محمودصیقل: افراطیت په ظاهره ترهګری؛ خو په باطن کې سیاسی پروژه ده

/

په داسې حال کې چې ولسمشر کرزی په قطر کې د اسلامی نړۍ او امریکا د اړیکو په اړه جوړ شوی کنفرانس ته په وینا کې ویلی، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې له امله جګړه پراخه شوې یوشمېر سیاسی شننونکی وایی، چې د ولسمشر دغه خبرې له حقیقت سره سمې دی.
هغوی دغه راز وایی، چې په نړۍ واله کچه د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړلو ته پاملرنه کمه شوې ده.
د سیاسی چارو شننونکی محمود صیقل ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې تر یوې کچې په نړیواله کچه د ترهګرۍ ریښو ته پاملرنه کمه شوې ده.
هغه وایی، د دې کار یو اصلی لامل د فلسطین او اسلامی نړۍ مسایل دی. د دې پر ځای چې د فلسطین او اسلامی نړۍ ستونزې کمې شی، پر خپل ځای پاتې کېږی او د ترهګرۍ د ریښو له منځه وړلو ته پاملرنه کمه شوې ده.
ښاغلی صیقل زیاتوی، په سیمه کې د ترهګری او افراطیت ریښې د پاکستان له ستراتېژیکو موخو سره تړلې ده.
نوموړی وایی، که څه هم چې په ښکاره ترهګری ویل کېږی؛ خو په باطن کې دا یوه سیاسی پروژه ده، چې د پاکستان له سیاسی اهدافو سره غوټه شوې ده.
د ده په خبره، په دې وروستیو کې له تاوتریخوالی نه د سیاسی اهدافو لپاره د ګټې اخیستنې ذهنیت په یوشمېر پوځیانو کې بدل شوی دی؛ خو په یوشمېر نورو پرېکړه نیوونکیو کې لا دا ذهنیت پر خپل ځای دی.
ښاغلی محمود صیقل زیاتوی، دا چې ولسمشر کرزی وایی، جګړه له ترهګرۍ سره د مبارزې له امله ډېره شوې یو واقعیت دی.
د هغه په وینا، دا چې ولسمشر کرزی ویلی، چې د اسراییلو له منځه وړل نه غواړی؛ خو فلسطین هم باید یو ازاد هېواد وی، هدف یې د ترهګرۍ له منځه وړل دی.
دی وایی، یوشمېر مسلمانانو له دې امله تاوتریخوالی ته مخ واړاوه، چې هغوی له ټولو ممکنو مدنی لارو خپل غږ پورته کړ؛ خو غږ یې چا وانه ورېده او اړ شول، چې تاوتریخوالی ته مخه کړی.
ښاغلی صیقل زیاته کړه، خو ولسمشر کرزی په داسې مهال دا خبرې په دې کنفرانس کې کوی، چې په کور دننه دی هم مدنی حرکتونو، د مدنی ټولنو، سیاسی ګوندونو او اپوزیسیون غوښتنو ته غوږ نه ږدی او ځواب ونه ورکوی.
نوموړی وایی، وېره شته چې خپله ولسمشر کرزی د دې لامل شی، چې یوشمېر کسان د خپلو سیاسی اهدافو د پلی کېدا لپاره تاوتریخوالی ته مخه کړی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی استاد حمیدالله فاروقی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په دې کې شک نشته چې په سیمه او نړۍ کې جګړه او ترهګری پراخه شوې ده.
دی وایی، د افغانانو لپاره د دې بحث اهمیت او ثقل په افغانستان کې دی، ځکه چې افغانان په تېرو دریو لسیزو کې د همدغو افراطی ډلو د اهدافو قربانی دی، چې دولس کاله وړاندې د یوولسم د سپټمبر د پېښې په پایله کې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د راتللو سبب شول.
نوموړی زیاته کړه، حامد کرزی باید دافغانستان د ولسمشر په توګه باید پر هغو فشارونو او ګواښوونو چې په سیمه کې شته او زموږ مقدسات، زموږ خلک او بنسټونه یې له تباهۍ سره مخ کړی دی، ټینګار وکړی.
ښاغلی فاروقی وایی، دا چې په نوره نړۍ کې دغه ډول بحثون موجود وی، هغه د نړیوال روند یا د مشخصو هېوادونو، د یا د خاصو اېډیالوژیو، تفکراتو او نظامونونو په مقابل کې موجود دی.
د ده په خبره، افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهګرۍ د شته مرکزونو له لارې له فشار سره مخ دی، او هره ورځ قربانی ورکوی، نو دا د افغان ولسمشر او سیاستوالو مسوولیت دی چې نړیوال وهڅوی، چې خپل پام افغانستان ته واړوی او په افغانستان کې کار وکړی.
د دغه سیاسی شنناند په اند، د دې پر ځای چې موږ دنیا ته وښیو چې ترهګری کوم ځای کې ده، په کار ده چې د نړیوالو پام په ګاونډیو هېوادونو کې د ترهرګرۍ مرکزونو، د تجهیز او تمرین پنډغالو ته واړوو او تاکید پرې وکړو.
هغه وایی، هر چېرې چې د نړۍ د ګټو پر وړاندې څوک ګواښ پېښ کړی او یا ترې ابزاری ګټه پورته کوی، دنیا د دې وړتیا چې د خپلو ګټو پر وړاندې را پورته شی او دفاع ترې وکړی.
ښاغلی حمیدالله فاروقی وویل، په تاسف سره چې افغانانو دا وړتیا له لاسه ورکړې، له یوې خوا هغه اراده شتون نه لری، له بلې خوا دغو مصلحتونو او هغو ذمنی او سلیقوی برخوردونو له امله له دې بحثونونه لرې شوی دی.
دی زیاتوی، دغه راز له هغو نړیوالو ځواکونو سره چې په افغانستان کې مېشت دی د خپلو ذوقی اختلافونو له امله دې مسایلو ته نور ابعاد ورکړی او بحثونه مو شاته غورځوی او خدای مکړه یو ځل بیا دا زمینې برابروو، چې د دنیا افکار نورو خواو ته واوړی.
نوموړی وایی، د ولسمشر دا خبرې چې فلسطین دې یو خپلواک هېواد شی او د اسراییلو له منځه وړل نه غواړی په داسې یوه غونډه کې چې امریکا او اسلامی نړۍ په کې شتون لری، له یوې سیاسی الې نه ګټه اخیستل دی؛ خو د افغانستان اوسنیو شرایطو او وضعیت په کتو سره دغه سیاسی ابزار د افغانستان په ګټه نه دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.