لوړې په مراسمو کې څه شی مهم دی؟

گزارشگر:عرفان مومند - ۰۱ میزان ۱۳۹۳

mnandegar-3د ملی یووالی دولت به په راتلونکیو څو ورځو کې د هېواد واګې په خپل واک کې واخلی. ټاکل شوې، چې نوی ولسمشر د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړی او په رسمی ډول د واګو کنټرول په خپله ولکه کې واخلی. له هغې وروسته به ولسمشر او اجرایوی رییس د کابینې جوړولو، اصلاحاتو او نورو مسایلو په اړه په ګډه کار پیل کړی.
د ولسمشر د لوړې مراسمو ته د چمتوالی کمېسیون ویلی، چې له تېرو اوو میاشتو را په دېخوا د دې مراسمو په تیاریو بوخت دی. د دې کمېسیون مشر صادق مدبر یوې خبری غونډې ټه د دوشنبې په ورځ وویل، چې د لوړې د مراسمو لپاره هر ډول چمتووالی نیول شوی او دغه مراسم به په خورا شانداره مراسمو کې ترسره شی.
هغه وویل، چې ټولو هېوادونو ته په دې مراسمو کې د ګډون کولو بلنه ورکړل شوې او دغه مراسم به د دوشنبې په ورځ په ارګ کې ترسره شی. د ده په وینا، چې د ملی یووالی د دولت استازو هم له دوی سره په غونډو کې برخه اخیستې او هر ډول طرحه چې د ولسمشر او اجرایوی رییس له لوری وړاندې شی، دوی به یې پلې کړی.
خو د تامل وړ ځای دا دی، چې په دې مراسمو کې باید د نورو تیارو ترڅنګ ځینو نورو ټکو ته هم باید پاملرنه وشی. دا په افغانستان کې لومړی ځل دی، چې واک له یوه ولسمشره بل ته لېږدول کېږی؛ خو اوسنی لېږدی له نورو هغو سره توپیر ځکه لری، چې اوس واک د ملی یووالی حکومت ته لېږدول کېږی.
د ولسمشر د لوړې کولو متن په اساسی قانون کې راغلی، چې بدلون نشی کولای. خو دا متن په طبیعی ډول د ټاکنو له لارې او له قانون سره سم د واک ته رسېدلی ولسمشر لپاره دی. اوس د ملی یووالی حکومت په جوړېدو دواړو نوماندو هوکړه کړې ده. د ملی یووالی د حکومت د مشر یا ولسمشر د لوړې مراسمو په اړه دوه خبرې د پام وړ دی.

لومړۍ دا چې ولسمشر دې د لوړې په مراسمو کې په اساسی قانون کې د راغلی متن ترڅنګ یو بل متن هم چمتو کړی، چې په کې د ملی یووالی د حکومت په جوړېدو، د دواړو نوماندو ترمنځ د شوی توافق لیک عملی کېدو او خپلو کړو وعدو ته د ژمن پاتې کېدو ژمنه په کې وکړی.
دا باید ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ووایی، له ملت سره ژمنه وکړی او لوړه وکړی، چې دا چارې به ترسره کوی، څو ملت ته یو رښتینی ډاډ ورکړل شی. ولسمشر باید په خپلو کړو ژمنو عمل وکړی.
د لوړې د مراسمو د چمتووالی کمېسیون او د ملی یووالی حکومت باید د لوړې په مراسمو کې هیچا ته اعزازی څوکۍ یا هم لقب ورنه کړی، ځکه هېڅ اړتیا د دې نشته، څوک ولسمشر د لوړې په مراسمو کې په لوړو القابو او یا هم اعزازی مقامونو ونازوی، بلکې ولسمشر دې د هېواد دبحران د حل اساسی ټکو ته پام وکړی او په خپله وینا کې دې په هماغو مواردو ټینګار وکړی؛ نه په کلیشه یی موضوعاتو او مسایلو.
د دې ترڅنګ په کار ده، چې ولسمشر سره د لوړې د مراسمو په ورځ اجرایوی رییس هم لوړه وکړی. ولسمشر او اجرایوی رییس باید په خپله وینا کې، د خپلو کړو ژمنو د عملی کېدو او د ملی یووالی د حکومت په واقعی مانا جوړولو سره ټینګار وکړی.
خلک د دې غوښتونکی دی. دا لوړه باید ولسمشر او اجرایوی رییس وکړی، څو ټولو نړیوالو مېلمنو او افغان ملت ته روښانه کړی، چې په خپلو کړو ژمنو کې رښتینی دی.
د ملی یووالی حکومت د افغانستان اړتیا وه، که چېرې نوماندو دا توافق نه وای کړی او د ملی یووالی حکومت په جوړېدو سره سلا شوی نه وای؛ نو هېڅکله به په افغانستان کې بن بست او بحران پای ته نه وای رسېدلی؛ نو له همدې امله مهمه ده چې اوس دا توافق یوازې او یوازې د کاغذ پر مخ پاتې نشی او په عمل کې پلی شی.
که چېرې ولسمشر په خپلو کړو ژمنو کې رښتینی وی؛ نو اړتیا ده چې د لوړې د مراسمو په ورځ په اساسی قانون کې د راغلی متن ترڅنګ د یوه بل متن لوستل هم هېر نه کړی. هغه ډول چې پورته یې یادونه وشوه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.