مسلمیار: تمه ده پر پاکستان د امریکا فشار افغان سولې ته زمینه برابره کړی

یک شنبه 1 اسد 1396/

mandegar-3د افغانستان د مشرانو جرګې مشر د امریکا له دې اقدامه هرکلی کړی چې له پاکستان سره یې د پوځې مرستې پنځوس میلیونه ډالره ستانه کړی دی.
فضل الهادی مسلمیار د شنبې په ورځ له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر پاکستان د امریکا فشارونه نور هم زیات شی.
ښاغلی مسلمیار زاته کړه: “په نسبی توګه یې زه هرکلی کوم، خو ښه به دا وای چې فشارونه نور هم جدی شوی وای ځکه دا ډول فشارونه او ژمنې پخوا هم ترسره شوی، خو په عمل کې یې نتیجه بېرته منفی شوې، خدای دې وکړی چې د دې فشار نتیجه مثبته وی او د دې لامل شی چې په سیمه او په ځانګړی ډول په افغانستان کې جنګ ختم او سولې ته زمینه برابره شی.”
د مشرانو جرګې مشر له هغې وروسته دا څرګندونې کوی چې تازه پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت پاکستان ته د ۲۰۱۶ کال له پوځی مرستې پنځوس میلیونه ډالر ستانه کړی دی.
دغه اقدام وروسته له هغې کېږی چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د امریکا کانګرس ته ویلی چې پاکستان د حقانی شبکې پر وړاندې کافی اقدامات نه دی کړی.
د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ادم سټمپ رویټرز خبری اژانس ته دغه مسئله تائید کړې ده.
رویټرز خبری اژانس دغه شان د ادم سټمپ له قوله ویلی چې د امریکا له لورې د پاکستان د مرستې د یوې برخې ستنېدل د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو جوړېدونکې ستراتیژۍ پورې اړه نه لری.
ټاکل شوې وه چې پاکستان په ۲۰۱۶ میلادی کال کې له امریکا څخه ۹۰۰ میلیونه ډالره پوځې مرستې ترلاسه کړی، که څه هم د یادې مرستې ډېره برخه پاکستان ته ورکړل شوې خو د پنټاګون د نوې پریکړې له مخې به له یادې مرستې پیسو ۵۰ میلیونه ډالره ستانه شی.
د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال هم پاکستان ته له پوځې مرستې درې سوه میلیونه ډالر مرسته ستنه کړې وه.
د امریکا متحده ایالات د ائتلاف د ملاتړ په نوم د مرستې یو صندوق لری چې له مخې یې له هغو هېوادونو سره مالی مرستې کوی کوم چې د ترهګرو پرضد عملیات کوی.
د راپورونو له مخې پاکستان هغه هېواد دی چې هر کال د امریکا له ائتلاف څخه د ملاتړ له بودجې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې مرستې ترلاسه کوی.
له دې ټولو سره ـ سره د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقی وایی امریکا باید له پاکستانه پوښتنه وکړی چې ولې د ترهګرۍ خلاف اغیزمن ګامونه نه پورته کوی.
ښاغلی صدیقی زیاته کړه:
“پاکستانیانو سره باید هیڅ مرستې ونشی بلکې له دوی څخه باید پوښتنه وشی چې ولې له هغو ډلو سره چې په افغان جګړه کې ښکیلې دی مرستې کوی او زمینه ورته برابروی ځکه دغه ډلې د افغانانو او حتا د امریکایانو په وژنه کې لاس لری.”

د سیاسی چارو کارپوه بشیر هاتف وایی د پاکستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت اقدام پر دغه هېواد د نورو نړیوالو بندیزونو لپاره ښه پیلامه کېدای شی.
د ښاغلی هاتف په خبره پاکستان ته د امریکا له لورې د پوځی مرستو نه ورکړه به نه یوازې پر پاکستان نړیوالو ته فشارونو ته لاړ هواره کړی بلکې په کور دننه به هم د پاکستان حکومت له ننګونو سره مخ کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.