پردۍ غوښتنه، له خپلې حنجرې! حکمتیار د څه په لټه کې دی؟

گزارشگر:عرفان مومند/ 30 دلو 1392 ۲۹ دلو ۱۳۹۲

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامی حزب ویلی، دوی په راتلونکیو ټاکنو کې له قطب الدین هلال نه ملاتړ کوی او وایی، له خپلو پلویانو یې غوښتی چې په ټاکنو کې نوموړی ته رایه ورکړی.
د دغې ډلې د سیاسی چارو مسوول ډاکټر غیرت بهیر پژواک خبری اژانس ته ویلی، د دوی اجرایه شورا وروسته له هغې دغه پرېکړه وکړه، چې کابل ته د اسلامی حزب یوه راغلی پلاوی د خپلو لیدو کتو یو بشپړ لیکلی راپور دې شورا ته وړاندې کړ.mandegar-3
ډاکتر بهیر تېره اونۍ دیوې پلاوۍ په مشرۍ کابل ته راغلى و او دلته یې ځینو سیاسی کړیو سره لیدنې کړې وې.
غیرت بهیر ویلی، چې هلال د ولسمشرۍ په ١١ کاندیدانو کې یواځینی هغه کاندید و، چې د دوى په اصولو برابر و.
په نوموړی په وینا، له هلال پرته نورو کاندیدانو د اسلامی حزب له شرایطو سره د توافق جرأت ونه کړ؛ نو د حزب اسلامی اجرائیه دې وضعیت ته په پام سره دا غوره وګڼله چی د هلال حمایت وشی.
د حزب دا دریځ د څو موضوعاتو ښکارندوی دی. لومړی دا لکه څنګه چې ښکاری اسلامی حزب په څو ډلو وېشل شوی دی. په افغانستان له تېرو دیارلسو کلونو یو حزب اسلامی شتون درلود چې په رسمی ډول ثبت او راجستر دی. د دې ګوند مشر د اقتصاد وزیر عبدالهادی ارغندیوال دی. دغه ډله په ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوی. چې د حزب مرستیال انجینر محمد خان د عبدالله لومړی مرستیال دی.
د دې ترڅنګ د وحیدالله سباوون په مشرۍ د ولسمشر کرزی پلوې بله ډله هم شته چې دمګړۍ یې په ښکاره له کوم نوماند ملاتړ نه دی. ورسره د پکتیا والی جمعه خان همدرد هم د فاروق وردګ او یوشمېر نورو په شمول خپله لاره جلا کړې او په ځان یې د اسلامی حزب درېیمه ډله نوم ایښی دی.
نو ښاغلی حکمتیار په دغو ډلو خپل اغېز او رهبری له لاسه ورکړې ده. هغه په شدت له دې وېره لری چې قطب الدین هلال یې هم لکه دا نورې ډلې له لاسه ونه وځی. نوموړی غواړی له دې منزوی حالته د راوتلو لپاره له هلال ملاتړ وکړی. ځکه په افغانستان کې د اسلامی حزب ټول نفوذ په افغانستان کې په مېشت اسلامی حزب راټول شوی دی. دوی دلته یوه لسیزه کار کړی او هېڅکله نه غواړی چې بیا د سوله ییزو لارو پر ځای وسله والې لارې غوره کړی.
د نوموړی دا دریځ هم د تامل وړ دی، چې یوازې هلال یې په اصولو برابر دی او نورو نوماندو د دوی د شرایطو د منلو جرات نه لری. ایا ښاغلی حکمتیار د نوماندو لپاره کوم اصول او شرایط لری؟ دا هم نه ده معلومه چې هلال ورسره د کومو اصولو منښته کړې ده. که چېرې د ښاغلی حکمتیار اصول وسله واله مبارزه او جګړه وی، نو دا خلکو ته د منلو وړ نه ده. هیڅوک نور په افغانستان کې د جګړې ګمراه کېدونکې لاره نه خوښوی. دغه راز افغان ملت دا هم نه غواړی چې د بهرنیو استخباراتی په شبکو په لمسه او لارښوونه عمل وکړی. له دې پرېکړې دغسې بوی راځی.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامی حزب له لوری په خپره شوې خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوی، په ټاکنو کې د ګډون ترڅنګ حزب اسلامی دې ته تیار دی چې د امریکایی ځواکونو دوتلو او د امنیتی سند د نه لاسلیک په صورت کې له جګړې لاس واخلی.
سرچینې ویلی، دوی ټولو هغو سیاسی ډلو ته چی اسلام ته ژمن او د هېواد استقلال او خپلواکی غواړی ډاډ ورکوی چی په خپل گډ کور متحد افغانستان کې، د ورورولۍ په فضاء کی، د ملی وحدت تر سقف لاندی په ګډ ژوند باورمن ول او دی، او دې ته چمتو دی، هغه څوک د هېواد مشر په توگه ومنی چې افغان مؤمن ملت یې په خپله او د خپلواکۍ په فضاء کی غوره کوی.
خو د حکمتیار په مشرۍ د حزب دغې ډلې ویلی چې په ټاکنو کې د ګډون ترڅنګ ددوی یوه برخه خپل مقاومت ته د پخوا په څېر او تر هغه هم په لازیات قوت او شدت سره دوام ورکوی.
که چېرې ښاغلی حکمتیار او د نظام پر وړاندې د ده مخالفه ډله په افغانستان کې د ورورۍ په فضا کې د ټولو افغانانو ترمنځ ګډ ژوند ته ژمن وای؛ نو په تېرو دیارلسو کلونو کې یې ولې، دغه ژوند ته زړه نه ښه کاوه. ولې یې د جګړې لاره خپلوله؟ که چېرې د حکمتیار په مشرۍ اسلامی حزب د افغان ملت له لوری د غوره شوی مشر منلو ته زړه ښه کاوه نو ولې یې په تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې ګډون نه کاوه. او یا حد اقل په راتلونکیو ټاکنو کې یې ولې برخه نه اخیسته؟ اوس سره له دې چې حزب وایی، په ټاکنو کې برخه اخلی، یوه ډله به یې خپلې وسله والې مبارزې او مخالفت ته هم دوام ورکوی. چې دا دواړه خبرې په خپل منځ کې له تناقض نه ډکې دی. څنګه کېدای شی چې هم په ټاکنو کې برخه واخلی او هم وسله وال مخالفت وکړی؟
خو له دې ښکاری چې ښاغلی حکمتیار یو ځل بیا غواړی لوبه وکړی. داسې لوبه چې ډایرکټران یې د پاکستان استخباراتی شبکه وی. هغه ډول چې په ۱۹۹۲ کلونو کې ښاغلی حکمتیار او د مجاهدینو حکومت پوړاندی وکړ. حکمتیار د سولې پروسه یې خرابه او هېواد یې کورنۍ جګړه کې ښکېل کړ. اوس که د ښاغلی ګلبدین حکمتیار شرط دا وی، چې نړۍ وال ځواکونه دې له افغانستانه ووځی او امنیتی تړون دې لاسلیک نه شی، دا په حقیقت کې د بل چا خبره ده، چې د ښاغلی حکمتیار له حنجرې را وځی. په دې هر څوک پوهېږی او هیچا ته هم د منلو وړ نه دی. چې له افغانستانه نړۍ وال ځواکونه ووځی او ډګر بیا د نویمو کلونو په شان حکمتیار او امثالهم ته پاتې شی، څو بیا هغه نادودې تجربه کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.