پر شېرزی تور څومره سیاسی اړخ لری؟

۱۵ عقرب ۱۳۹۱

د ننګرهار چارواکیو د والسټرېټ ژورنال ورځپاڼې هغه راپور رد کړی او هغه یې سیاسی بللی، چې ویلی ول ننګرهار د اداری فساد پر مرکز بدل شوی دی.
ورځپاڼې د امریکایی چارواکیو د یوه پټ سند له مخې ویلی ول، چې د ننګرهار والی ګل اغا شېرزی د میاشتې څلور میلونه ډالره جېب ته اچوی او دغه ولایت یې په یوه فلج حالت کې ساتلی دی.
والسټریټ ژورنال په دغه راپور کې همدا راز ویلی ول، چې ګل اغا شېرزی له هغه موټرو څخه چې له تورخم نه ننګرهار ته داخلېږی له ګمرکی محصول پرته له زرو نیولی تر اتو زرو افغانیو پورې د ننګرهار د بیارغونې په نوم اخلی او دولتی ځمکې یې هم زور واکو ته د شلو او دېرشو کلونو لپاره په اجاره ورکړی دی.
خو تېره ورځ د ننګرهار د والی ویاند احمدضیا عبدالزی په یوې خبری غونډه کې پر ګل اغا شېرزی لګېدلی تورونه سیاسی وبلل او هغه یې د افغان چارواکیو د شخصیت وژنې لړۍ وبلله.
عبدالزی وویل، چې دې ورځپاڼې له دې وړاندې د شېرزی په اړه ډېر مثبت رپوټونه خپاره کړی خو وروستی هغه یې د سیاسی ستونزو له امله خپور کړی دی.
له دې وړاندې ماندګار ورځپاڼې هم په دې ولایت کې د مافیایی بانډ او په فساد کې د والی د ښکېلتیا په اړه یو رپوټ خپور کړی و، چې د ولایتی شورا غړو او د هغه ولایت اوسېدونکیو ماندګار ته په کې سرټکولی و.
ګل اغا شېرزی له تېرو اوو کلونو راهیسې د ننګرهار د والی په توګه دنده تر سره کوی، چې ډېری وخت د ننګرهاریانو له سختو نیوکو سره د دې لپاره مخ شوی، چې په اداری فساد، قاچاق او د ځمکو په غصب کې ښکېل دی.
که څه هم چې په وار وار ننګرهاریانو او په ولسی جرګه کې د دې  ولایت استازو له حکومت وغوښتل چې نوموړی له دندې لرې کړی او حتی د هغه پر ضد لاریونونه وشول خو تر اوسه هم دغه کار نه دی شوی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.