ولــی استـعفاء؟

یک شنبه 30 عقرب 1395/

عبدالباری جهانی د اطلاعات او فرهنگ پخوانی وزیر
کله چی یو څوک یا ورسپارل سوې وظیفه سرته ونه رسولای سی او یا د خپلو پلانونو د عملی کولو په لاره کی خنډونه لیری نه کړای سی. د داسی یوه شخص لپاره ، چی زما غوندی په ناروا د جېبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کولو نیت ونه لری او اولس او ټولنی ته هم د خیر رسولو صلاحیت ورڅخه اخیستل mandegar-3سوی وی نو استعفا لازمه او
شرافتمندانه لاره ده.
زما څخه می نیژدې دوستانو او ملګرو، د ډېره وخته، د استعفا کولو غوښتنه کوله؛ خو ما، په دې تمه چی ګوندی نن یا سبا به کارونه سم سی، او یا زه ګوندی د کارونو په سمېدلو کی یوه لږه اندازه تاثیر ولرم، دا اقدام وځنډاوه. زما څخه د ۲۰۱۵ کال د جنوری په میاشت کی ډاکتر صاحب اشرف غنی وغوښتل چی له هغه سره د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په حیث همکاری وکړم. څرنګه چی ما له ډاکټر صاحب سره د زیات و کم څلوېښتو کالو راهیسی پېژندل او بشپړ یقین می درلود چی هغه به زما له پاکۍ، وطن پالنی، نیمګړی پوهی او نیمګړی انرژی څخه، د هیواد د ښېګڼی لپاره، ګټه واخلی نو د هماغه کال د فبروری په میاشت کی کابل ته راغلم. د اپریل په میاشت کی اولسی جرګې، د کابینې تر ټولو وزیرانو په کمه رایه، وزیر کړم او په سبا سهار می په کار پیل وکړ.
زما لپاره په وزارت کی د کار د پرمخ بېولو لپاره د یوه کاری ټیم د جوړولو اړتیا وه، خو د معینانو، کلتوری آتشو او رییسانو د ټاکلو یا تبدیلولو په برخه کی می اکثره پېشنهادونه ونه منل سول او د وزارت په څه باندی یو نیم کال کی د جمهورریس سره د خصوصی ملاقات کولو او هغه ته د خپلو مشکلاتو ویلو او پېشنهادونو کولو لپاره ایله څلور ځله د نیم نیم ساعت لپاره وخت راکړه سو؛ په داسی حال کی چی د هر ځل لیدلو لپاره می درې تر څلورو میاشتو پوری انتظار وایستی.
جمهورریس پخپله بد سړی نه دی؛ خو هغه ته ټولی فرعی او اصلی ورغلی لاری دهغه د ارګ کارکونکو، د خپلو شخصی غرضونو لپاره، بندی کړی دی. که یو جمهورریس د خپلو وزیرانو د لیدلواو د هغوی د پېشنهادونو یا شکایتونو د اورېدلو لپاره، چی طبیعی خبره ده، د ټوکو او سات تېری لپاره هغه ته نه ورځی، په هفته کی، لږترلږه، یو ځل وخت ونه لری او ټول ملاقاتونه یې د مغرضو غوړه مالانو په لاس کی وی نو له وزیرانو څخه د کارونو او فعالیتونو تمه نه سی کېدلای. دا مشکل د اکثریت وزیرانو لپاره عام دی؛ البته داسی نازولی وزیران او د ارګ ځینی کارکونکی سته چی هغوی په هفته کی دوه درې ځله هم له جمهورریس سره لیدلای سی. د جمهورریس له خوا د یوه وزیر نه لیدل او د ملاقات لپاره په میاشتو معطل کول، او یا له وزیر څخه د سکرټر په وسیله د ایمیل له لاری د ملاقات د علت او موضوع غوښتنه کول نه یوازی د کارونو د ځنډېدلو او پر وخت نه عملی کېدلو علت ګرځی بلکه د یوه وزیر حیثیت ته توهین دی. نه پوهېږم چی د ډاکټر صاحب اشرف غنی په څېر یو هوښیار او عالم اولس مشر څرنګه دې موضوع ته نه متوجه کېږی.
جمهوررییس یا په لوی لاس او یا ښایی د خپلو غوړه مالو سلاکارانو په مشوره، چی ده د خپل جمهوری ریاست په سر کی له هغوی څخه د ژغورل کېدلو خواستونه کول، په ارګ کی دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازی ادارې جوړی کړی دی چی د وزارت ورځنی کارونه یې نه یوازی څو چنده ګران کړی بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی. تر هغه ځایه چی زه معلومات لرم، د نورو اکثرو وزیرانو همدغه حال دی.
زما غوندی یوه وزیر لپاره، چی په ټول ژوند کی یې د یوې ذرې خیانت او اختلاس کولو خوب هم نه وی لیدلی، په دې شرایطو کی کار ته دوام ورکول چندانی ممکنه نه وه. که په وزارت کی لازم کارونه نه وی سوی، چی زه یقین لرم نه به وی سوی، نو اصلی او یوازینی علت یې دا وو چی زما لاسونه په مطلق ډول تړلی ول او د اجرآتو، او د تغییر او تبدیل په برخه کی تقریباً ټول صلاحیتونه یا ارګ او یا د اداری اصلاحاتو فاسدی ادارې راڅخه سلب کړی وه.
دا چی ولی می تر اوسه پوری په دې باره کی څه نه دی ویلی او ولی می خوله په شکایت نه ده خلاصه کړې، یوازینی علت یې دا دی چی یو وزیر د حکومت پر اجرآتو باندی یوازی هغه وخت د انتقاد کولو حق لری چی له حکومت څخه دباندی وی؛ یعنی استعفی یې کړې وی. که می په وروسته کی، په همدې اړه، څه ذهن ته راغلل حتماً به یې درسره شریکوم. د نن لپاره به همدومره بس وی.
حاضر د خدای په امان!

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.