ولې باید د سولې عالی شورا لغوه شی!

- ۰۶ جوزا ۱۳۹۲

د مشرانو جرګې غړو ویلی، چې د سولې عالی شورا دې لغوه شی. هغوی وایی، د دې شورا له جوړېدو راهیسې د سولې په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی راغلی او له لګښتونو پرته بله لاسته راوړنه نه لری.
سناتورانو دغه راز ویل، چې د سولې عالی شورا له ډېرو لګښتونو او دوه کلن فعالیت سره سره په هېواد کې جګړو او نا امنۍ زور اخیستی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د سولې پر عالی شورا نیوکې کېږی او په بې کفایتۍ تورنېږی؛ خو وروستۍ اندېښنې وروسته له هغې زور اخلی، چې په پلازمېنه کابل او یوشمېر ولایتونو کې د وسله والو فعالیتونو او خونړیو بریدونو زور واخیست.
د طالبانو په وروستیو بریدونو کې تر ټولو دروند هغه یې په کابل کې د عامه ساتنې به معینیت او د کډوالو د نړۍ والې ادارې په یوه دفتر برید و چې یوشمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
که څه هم چې د سولې عالی شورا ادعا لری، چې د سولې په برخه کې یې هلې ځلې کړی او لاسته راوړنې لری؛ خو حقیقت دا دی چې په ښکاره افغانان د سولې راوستو او د سولې په برخه کې د پرمختګ نښې نه وینی.
افغان حکومت او د سولې عالی شورا په وار وار په طالبانو د سولې غږ کړی؛ خو له مقابل لوری یې په خونړیو بریدونو او وژنو ځواب تر لاسه کړی دی.
ځینې سیاسی شننونکی وایی، چې په هېواد کې د سولې د عالی شورا ناکامېدلو اصلی لامل په دې شورا کې د داسې کسانو راټولېدل دی چې نشی کولای د سولې لپاره هڅې وکړی.
د سولې د عالی شورا په مرسته تر اوسه هېڅ طالب چارواکی چې په طالبانو کې له نفوذ نه برخورداره وی او د سولې له پروسې سره په یو ځای کېدو سره یې د وسله والو طالبانو په لیکو کې کمزوری راشی، د سولې له پروسې سره نه دی یوځای شوی.
که څه هم چې د سولې عالی شورا د کابو دوه سوو میلونو ډالرو بودیجه په واک کې لری او غړو ته یې په زرګونو ډالره معاش ورکول کېږی، حتی دغه شورا په کوټه او پاکستان کې هم یوشمېر طالبانو او د اسلامی حزب غړو ته زرګونه ډالره معاشونه ورکوی؛ خو تر اوسه یې په هېواد کې د سولې د واقعی خبرو اترو زمینه هم نه ده برابره کړې. حتی تر اوسه د سولې عالی شورا نه ده توانېدلې له طالبانو مشرانو سره وګوری، د طالبانو درک ولګوی او ورسره خبره شریکه کړی.
طالبانو هم تر اوسه له افغان حکومت او د سولې له عالی شورا سره د خبرو اترو لپاره زړه نه دی ښه کړی او هغه یې بې واکه بللی دی.
د سولې شورا همدې کمزورۍ ته په کتو، چې په دوو کلونو کې یې حتی د طالبانو ادرسونه پیدا نه کړل، خبرې یې ورسره ونشوې او د سولې خبرو اترو ته یې زمینه برابره نه کړه؛ یوشمېر کسان د سولې په عالی شورا او د سولې په روان بهیر شکمن دی.
د چارو پوهان او د ولسی جرګې غړی وایی، چې دغه شورا د سولې پر ځای یوشمېر نورو ځانګړو اهدافو لپاره جوړه شوې ده. هغو ی وایی، ولسمشر ښایی له دې شورا نه د ټاکنیز کمپاین لپاره کار واخلی او په راتلونکیو ټاکنو کې د خپل نوماند په خوښه ترې استفاده وکړی. دغه راز یوشمېر په دې باور دی، د دې لپاره چې واکمن ټیم خپلو یوشمېر کسانو ته د معاش ورکونې سرچینه پیدا کړی او ځینې لا دا هم وایی، چې ولسمشر د دې لپاره چې پخوانی جهادی قوماندان او یوشمېر شخصیتونه ترې زړه بدی نشی او په مقابل کې یې ونه درېږی؛ نو په دې شورا یې مصروف ساتلی او معاشونه ورکوی.
افغان حکومت او د سولې عالی شورا نه یوازې دا چې د سولې لپاره یې لازمه او روښانه ستراتېژی جوړه کړای شوه، د طالبانو ادرسونه یې پیدا نشو کړای او له هغوی سره یې مخامخ خبرې ونشوې؛ بلکې ټوله تکیه یې پر پاکستان واچوله. د افغانستان د سولې کلی یې د پاکستان په لاس کې وګڼله او پاکستان له دې تریبیون څخه اعظمی ګټه پورته کړه.
په ټوله کې په تېرو دوو کلونو کې د سولې د عالی شورا فعالیتونه په یوه خنثی حالت کې ول او سناتوران حق لری، چې د دې شورا د لغوه کېدو غږ پورته کړی، هغه دول چې له دې وړاندې په وار وار ولسی، چې سیاسی ګوندونو او خلکو د دې شورا د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.
نور خلک له دې شورا د سولې راوستو هیله نه لری. حکومت باید د وکیلانو او دخلکو استازو دې وړاندیز ته ځواب ووایی. که چېرې د ټاکنو کمپاین او یا خلکو ته معاشونو پیدا کولو موخه وی، نو حکومت دې نورې لارې چارې ولټوی؛ خو که د سولې راوستل هدف وی؛ نو په کار ده په نورو هغو اغېزمنو لارو چارو غور وکړی، چې په هېواد کې د رښتینې او تلپاتې سولې راوستل تضمینوی.
د سولې لپاره دې له سیاسی ګوندونو، ملی شورا، سیاسی خپلواکه او ناپېیلو کسانو سره د سلا او مشورو له لارې دې یوه روښانه او ګټوره پالیسی او ستراتېژی جوړه کړی، چې په پلی کېدو کې به یې ټول افغانان تر خپله وسه ونډه واخلی.
دغه ډول که حکومت رښتیا هم د سولې راوستو هوډ لری په کار ده چې پر پاکستان تکیه کولو ته پای ورکړی او خپلې ټولې هغه تېروتنې بېرته جبران کړی، چې په تېرو څو کلونو کې یې په هېواد کې د سولې راوستل ځنډولی دی.
وسله وال طالبان هم باید د بې ګناه افغانانو له وژنې لاس واخلی، د سولې لاره غوره او خپلې ټولې غوښتنې، وړاندیزونه او شرطونه د خبرو اترو له لارې بیان کړی.
تر هغې چې سوله د ولس له ملاتړه برخمنه نه وی، په هېواد کې د سولې راوستل ناشونی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.