فیض‌الله ذکی: د تېـرو کلونـو په پرتـله سـږ کـال د اوزګـارتیا کچـه راټیټـه شـوې

/

mandegarد افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، د تېرو کلونو په پرتله‌یې سږ کال د اوزګارتیا کچه راټیټه کړې.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، متحده عربی اماراتو ته په قانونی ډول د افغان کارګرو لېږل، د خصوصی سکټور د پیاوړتیا لپاره د کاری زمینې برابرول، حرفوی او فنی زده‌کړې د کاری زمینو د برابرولو په برخه کې د دغه وزارت مهم اقدامات دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکی د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۱» د ۱۳۹۷ مالی کال د لاسته راوړنو د وړاندې کولو پر مهال وویل چې دغه وزارت د کورنیو او بهرنیو ادارو په همکارۍ توانېدلی چې په روان کال کې کاری فرصتونه زیات کړی.
ده زیاته کړه: «د کاری زمینو د برابرولو لپاره بودجه په ښه توګه ترتیب شوې ده، یعنې هره هغه پروژه چې بودجه نه‌شی لګولی، نورو پروژو ته ورکول کېږی، په همدې اساس سږ کال د کار موندنې فرصتونه ډېر شوی او د کار ملی پالېسی او د کارګرانو د لېږلو ملی ستراتېژی جوړې شوی او په ماشومانو د کار د منعې ستراتېژی هم وروستۍ شوې ده، یعنې د کارګرانو د حقوقی شرایطو د ښه‌والی لپاره مهم کارونه ترسره شوی دی.»
ښاغلی ذکی وویل، په روان کال کې د فنی او حرفوی زده‌کړو د ملی ادارې په جوړولو سره په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۵ زرو زیات کسان د حرفوی زده‌کړې په برخه کې روزل شوی دی.
په دغه ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر وویل، په ۱۳۹۷ مالی کال کې د ۹۷ سلنې عادی بودجې او ۱۹،۱۵ سلنه پرمختیایی بودجې لګول ښیی چې د کار موندنې په برخه کې اقدامات زیات شوی دی.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت په داسې حال کې د کاری زمینو د برابرولو خبره کوی چې اوس‌مهال د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان له بې‌کارۍ ځورېږی.
له دې وړاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت هم ویلی چې نږدې یو میلیون لوستی ځوانان بې‌کاره دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د کارګرانو ټولنې رئیس معروف قادری که څه هم د دغه وزارت له اقداماتو هرکلی کوی، خو وایی چې د بې‌کارۍ د کچې د راټیټولو لپاره باید لا نور اقدامات وشی.
نوموړی وویل: «تاسې په دې پوهېږئ چې د اوزګارو کسانو شمېره زیاته ده او په دې کې لوستی ځوانان هم ډېر دی، خو هغه څه چې موږ هیله لرو، تر اوسه پورې ترسره شوی نه‌دی، زموږ غوښتنه دا ده چې په کلنی ډول یو تر یو نیم میلیونه پورې کاری فرصتونه برابر شی، څو په راتلونکو کلونو کې د کمو اوزګارو کسانو شاهدان واوسو.»
ښاغلی قادری وویل، په کلنی ډول د کار په شرایطو برابر څلور لکه ځوانان د اوزګارو کسانو په ډله کې شاملېږی چې له دې امله ډېری ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.