چارواکی: د موسیقۍ «دوتار» آله د افغانستان کلتوری میراث دی

/

mandegarایران تازه د ملګرو ملتونو سازمان د کلتوری میراثونو څانګې یونسکو کې د موسیقۍ اله دوتار د خپل هېواد د کلتوری میراث په نوم ثبت کړی خو افغانستان ادعا لری، چې د دغه ساز مبدا افغانستان دی.
افغانستان د څو زرکلنې لرغونی تاریخې مخینې په درلودلو سره زیات کلتوری میراثونه لری، چې یوشمېر یې له منځه تللی او ځینې نور یې هم د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معلومات پر بنسټ دغه هېواد له پنځه زره زیات ملموس او غیر ملموس کلتوری میراثونه لری، چې لرغونې سیمې، تاریخی بناوې او بېلا بېلو دودونه ورکې شامل دی.
د دغه وزارت مسولین وایی، چې تراسه توانېدلی چې ۱۷۷۷ کلتوری میراثونه ثبت کړی او له ډلې یې له ۸۰۰ زیات میراثونه لوحه ګذاری شوی.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګی مرستیال رسول باوری ازادی راډیو ته وویل، تراوسه افغانستان توانېدلی، چې یوازې د غور د جام منار د کلتوری میراث او د بامیانو ولایت د کلتوری حوزې په توګه د یونسکو له نړیوال سازمان سره ثبت کړی.
د ښاغلی باوری په خبره دوه نور کلتوری میراثونه چې یو اتڼ ګډا او بله هم اوزلوبه ده مستند شوې څو د افغانستان د غیر ملموسو کلتوری میراثونو په توګه ثبت شی.
هغه زیاته کړه: «مونږ دوه نور اثره کاندید کړی او اسناد مو ورته لېږلی، تمه لرو چې د راتلونکی کال په جلسه کې دغه مطرح شی چې یو ملی اتڼ او بله هم بزکشی یا اوزلوبه ده.»
د اطلاعاتو فرهنګ وزارت فرهنګی مرستیال په یونسکو کې د ایران د فرهنګی میراث په نوم د دوتار موسیقۍ الې د ثبت په اړه وایی، دوی په دې اړه نوموړی سازمان ته لیک استولی او له یونسکو یې غوښتی چې افغانستان د دغه ساز د مبدا په صفت وپیژنی.
دا د موسیقۍ اله په دې ورستیو کې ایران په یونسکو کې په خپل نوم ثبت کړې ده.
ښاغلی باوری زیاتوی چې شاه خوا ۱۶ نور فرهنګی میراثونه هم مستند او دې ته چمتو شوی چې په یونسکو سازمان کې ثبت ته نوماند شی.
نوموړی د کاریزونو د اوبو د ویش سیستم هم د کلتوری میراث په صفت یادوی او وایی، چې دغه کلتوری میراث د یونسکو او جاپان په همکارۍ په دغه سازمان کې د ثبت په هدف مستند شوی.
خو اوس پوښتنه داده چې په یونسکو سازمان کې د کلتوری میراثونو د ثبت معیار څه دی؟
د دغه سازمان د معیارونو له مخې، یو کلتوری میراث باید د انسانی نبوغ او شاهکار ښکارندوی وی او یا په ځانګړی زمان او مکان کې کې د بشری ارزښتونو تبادلې په ګوته کړی، دا میراثونو کې ملموس او غیر ملموس فرهنګی میراثونه شامل دی.
د اندېشه څېړنیز بنسټ موسسې رئیس حسین حیدربیګی ازادی رادیو ته وویل چې افغانستان زیات کلتوری میراثونه لری چې باید په یونسکو سازمان کې ثبت شی خو دولت زیات په روانه جګړه کې ښکېل دی او کلتوری میراثونه ته کم پام شوی دی.
ښاغلی حیدربیګی د هرات د تیموریانو لرغونې تاریخی بناوې، په غزنی کې د غزنویانو د دورې لرغونو بناو او په بامیان، کاپیسا، کابل او بلخ ولایتونو کې لرغونو اثارو ته په اشارې سره وایی، چې دغه لرغونی اثار د حکومت د نه پاملرنې له امله د لمنځه تلو په حال کې دی.
هغه وایی: «د لرغونو اثارو د ثبت او ساتنی په برخه کې زیاتې ستونزې لیدل کېږی، تمه لرو، چې په لومړی قدم کې امنیت ټینګ شی د اثارو د غیر قانونی کندنې او غلا مخه دې ونیول شی او له دې وروسته دې د کلتوری میراثونه د ثبت اداره خپل فعالیت ښه کړی، له یونسکو سازمان سره دې بحث وکړی، زموږ ډېری اثار دې ډول کارونو ته اړتیا لری.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکی وایی، د نوروز دودیزه مېله، د مولانا جلال الدین بلخی مثنوی معنوی هم باید د سیمې د کلتوری میراثقونو په توګه ثبت شی، چې مبدا یې نننی افغانستان دی، او یونسکو باید دا موضوع په پام کې ونیسی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.