کندز کې سږکال د قره‌قل پوستکو صادراتو کې کموالی راغلی

/

قره‌قل یو ډول پسونه دی چې له زېږېدو سره سم حلالیږی او پوستکې ترې ویستل کیږی، دغه پوستکی ځکه له وریو زر وېستل کیږی چې ګل یا په پوستکی کې جوړې کرښې خرابې نه شی.
په دغه ولایت کې د قره‌قل پوستکو یو تن سوداګر عبدالباقی ازادی راډیو ته وویل، چې په تېرو کلونو کې له دې ولایت څخه د قره‌قل ۷۰ زره پوستکی صادرېدلی، خو سږکال یوازې ۷ زره د قره‌قل پوستکی بهرنیو هېوادونو ته صادر شوی دی.
هغه وویل: «د وچکالۍ او دغه راز په بهرنیو بازارونو کې د تقاضا د کموالی له کبله سږکال د قره‌قل پوستکو په نرخونو او صادراتو کې کموالی راغلی، نو په همدې دلیل سږکال سوداګرو د قره‌قل د پوستکو رانېولو څخه ډډه وکړه.»
په ورته مهال کې د کندز یو تن مالدار دوست محمد وایی، چې سږکال د قره‌قل پوستکو نرخ ټیټ و، نو په همدې دلیل مالدارانو د قره‌قل د وریو له حلالو څخه ډډه او ساتلو ته یې توجه وکړه.
نوموړی وایی: «تېرکال د قره‌قل پوستکو بازار ډېر ښه وو یو پوست ۴۲ ډالره قیمت درلود خو سږکال یو پوست ۱۴ ډالرو ته راټېټ شوی و، نو په همدې خاطر مالدارانو خپل وری وساتل او حلال یې نه کړل.»
له دې سره سم په کندز کې د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکی هم وایی، چې په تېرو کلونو کې له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادو ته د قره‌قل پوستکی صادرېدلی، خو سږکال په صادراتو کې کموالی راغلی.
د نوموړې ادارې ویاند مسعود وحدت په دې اړه ازادی راډیو ته وویل: «د قره‌قل پوستکو په صادراتو او سوداګرۍ چارو کې خورا کموالی راغلی او حتا ویلی شو چې کابو دغه کار و بار د هېرېدو په حال کې دی، هېله من یو چې اړوند ادارې د قره‌قل پوستکو سوداګرۍ ودې ته توجه وکړی.»
په ورته وخت کې په بلخ ولایت کې د شمال د قره‌قل پوستکو د انسټیټوټ ادارې مدیر محمدعارف هم وایی، چې د قره‌قل پوستکی کورنۍ بازار نه لری او دغه راز په بهرنیو بازارونو کې هم تقاضا کمه شوی او له کبله د قره‌قل پوستکو نرخونه هم راټیټ شوی دی.
عارف زیاتوی: «له پخوا د قره‌قل پوستکو کورنۍ بازار چندانې ښه نه و او په زیاته پیمانه د قره‌قل پوستکی ډنمارک او فېنلنډ ته صادرېدل، خو اوس مهال ډنمارک ته هم صادرات نه لرو ځکه هلته هم کمپنۍ تقاضا نه لری، په ټوله کې په بهرنیو بازارنو کې د تقاضا کچه راټېټه شوی.»
په عین حال کې په کندز کې د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکی د قره‌قل د وریو حلالول ناسم عمل بولی او دغه راز خبردارې ورکوی، که چېرې مالداران د قره‌قل وریو حلالولو ته ادامه ورکړی، نغدۍ جریمه کېږی.
ددغې ادارې دچاپېریال د څارنې کارپوه محمد رفیع ایوبی په دې اړه یې وویل:»د قره‌قل د وریو حلالولو او د پوستکو پلورلو په اړه دکندز د چاپېریال ساتنې ادارې تل خپلې اندېښنې څرګند کړی دی او د ملی ادارې له لورې هم مونږ ته سپارښتنه شوې چې باید د قره‌قل د وریو حلالو مخه ونیسو او مونږ د قره‌قل وریو حلالول منع کړی او که څوک په دې عمل لاس پورې کړی جریمه کیږی.»
له ډېرې پخوا زمانې راهیسې د افغانستان په شمال او شمال ختېځ ولایتونو کې د قره‌قل پسونو روزنه د خلکو ترمنځ رواج لری او دغه راز د مالدارانو او سوداګرو لپاره د عوایدو مهمه سرچېنه بلل کېږی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.