نوروز په پښتنی سیمو کې!

عرفان مومند/ 28 حوت 1392/

mandegar-3افغانستان د نورو دودونو او عنعنو ترڅنګ هر کال د نوروز لرغونی جشن هم په شانداره او ډول ډول مراسمو لمانځی. د نوروز جشن په افغانستان کې خورا لرغونې مخینه لری. د دې جشن مخینه اریایانو او زردشتیانو ته رسېږی. تاریخپوهان وایی، چې د نوروز جشن د لومړی ځل لپاره د لوړو بیرغونو په ښار بخدی یا هم اوسنی بلخ کې د اریایی پاچا یما ( جمشېد ) له لوری لمانځل شوی دی. ځینې تاریخپوهان په دې اند دی، چې د نوروز جشن له ۵۸۳ ـ ۵۸۲ قبل میلاد نه وړاندې هم لمانځل شوې ده. هغه مهال په دغه هېواد کې ( ویدی ) مدنیت خپور و. نوروز له هماغه مهاله تاریخپوهانو په بېلابېلو نومونو لکه نیروز، نو روج ، مهرجان یا مهرګان یاد کړی دی. دغه راز د سره ګل مېله هم د یما باچا د واکمنۍ پر مهال په بلخ یا لرغونې بُخدی کې لمانځل کېده. د نوروز له جشن نه اریایانو او زردشتیانو بېلابېل اندونه درلودل. د جمشېد په زمانه کې نوروز د برکت سمبول ګڼل شوى او پر اهریمن (بدۍ) استازی یې له بری وروسته ویاړ نوروز ته اړوند دى . دا نظر هم ورسره یاد شوی چې د هغه له بریالیتوب وروسته برکت د ځمکې پر مخ غوړېدلی دی.

د نوروز لغوی مانا نوې ورځ ده. خو د نوروز جشن د هغې دودیزې مېلې نوم دی چې هر کال یې له زرګونه کلونو راهیسې هېوادوال د نوی کال په لومړۍ ورځ لمانځی. دا جشن د تاریخ په اوږدو کې په خورا ځانګړو او شانداره مراسمو لمانځل کېده او د هرې سیمې خلکو به ورته ځانګړی دودونه او رواجونه درلود. په ډېرو سیمو کې اوس هم پخوانی دودونه پاتې دی او رواج لری.
پښتنو د تاریخ په اوږدو کې دا دود په خورا جوش او خروش سره لمانځلی دی. د دې ورځې لپاره ځانګړی مراسم، عنعنې، دودونه او رواجونه لری.
د تاری+خ په اوږدو کې د ګندهارا سیمې خلکو له دې جشن نه نمانځنه کړې او دا دود یې تر دا اوسه په ټول هېواد کې ژوندی ساتلی دی. نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، احمدشابابا او له هغه وروسته دورو کې هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترڅ کې نمانځل شوی دی.
احمدشاه بابا د نوروز لمانځلو لپاره په کندهار کې د اڅګزو د قوم مشرانو ته د نوروز نمانځنې لپاره په ارغنداب کې د بابا ولی صیب له زیات څخه نیولې د سردې او مرنجان تر کلی پورې سیمه جلا کړه او ورته یې وویل، چې د نوی کال جشن دې په دې شنه او زړه را ښکونکې سیمه کې ولمانځی، له دې وړاندې هغوی د نوروز نمانځنې لپاره دغه ډول ښکلې سیمه نه درلوده.
دغه سیمه د انارو، زردالو، شفتالو او انګورو په باغونو پوښلې وه، چې ورته له لرو او نېږدې سیمو لکه زابلستان، هلمند، کاکړستان، پشین، کوټې، عبدالله، ګلستان، فراه، روزګان، او یو شمیر نورو سیمو څخه خلک د نوروز جشن راتلل.
مېلې ته راغلو کسانو به په دې شنه سیمه کې خېمې درولې پسونه به یې حلالول، دیګونه به یې پخول او تر ۱۰ ورځو پورې به یې میله کوله خو ځینو څیړونکو بیا دغه موده ۴۰ ورځې هم ښودلې ده. د دې ترڅنګ به موسیقی په لوړو غږ غږېده، خلکو به مېلې کولې، کنسرتونه به کېدل او نښې به ویشتل کېدې. غېږې، پهلوانۍ، خوسی، تیږه اچول، درونه خط او نورې سیمه ییزې لوبو به په دې مېلو کې ګڼ مینه وال لرل.
که څه هم چې د تېرو جګړو له امله دا جشن یو څه زیانمن او د طالبانو پر مهال بند شو؛ ( چې اوس یې هم اغېز شته او یوشمېر دینی عالمان یې ناروا ګڼی، هغه ډول چې طالبانو ناروا باله ) خو خلک یې له تېرو یوولسو کلونو راهیسې بیا نمانځی. اوس د پخوانی مېله ځای پر ځای خلک د نوروز نمانځنې لپاره په کندهار کې په خاکریز ولسوالۍ کې د شاه آغا صیب زیارت ته ورځی چې د کندهار د ښار په ۷۵ کیلومترۍ کې موقعیت لری او د نوموړی زیارت جنډه پورته کېږی.
همدارنګه ځینې خلک د ارغنداو په ولسوالۍ کې د بابا ولی زیارت، د دالې بند او د ابراهیم خلیفه بابا زیارتونو ته هم د نوی د میلو لپاره ورځی خو د نوی کال او نوروز په مناسبت د کندهار په میلو کې یوازې نارینه ګډون کوی او د کندهار د خلکو په منځ کې میلو ته د خپلو فامیلونو بیول رواج نه لری.
په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، زابل، هلمند، روزګان، غزنی، میدان وردګو او ګڼو نورو ولایتونو کې هم خلک په بېلابیلو ډولونو د نوروز لمانځنه کوی. په دې ورځ کوژدن شوی ځوانان خپلې خسرګنۍ ته ورځی، چې کبان او ځلوبۍ له ځانه سره وړی. په ختیزو ولایتونو کې ښځینه او نارینه بیا پارکونو او مېله ځایونو ته ورځی. په ننګرهار کې د سخی صاحب، په لغمان کې د مهترلام او ننګلام صیب زیاتونه د د دغسې جشنونو د لمانځلو لپاره ځانګړی ځایونه دی. ښځې او نر ورځی، زیارت هم کوی، هګۍ جنګوی، تیږه اچوی، ډبېلۍ کوی، غېږه نیسی، خوسی او ګڼې نورې سیمه ییزې لوبې ترسره کوی.
د هرات، فراه او د هېواد د جنوب لودیځې حوزې زیاتره اوسیدونکی له خپلو فامیلونو سره یو ځای شنو ځایونو، لوبغالو او غونډیو ته راوځی. د پسرلی له هوا څخه خوند اخلی، یوه او بل ته د نوی کال په مناسبت مبارکی وایی، میله کوی، سبزی چلو پخوی او په زرغونو ورشوګانو باندې چکر وهی او په ځینو زیارتونو باندې جنډې هم پورته کیږی. په دغو ولایتونو کې خلک اتڼونه کوی، خوښی کوی، ټیکۍ اچوی، په کورنیو کې رنګ رنګ خواړه پخوی، وچې او تازه مېوی تیاروی، یو د بل کور ته ځی، او په سندرو سره د نوروز جشن لمانځی. سږ کال بیا هم په ډېرو ولایتونو کې د نوروز جشن لپاره ځانګړی تدابیر نیول شوی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.