مشرانو جرګه: محقق باید له ولس نه بخښنه وغواړی او حکومت دې سزا ورکړی

چهار شنبه 8 قوس 1396/

mandegar-3د افغاستان د مشرانو جرګې رئیس وایی، حکومت باید د محمد محقق د څرګندونو په وړاندې چپ پاتې نه‌شی او نوموړی ته سزا ورکړی.
په تهران کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د څرګندونو د غبرګونونو په دوام د مشرانو جرګې رئیس وایی، د ملت په وړاندې درېدل او د بدبختیو رامنځته کول، ملی خیانت دی.
فضل‌الهادی مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» د مشرانو جرګې په عمومی غونډه کې، په تهران کې د محمد محقق څرګندونې د شرم وړ وبللې او پر حکومت‌یې غږ وکړ چې د یادې مسئلې په اړه چپ پاتې نه‌شی.
هغه وویل، افغانان به هېڅکله محمد محقق په ایران کې د هغه د کړو څرګندونو له امله ونه‌بخښی.

نوموړی زیاته کړه:
«د ملت په وړاندې درېدل او د بد بختیو رامنځته کول دا ملی خیانت دی. حتی ګاونډیو هېوادونو له موږ سره غم شریکی نه‌ده کړې، نو دا چې موږ ځوانان ورکړو او هغه د دوی د مذهبی جګړو او یا د نظام د ساتلو قربانی شی هېڅکله به داسې نه‌کېږی. محقق صاحب باید له ولس بخښنه وغواړی او د افغانستان حکومت باید چپ پاتې نه‌شی او سزا ورکړی.»
د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د تېرې شنبې په ورځ د ایران په مرکز تهران کې له لشکر فاطمیون نه چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږی او افغانان هم په‌‌کې دی، مننه وکړه.
نوموړی ویلی، د عراق، سوریې، ایران، افغانستان او د پاکستان په ګډون د ټولو هغو هېوادونو له اتباعو مننه کوی چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.
خو تېره ورځ ښاغلی محقق له ازادی راډیو سره په خبرو کې وویل، د ده هدف له هغه خلکو و چې د داعش پر وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې جنګېږی.
که څه هم جمهوری ریاست په دې اړه څه نه‌وایی، خو تېره ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرته له دې چې د چا نوم واخلی ویلی چې داشان څرګندونې د افغان حکومت استازیتوب نه‌شی کولای.
په ورته وخت کې یو شمېر نورو سناتورانو هم د سې شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې وویل، د ښاغلی محقق څرګندونې په لوی لاس افغانستان ته د پردیو جګړو له انتقال سره مرسته کولای شی.
اخوا یو امریکایی افغانستان پېژندونکی پروفیسور ډېوېډ اېډوارډ وایی افغانستان ته د بهرنیو لانجو راوړل تل د دغه هېواد په زیان تمام شوی دی.
پروفیسور ډېوېډ له ازادی راډیو سره په خبرو کې هیله وښوده چې له سوریې راستنېدونکی جنګیالی افغانستان بې‌ثباته نه‌کړی.
ښاغلی اېډوارډ زیاته کړه:
«د افغانستان اوسنۍ لانجه په ټوله کې په ۱۹۵۰ او شپېتمو کلونو کې هېواد ته د بهرنۍ ایډیالوژۍ د راوړلو نتیجه ده، تل دا اندېښنې او وېره وه چې بهرنی او سیمه‌ییز کړکېچونه که له پاکستانه راځی، له ایران راځی یا له عربی هېوادونو راځی دا نفوذ به افغانستان بدل کړی او په کافی اندازه‌یې تېر وخت کې دا هېواد بدل هم کړ، زه هیله‌مند یم د هغو جنګیالیو په اړه چې د سوریې له جنګه راګرځی یو ځل بیا د ملېشو په شکل فعالې نه‌شی، هغه څه چې افغانستان ته سخت ورانوونکی تمام شوی.»
خو دا چې اوس د افغانستان مشرانو جرګه د ښاغلی محقق د عدلی او قضایی څار غوښتنه کوی، دا موضوع څومره قانونی اړخ درلودلی شی؟
د حقوق پوهانو د ټولنې رئیس اجمل هوډمن‌یې په اړه وایی:
«که چېرته څوک د علنی وسیلې له لارې داسې څرګندونې وکړی چې هغه د افغانستان بهرنی سیاست، بهرنی امنیت، کورنی امنیت او په ځانګړی ډول د افغان دولت ملی او نړیوال حیثیت ته زیان ورسوی، دا جرم دی او تر عدلی څار لاندې نیول کېدای شی.»
د ښاغلی هوډمن په خبره د محمد محقق وروستیو څرګندونو دا وښوده چې د ملی یووالی په حکومت کې راټول شوی بېلابېل اړخونه لاهم د لویو او ملی مسئلو په اړه د نظر توافق نه‌لری او د د دغه وضعیت دوام د حکومت او ولس دواړو په زیان تمامېدلای شی.
راپور: محمد حدیث پردېس/آزادی رادیو

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.