ډېره د پاکستان د څارګرې ادارې په غېږه کې دی او دا ډېره مهه ده او مهمه وه، چې افغان لوری له پاکستان سره مخامخ خبرې وکړی.
نوموړی وایی، په تاسف سره چې ښاغلی کرزی د مصالحې د بحث په رامنځته کولو سره مسله کورنۍ کړه او په ۲۰۱۰ کال کې چې درې سترې غونډې شوې، د لندن کنفرانس، کابل کنفرانس او د سولې مشورتی غونډه په دغو ټولو کې حکومت داسې دریځ غوره کړی، چې ستونزه د افغانستان کورنۍ ستونزه وښیی.
هغه زیاتوی، حکومت روښانه کړه چې یوشمېر ورونه یې ترې ناراضه شوی او هڅه کوی، چې هغوی بېرته راضی کړی.
دی وایی، حکومت ته مهم وه، چې په وار وار یې له پاکستان سره خبرې کړې وې او ترې یې پوښتلی وای، چې په افغانستان کې یې د جګړې نه موخه څه ده.
هغه وایی، د حکومت لپاره نن یوه ښه موقع ده، که یې په دې مسایلو کار کړی وی، چې له پاکستانیو چارواکیو سره یې مخامخ شریک کړی او خبرې پرې وکړی.
دغه سیاسی شنناندی زیاتوی، په کار ده چې په دې غونډه کې د پاکستان له امنیتی ارګانونو سره هم مخامخ جدی خبرې وشی او د سولې خبرې کومې پایلې ته نه رسېږی، ځکه پاکستان غواړی، چې د هغوی له لاسبردونو سره تفاهم ته ورسېږو نه له هغوی سره.
ښاغلی صیقل وایی، مخکینیو جریاناتو په کتو سره فکر نه کوی، چې پاکستان به د ملی امنیت پر رییس د برید په برخه کې مرسته وکړی، تر یوه لنډمهاله به د مرستو ژمنې وکړی، خو په عمل کې به هېڅ هم ونه کړی.
هغه زیاتوی، د دې پر ځای چې په دې برخه کې له پاکستان نه مرسته وغواړو، ټول اسناد او شواهد چې شته هغه وګورو او که په کې د پاکستان لاس لرل تاییدو په کار ده، چې هغه یوسو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته او په دې سازمان کې د افغانستان استازی دې خپله یوه شکایت پاڼه امنیت شورا ته وسپاری، چې په دې برخه کې اقدام وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :