سه شنبه 18 ثور 1397/
له ناامنۍ وروسته د بېوزلۍ او بېکارۍ لوړه کچه په افغانستان کې هغه جدی ګواښونه دی چې د افغانستان د ملی شورا د غړو جدی اندېښنې یې راپارولې دی.
د مشرانو جرګې اداری پلاوی وایی، بېوزلۍ او بېکارۍ افغانان سخت متأثر کړی او حکومت نهدی توانېدلی چې د دغو پدیدو په وړاندې، لازم پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسی.
د دغې جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غویی ۱۷» ازادی راډیو ته وویل، بېوزلی او بېکاری په افغانستان کې جدی ستونزې دی او مشکلات به نور هم زیات کړی.
دی وایی:
«بېوزلی او بېکاری نېغ په نېغه په ناامنۍ تأثیر کوی او خلک له هېواده بهر ته ځی، په حکومت باندې د خلکو باور، په کاری کړنو یې او د افغانستان پر راتلونکی بېباوری زیاتوی، نو له همدې امله دا موضوع زموږ د جدی اندېښنې وړ ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د احصائیې د مرکزی ادارې د ۱۳۹۵ لمریز کال د راپور له مخې چې د یکشنبې په ورځ خپور شوی، د بېکارۍ کچه ۲۴ په ۱۰۰ کې او د بېوزلۍ کچه ۵۴ ته لوړه شوې ده.
د دغې ادارې په راپور کې دغهشان راغلی، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچه له ۳۸ تر ۵۴ سلنې لوړه شوې او په ۱۰۰ کې ۴۴ افغانان خوراکی خوندیتوب نهلری.
د احصائیې د مرکزی ادارې دا راپور د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۲۱ زره کورنیو سره د مرکو پر اساس چمتو شوی چې پهکې له ۲۴ فیصده اوزګارو، ۴۱ فیصده ښځو او ۱۸ په ۱۰۰ کې نارینهوو سره مرکې شوې دی.
د دې راپور له خپرېدو وروسته، نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلی چې له نیمایی زیات افغانان د بېوزلۍ له کچې لاندې ژوند کوی او په دې اړه جدی اقداماتو ته اړتیا ده.
دغه بانک وایی چې دغه راپور د هغو واقعیتونو یو جدی تصویر دی چې په افغانستان کې موجود او افغانان ورسر لاس او ګرېوان دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وایی، دا راپور به مرسته وکړی چې په بېلابېلو برخو کې لازم اقدامات ترسره شی.
د نوموړی په وینا، که څه هم د بېوزلۍ او بېکارۍ لهمنځه وړل په لنډ مهالی کې امکان نهلری، خو په دې اړه پروګرامونه تر لاس لاندې دی.
نوموړی زیاته کړه:
«موږ باید د اجناسو په تولید تمرکز وکړو، په ځانګړی ډول هغه اجناس چې په هېواد کې یې د تولید امکان وی، باید په داخل کې تولید شی، دا د افغانستان له اقتصادی ودې سره مرسته کوی، کله چې اقتصادی وده ښه شی، د بېوزلۍ او بېکارۍ پر حالت هم تأثیر لری او کېدای شی چې په فیصدۍ کې بدلون راولی او راکمهیې کړی.»
ښاغلی بهمن وایی چې په تېرو څو کلونو کې په زېربنایی برخو او یو شمېر نورو سکټورنو کې مهم کارونه شوی او هڅه کېږی چې د افغانستان اقتصادی وده ۶ سلنه زیاته شی.
په ورته وخت کې د اقتصادی چارو یو شمېر افغان کارپوهان له هغې ډلې تاج محمد اکبر وایی، په ښې حکومتوالۍ، د اقتصادی او پراختیایی پروګرامونو په تطبیق، د کرنې په پیاوړتیا، د تولیداتو په زیاتوالی، د پانګې اچونې په راجلبولو او د فساد په مخنیوی سره کېدای شی، په افغانستان کې د بېوزلۍ او بېکارۍ کچه راښکته او د افغانستان په اقتصادی وده کې ښهوالی راشی.