عدلیې وزارت: یو شمېر رامنځته شوی ګوندونه او خوځښتونه راجسټر شوی نه دی

/

mandegar-3د افغانستان د عدلیی وزارت وایی، یو شمېر ګوندونه او خوځښتونه چې ګرم فعالیتونه تر سره کوی راجسټر نه دی او وایی چې یادو ګوندونو او د خلکو خوځښتونو ته وخت ورکړل شوی تر څو خپل موجودیت رسمی کړی.
د عدلیې وزارت وایی، ځینې ډلو چې له ځینو پېښو وروسته پیدا شوی ژر په راجسټر کېدو اقدام کړی خو ځینې نورې بیا له ثبت کېدو پرته فعالیت کوی.
د یاد وزارت ویاند امان ریاضت وایی چې د افغانستان قوانین په دې اړه ښه وضاحت لری.
نوموړی زیاته کړه: “د قانون حکم داسې دی، هر کله چې یو بنسټ، ټولنیز سازمان خپل شرایط چې ورته ټاکل شوی پوره کړی نو د عدلیې وزارت ته باید راشی او چې ثبت یې کړو، هغه خوځښتونه او بنسټونه چې تاسې یې نوم اخلی تر اوسه یې مراجعه نه ده کړې.”
په هېواد کې د ناامنیو څپو له زیاتېدو سره یو شمېر مدنی فعالانو ته ښه فرصت په لاس ورغی چې سره یوځای شی او د هغه څه په اړه چې دوی یې د خلکو غږ بولی د حکومت پر وړاندې ودرېږی.
د روښنایی غورځنګ، د ملی نوین جبهه، د ختیځو قومونو شورا، د بدلون لپاره پاڅون، د ګذار خوځښت، د افغانستان د خلکو ملی محور د هغو حرکتونو نومونه دی چې په وروستیو میاشتو کې جوړ شوی دی.
د ګذار په نوم د خلکو د خوځښت اجرائیوی رئیس فهیم فطرت دغو اندېښنو ته په ځواب کې وایی چې د حرکتونو او خوځښتونو د جوړېدو هدف د عدالت ټینګښت دی نه له هغه زیات څه.
ښاغلی فطرت منی چې یو شمېر دا ډلې راجسټر شوی نه دی خو په باور یې دا ډول خوځښتونه دوامداره نه وی نو ځکه یې د ثبت کېدو اړتیا نشته.
نوموړی زیاته کړه: “د خلکو غورځنګونه او مدنی حرکتونه چې د وخت د یوې پېښې په اړه جوړېږی راجسټر کېدو ته اړتیا نه لری او نه هم دوی دا کار کوی، ځکه چې سازمانونه باید د یوه جوړښت شاهد وی، خو د خلکو بنسټونه لکه د نوم نه یې چې روښانه ده د مشرتابه کوم خاص سیسټم نه لری د خلکو له خوا جوړېږی او د همدوی لخوا رهبری کېږی.”
نوموړی ټینګار کوی تر هغې چې د خلکو غوښتنې پوره او ټولنیز عدالت ټینګ نه شی خپل خوځښتونه به ونه دروی.
د حقوقی چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایی، د خلکو خوځښتونه چې کله له یوه حرکت څخه یې فعالیتونه پراخېږی د یوې ډلې نوم پر ځان اېږدی نو د راجسټر کېدو اړتیا یې ده.
د حقوقی چارو کارپوه کبیر رنجبر په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: “د افغانستان د ټولو خلکو طبیعی حق دی چې غورځنګ، ګوند او سازمانونه جوړ کړی، خو هغه لقبونه چې دوی یې ټاکی په حقوقی شخصیت بدلېږی او وظیفه یې همدا ده چې ځانونه قانونمند کړی تر څو ځواب ورکونکی وی.”
له دې ټولو سره ډلې، ګوندونه او د خلکو خوځښتونه وایی، د دوی فعالیت په هېواد کې د امنیت او ټولنیز عدالت د ټینګښت لپاره دی او د دغه هدف لپاره هرو مرو خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
خو هغه څه چې په دې اړه یې اندېښنې لا ډېرې کړی د دغو ډلو ټپلو څخه په بېلابېلو رنګونو ګټه اخیستنه ده.
د عدلیې وزارت د اندېښنو ور ها خوا یو شمېر خوځښتونه د عامو خلکو تر انتقاد لاندې هم راغلی او د فعالیتونو په اړه یې غبرګونونه لری.
رحمت الله په دې اړه ازادی راډیو ته وویل په وروستیو کې جوړ شوی خوځښتونه تر ډېره د خپلو شخصی ګټو او جیبونو په فکر کې دی نه د دې چې د عامو خلکو غم وخوری.
نوموړی زیاته کړه: “دوی د ملت په خدمت کې نه دی دوی چې کله هم خپلې ګټې په خطر کې وینی ودرېږی، حرکت کوی او ائتلافونه جوړوی موږ ترې څه ګټه نه ده لیدلې.”
د کابل یو بل اوسېدونکی ولی محمد وایی، د ستونزو او انتخاباتو په وخت کې تل د ائتلافونو، ګوندونو او ډلو شاهد وی خو تر ډېره یې احساس دا وی چې دا ټول د خپلو ګټو لپاره فعالیت کوی.
خو ایا رښتیا هم همداسې ده؟
کارپوه ودیر صافی وایی چې دا له حقیقته لېرې خبره نه ده چې د دغو ټولنو په منځ کې ځینې کسان په دولت د فشار او عدالت ټینګښت پر ځای شخصی ګټو ته لومړیتوب ورکوی.
ښاغلی صافی په دې باور دی چې د دومره ډېرو ګوندونو، ټولنو او خوځښتونو سره سره د د افغانستان راتلونکی روښانه نه دی ځکه چې دوی نه دی توانېدلی د عدالت د ټینګښټ لپاره اغېزمن څه وکړی.
نوموړی زیاته کړه: “که دا انتقاد وکړو چې دوی شخصی ملحوظات لری او فعالیت یې نه دی کړی هم ویلای شو ځکه لیدل کېږی چې هېڅ چا هم په دې هېواد کې کار نه دی کړی هغه ګوندونه چې له حکومت سره دی هیڅ څه یې نه دی کړی او هره ورځ کار په خرابېدو دی.”
د ودیر صافی په بارو که د خلکو ټولنې، خوځښتونه او ګوندونه قانونی او حرکات یې د خلکو د غوښتنو سره سم پر مخ ولاړ نه شی افغانستان به له نویو ستونزو سره مخ شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.