عبدالله: امنیتی لیکو کې ستونزې د نړیوالې ټولنې د ګوت‌نیونې لامل شوی

گزارشگر:سه شنبه 20 سرطان 1396 - ۱۹ سرطان ۱۳۹۶

mandegar-3د ملی وحدت حکومت اجرائیه رئیس وایی، په امنیتی لیکو کې یو لړ ستونزې د دې لامل شوی چې نړیواله ټولنه ورته ګوته ونیسی.
عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو یوې ځانګړې ناستې ته خبرې کولې، وویل چې په امنیتی سکټور کې اصلاحات راوستل جدی اړتیا ده.
ښاغلی عبدالله زیاته کړه: “زموږ د ژمنو یوه اساسی برخه اصلاحات راوستل دی، په همدې خاطر زما د نن ورځې په کاری اجنډا کې په امنیتی برخه کې د اصلاحاتو راوستل دی، د امنیتی سکټور په برخه کې د معاشاتو په توزېع کې ستونزې موجودې دی، ځینې معاشونه په ځنډ ورکول کېږی او په دې برخه کې شکایتونه موجود دی. ”
ښاغلی عبدالله زیاتوی، له اړوندو ادارو سره په ګډه کار کوی، څو دغو ستونزو ته د حل یوه عملی لاره پیدا کړی .
عبدالله عبدالله دغه شان زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزارت بهرنی مرسته کوونکی د معاشونو د ورکړې په څرنګوالی راضی نه‎دی او په کار ده چې په دې برخه کې انتقادونو ته رسېدنه وشی.
د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې ادارې یا سیګار ویلی چې تر اوسه افغان دولت پر دې نه‎دی توانیدلی چې د امنیتی ځواکونو معاشونه په سمه توګه توزېع کړی.
سیګار ادعا کړې چې په دغه مدیریت کې افغان دولت په بشپړه توګه ناکام دی.
سیګار په دې اړه په خپل خپور کړی راپور کې اندېښنه ښودلې وه چې که د امنیتی ځواکونو ستونزې جدی ونه ګڼل شی، نو په دې برخه کې به د نړیوالې ټولنې مرستې ضاېع شی.
ولسمشر محمد اشرف غنی هم د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو په وزارت او د امنیتی سرتېرو په لیکو کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
خو اوس پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونو ته پر وخت د معاشونو نه ورکول څه ستونزې پېښوی؟
د پوځیٍ چارو کارپوه محمد انور سلطانی یې په اړه زادی راډیو ته وایی: “دا ستونزې په سوق او اداره، مدیریت، د افسرانو او سرتېرو په تېښته، د سرتېرو په مورال منفی تاثیرات لری او په حقیقت کې د دښمن ژرندې ته اوبه اچول دی چې چارواکی یې په غفلت کې تر سره کوی. ”
ښاغلی سلطانی وایی، حکومت باید یادو ستونزو ته پاملرنه او د حل لارو په برخه کې یې هم جدی هلې ځلې وکړی.
دی وایی، که څه هم حکومت د افغان ځواکونو د معاشونو د ورکړې په برخه کې د نوی سېسټم د جوړېدو هم ویلی، خو تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه‎دی شوی.
د یادونې ده چې د افغانستان ځواکونو معاشونه اوس مهال د یو شمېر بانکونو له لارې ورکول کېږی چې ډېر ځله د ورکړې پر مهال امنیتی پېښې رامنځته شوی چې مرګ ژوبله یې هم ور اړولې ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.