احمد مسعود: طالبان به هیچ تعهد خود به غیرقرارداد خود با آمریکا عمل نکردهاند.
- ۲۸ جوزا ۱۳۹۸
د ارزګان سیمهییز چارواکی وایی، په تېرو درېیو ورځو کې یې د عملیاتو پر مهال تر ۵۶ تنو زیات غیر مسؤله وسلهوال او سلګونه میله وسلې نیولې دی.
د دغه ولایت امنیه قوماندان محمد خطاب خنجری ازادی راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په نیول شویو کسانو کې د دغه ولایت پخوانی د امنیت امر نورزی، د شهرا کنډک پخوانی قوماندان غلام دستګیر الماس، د اوسنۍ درېیمې حوزې امر نور محمد او د یو شمېر امنیتی پوستو قوماندانان هم شامل دی.
قوماندان وایی، د دغه کسانو له ډلې د شهرا کنډک د قوماندان په کور کې یې یو نیم کانټینر سپکې او درنې وسلې هم پیدا کړی چې شمېر یې سلګونو ته رسېده.
نوموړی دغهراز زیاتوی چې د پخوانی امنیت امر نورزی سره ۱۶ تنه ملګری او زیات شمېر سپکې، درنې وسلې او دولتی وسایط هم نیولی.
دغه مشر زیاتوی چې د یادو عملیاتو پر مهال د دغه ولایت د برښنا شرکت د رئیس سمیع شرافت پر کور یې هم چاپه وهلې چې پر مهالیې د نوموړی له کوره چاودېدونکی توکی نیولی دی.
محمد خطاب خنجری زیاتوی نیول شوی کسان ټول په غلاوو، د خلکو په وژنه، د نشهیی توکو په کاروبار کې لاسونه لرل.
نوموړی وایی، دغه کسانو تهیې درې میاشتې مخکې خبر ورکړی وو چې دولتی وسایط او غیر قانونی وسلې امنیه قوماندانۍ ته وسپاری، خو هغوی یې په خبرو غوږ هم نهوو ګرولی، نو اړ شول نظامی عملیات پرې ترسره کړی.
نیول شویو کسانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدی ویلی.
خو د دغه کسانو نیول کېدل په ارزګان ولایت کې د یو شمېر خلکو له غبرګونونو سره مخ شول او ویل یې چې نیول شوی کسان بېګناه دی او دولت دې بېرته خوشې کړی.
د دوی شمېر چې شااوخوا ۲۰۰ ته رسېده د ولایت مقام مخې ته راغونډ شوی وو او ګواښیې وکړ که نیول شوی کسان خوشې نهشی، نو لاریونونو ته به دوام ورکړی.
امنیه قوماندان زیاتوی، پهدغه ولایت کې لا هم زیات شمېر سپکې او درنې دولتی وسلې او وسایط له غیر مسؤله وسلهوالو سره دی.
قوماندان دغهراز پر نورو کسانو هم غږ وکړ چې د دولت وسلې او وسایط ورته تسلیم کړی، کهنه د دوی پر وړاندې به هم عملیات ترسره شی.
نوموړی وایی، دغه عملیات به تر هغو روان وی، څو چې ټولې دولتی وسلې له غیر مسؤله وسلهوالو څخه نهوی راټولې شوې.
قوماندان د خلکو هغه خبرې هم رد کړې چې ګنې د یادو کسانو په نیول کېدو سره به د ارزګان امنیتی وضعیت نور هم خراب شی.
دا پهداسې حال کې ده چې څو میاشتې مخکې افغان ځواکونو د دغه ولایت بل پخوانی د امنیت امر رحیمالله هم نیولی و.
Comments are closed.