د نورستان چارواکی: پاکستانیو پوځیانو پر نورستان برید کړی

- ۰۱ میزان ۱۳۹۱

د نورستان چاوراکی وایی، چې پر کامدېش ولسوالۍ برید د پاکستان پوځیانو له وسله والو طالبانو سره یو ځای کړی دی.
د نورستان والی تمیم نورستانی له ماندګار ورځپاڼې سره په یوې مرکه کې وویل، چې اوس په کامدېش کې پیل شوې جګړه پای ته رسېدلې، خو پاکستانیو پوځیانو او وسله والو طالبانو سخته ماتې خوړلې او کابو شپېته تنه وسله وال وژل شوی چې د دېرشو تنو جسدونه یې له دوی دی.
هغه وایی، د جګړې له پیل وړاندې ورته راپور رسېدلی و، چې وسله وال طالبان د پاکستانیو پوځیانو په ملاتړ غواړی، چې په نورستان برید وکړی خو په وینا یې چې دوی په شک کې ول چې په برګمټال به برید کېږی او که په کامدېش.
ښاغلی نورستانی وایی، رپوټ یې تر لاسه کړی و، چې پاکستانی پوځیان راغلی او د نورستان په ډېرو سیمو کې ځای شوی او پر نورستان د برید خیال لری، چې بلاخره خبره رښتیا شوه او وسله والو په کامدېش برید وکړ.
نوموړی وایی، چې له مرکزی دولت نه یې د نورستان د ساتنې او ښه امنیت لپاره د ځواکونو د ډېرېدو او مرستو غوښتنې درلودې؛ خو په وینا یې چې لا یې هم ټولې غوښتنې نه دی منل شوی.
د نورستان والی زیاته کړه، له پخوا اوس ورته مرکزی یو دولت یو څه پام کړی دی او د ملی پوځ دوه ټولی یې په کامدېش او برګمټال کې ځای پر ځای کړی دی او همدغه لامل دی چې په نورستان څو ځلې درانه بریدونه له ماتې سره مخ شوی دی.
نوموړی وایی، اوس د پخوا په پرتله د پولیسو او پوځ اکمالات ډېر ښه شوی؛ خو لا هم اړتیا لری چې په دغو ولسوالیو کې د ملی اردو او سرحدی پولیسو نور کنډکونه هم ځای پر ځای شی.
د هغه په خبره، تر اوسه دغه کار شوی نه دی خو د ملی دفاع له وزیر سره په لیدنه کې هغه ورته په دې اړه ډاډ ورکړی دی.
د ښاغلی تمیم نورستانی وینا، د سیمه ییزو ارګانونو ادارې او امنیت شورا ته یې له دې وړاندې هم راپورونه ورکړی او اوس یې هم ورته د دغه برید په اړه راپور ورکړی او ورته ویل شوی چې له پاکستان سره د بهرنیو چارو وزارت له لارې خبرې پیل شوی؛ خو په وینا یې چې تر اوسه یې د دغو بریدونو په مخنیوی کې کومه څرګنده پایله نه ده لیدلې.
نوموړی وایی، د نورستان ځینې ولسوالۍ په ځانګړی ډول برګمټال او کامدېش عملاً د وسله والو له لوری په کلابندۍ کې قرار لری.
هغه وایی، دغو ولسوالیو ته دولتی چارواکی نه شی تللی او ورته ټولې غځېدلې لارې تړل شوی دی.
ښاغلی تمیم نورستانی زیاتوی، له ګودرېش نه تر کامدېش او له کامدېش نه تر منډګل او وایګله پورې لاره تړل شوې او دغه ټولې سیمې د وسله والو طالبانو په لاس کې دی، چې تر اوسه یې پر وړاندې چاڼیز عملیات نه دی پیل شوی؛ خو ملی اردو او ملی پولیس یې پلان چې ښایی عملیات وکړی او دغه سیمه له وسله والو پاکه کړی.
د یادونې وړ ده، چې د چهار شنبې په ورځ وسله والو طالبانو او پاکستانیو پوځیانو د نورستان په کامدېش ولسوالۍ برید کړی و. خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلی ول، چې په دې برید کې یې ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
نورستان د هېواد یو سرحدی ولایت دی، چې وار وار پرې د وسله والو طالبانو او پاکستانیو ملېشو له خوا برید کېږی، خو حکومت لا هم دې مسلې ته د پای اېښودلو لپاره لازم ګامونه نه دی اخیستی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.