کـابل کـې د هوا ککـړوونکو ته د چاپیـریال ساتنـې ادارې خبـرداری

/

mandegarد چاپیریال ساتنې ملی اداره وایی، هغه ښارګوټی چې هوا ککړوی، په یوه اوونۍ کې به ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شی.
د دې ادارې مسوولان وایی، د ښارګوټو او ټولو سوداګریزو مرکزونو مالکان د جدی میاشتې تر شپږمې نېټې وخت لری چې د سون توکو لپاره له تصفیه کونکې الې کار واخلی.
پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا حکومت اړ کړ چې د ستونزې د هواری لپاره لاس په کار شی.
تازه د چاپیریال ساتنې ملی ادارې او کورنیو چارو وزارت سوداګریزو مرکزونو ته د جدی میاشتې تر اتمې نېټې وخت ورکړی چې د سون د غیرمعیاری توکو له کارونې څخه ډډه وکړی.
د چاپیریال ساتنې ملی ادارې د اطلاعاتو مسئولې لیلا سامانی د سه‌شنبې په ورځ (جدی ۳مه) ازادی راډیو ته وویل، که دا مرکزونه د سون توکو د کارونې پر مهال تصفیه کوونکې الې څخه ګټه وا نه خلی، لوړه نقدی جریمه به پرې کړی.
اغلې سامانی وویل: «ټول ښارګوټی او سوداګریز مرکزونه به پلټل کېږی، ځکه دوی معمولا له ډبرو سکرو ګټه اخلی. که دوی له تصفیه کوونکې الې ګټه وا نه خلی، جریمه به شی. کېدای شی هره اوونۍ نقدا ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شی. «
د نوموړی په خبره، د ښارګوټو جریمه د مرکز ګرمیو د شمېر او حمامونه یې د خونو د شمېر له مخې ترسره کېږی او د نورو مرکزونو د جریمو په اړه کار روان دی.
کورنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د ښارګوټو، د خښتو بټیو، حمامونو، د ودونو د صالونونو، تولیدی کارخانو، د سونا حوضونو او نورو سوداګریزو مرکزونو مالکانو ته خبرداری ورکړی، که د سون توکو له غیرمعیاری توکو ګټه واخلی، قانونی چلند به ورسره شی.
کورنیو چارو وزارت دا اعلامیه د جزا کوډ د ۸۰۷ مادې پر بنسټ خپره کړې، په دې ماده کې راغلی: «هر هغه څوک چې د هوا او اوبو ککړونکی مواد وکاروی او دا مواد بیا د ژوندی موجوداتو لپاره مضر وی، د چاپیریال ساتنې پر وړاندې یې جرم کړی او په متوسط بند محکومېږی. «
متوسط بند له یو کال څخه نیولی تر پنځو کلونو پورې دی.
ولسمشر غنی روانه اوونۍ د کابل هوا وژونکې بللې او امر یې کړی، چې د هوا ککړونکی مکلف دی چې د سونګ له معیاری توکو استفاده وکړی او د هوا د ککړتیا د مخنیوی لپاره له تصفیه کوونکو الوو کار واخلی.
د تصیفه کوونکې هر الې قیمت له ۷۰۰۰۰ افغانیو پورته دی.
د چاودنو او ځانمرګو بریدونو تر څنګ، ککړې هوا هم کابل ښاریان اندېښمن کړی دی. دوی وایی، د شپې له خوا اصلا تګ راتګ نه شی کولای.
د کابل یو اوسېدونکی: «شېرافغان شېرزی نومېږم. کابل کې حمامونه اکثرا چرم او هغه توکی سوځوی چې دود تولیدوی. شپه مهال د هوا ککړتیا له کبله هیڅ ځای نه شم تللای او ان ساه نه شم ویستلای، روغتونونه نور له ناروغانو ډک دی.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی: «عبدالشکور اکبرزی یم. چې ککړا هوا تنفسوم، ناروغېږم. له همدې کبله تل له ماسک ګټه اخلم. «
خو د سوداګریزو مرکزونو یو شمېر مالکان وایی، د لوګیو د فلټر الې یې اخیستې او نصب کړې دی:
«نیک محمد یم، ټرافیک څلور لارې کې یو حمام لرم. موږ له ډبرو سکرو ګټه اخلوو، خو فلټر مو نصب کړی. له هغو توکو ګټه نه اخلم چې دود تولیدوی.»
په ورته وخت کې یو شمېر کابل ښاریان وایی، دا سوداګریز مرکزونه د شپې له تیارې په ګټنې سره بیا د سون بې کفیته مواد سوځوی چې هوا ککړوی.
دوی ټینګار کوی چې ښارونو ته باید د بې کیفیته سونګ توکو د واردېدو مخنیوی وشی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.