مشرانو جرګې د هېواد پر وروستی امنیتی وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

چهار شنبه 23 حوت 1396/

mandegar-3د افغانستان مشرانو جرګې د هېواد په وروستی امنیتی وضعیت په ځانګړې توګه، د فراه او ارزګان ولایتونو په امنیتی وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.
د پسرلی په رانږدې کېدو سره یو ځل بیا د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوی او وخت ناوخت په دولتی تأسیساتو او امنیتی پوستو حملې کوی.
د افغانستان د مشرانو جرګې غړی د دښمن په مخ پر زیاتېدونکو فعالیتونو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته‌یې وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړی.
د دغې جرګې غړی سناتور ګل احمد اعظمی د سې شنبې د ورځې په عمومی غونډه کې وویل، د وسله‌والو مخالفینو پوځی تاکتیک بدل شوی او د پرمختللو وسلو په درلودلو سره، زیان اړوونکې حملې کوی.
نوموړی زیاته کړه:
«وسله‌وال مخالفین د شپې له‌خوا تهاجمی حملې کوی او تاسې ته بهتره معلومه ده چې د فراه په ولایت کې د دښمن وروستی تحرکات زیات دردوونکی دی.»
دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په شپه وسله‌والو مخالفینو د یوې پراخې حملې په پایله کې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ د یو څه مودې لپاره ونیوله.
د کورنیو چارو وزارت وایی چې په دغې حمله کې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون، ۷ سرتېری وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان دی چې اوس هلته وضعیت تر کنټرول لاندې دی.
په مشرانو جرګه کې د ارزګان سناتور محمد حنیف حنفی وایی چې په دغه ولایت کې د دښمن حملې زیاتې شوی او دا مهال د خاص ارزګان ولسوالۍ د طالبانو له لوری تر محاصرې لاندې ده.
ښاغلی حنفی وویل:
«د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې دښمن په یو کېلو مترۍ کې دی، د ولسوالۍ شااوخوا په بشپړه توګه محاصره ده، درې شپې کېږی چې سخته جګړه روانه ده، موږ چې په کابل کې له چارواکو سره تماس نیسو، موږ ته ځواب نه‌راکوی.»
ښاغلی حنفی زیاتوی، که په خپل وخت د ولسوالۍ د ژغورلو لپاره اقدام ونه‌شی، نو د خاص ارزګان ولسوالی به هم د انار درې د ولسوالۍ له برخلیک سره مخ شی.
له دغو اندېښنو وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادی مسلمیار له حکومته وغوښتل چې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ عملیات پیل کړی.
ښاغلی مسلمیار وویل:
«وروستۍ پېښې غندو، په امنیتی مسؤلینو غږ کوو چې د ولس توقع تاسې ته ده، د دوی امنیت ته جدی پاملرنه وکړئ، څو خلک هوسا ژوند وکړی او تاسې یې پر وړاندې مسؤلیت ادا کړئ.»
له دې ټولو سره د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمی ازادی راډیو ته وویل چې هغه سیمې په نښه شوی، په کومو کې چې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوی دی.
د ښاغلی رحیمی په خبره:
«تاسې او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوو چې ټولې هغه سیمې چې دښمن په‌کې فعالیت کوی، په هغو ځایونو باندې به امنیتی، دفاعی او هوایی ځواکونه په ګډه غښتلی عملیات کوی.»
ښاغلی رحیمی زیاتوی چې دا مهال د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره پراخ پوځی عملیات روان دی چې د نوموړی په خبره، وسله‌والو مخالفینو ته په‌کې زیان اوښتی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.