ولسمشرۍ ماڼۍ: خپل بهرنی سیاست به د هیچا تابع نه کړو

- ۱۰ جوزا ۱۳۹۲

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، هېڅ هېواد نشی کولای چې پر افغانستان فشار راوړی، څو خپل بهرنی سیاست د نورو تابع او په واک کې یې ورکړی.
دغه راز چارواکی وایی، چې د سیمې هېوادونه دې د افغانستان ستونزو ته په کتو سره په سیمه کې د شته ستونزو او ناامنۍ پر وړاندې سره په ګډه کار وکړی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، افغانستان یو خپلواک هېواد دی چې د خپلو ملی ګټو لپاره له هر هېواد سره چې وغواړی اړیکې ولری، ستراتېژیکی همکاری ولری، د پوځی او اقتصادی مرستو غوښتنه ترېنه وکړی.

دی وایی، هېڅ هېواد که هغه د سیمې هېواد وی او یا هم د نړۍ لرې هېواد وی پر افغانستان دا فشار نشی راوستلی، چې خپل بهرنی سیاست دې د بل چا تابع او یا یې واک بل چاته ورکړی، دا فشارونه که هر ډول وی، که له تاوتریخوالی کار واخلی، ځانمرګی بریدونه وکړی او یا نور.
ښاغلی فیضی هغه ادعاوې په کلکه رد او بې بنسټه یې وبللې، چې ګویا امریکا پر افغانستان فشار راوړی، چې ډیورنډ کرښه دې په رسمیت وپېژنی؛ بلکې دوی د دې مسلې په اړه خپل روښانه دریځ لری.
ده وویل، د ډیورنډ په اړه د سیمې او نړۍ هېوادونه بېلابېل دریځونه لری؛ خو افغان حکومت ته د هغوی دریځونه مهم نه دی؛ خو که په دې برخه کې پر افغان حکومت هر ډول فشار راشې پایله نه ورکوی.
د ولسمشر ویاند زیاته کړه، افغانستان او هند تاریخی او اوږدې اړیکې لری او هند ته د ولسمشر کرزی د سفر په لړ کې دغه اړیکې بیا تازه او پیاوړې شوې او هند یو ځل بیا په ټولو برخو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې تازه کړې.
هغه وویل، له هند سره به د افغانستان اړیکې دوام پیدا کوی او په دې برخه کې به افغانستان د هېڅ هېواد تر اغېز لاندې رانشی.
د ښاغلی ایمل فیضی په خبره، هند د افغانستان ستراتېژیک دوست دی او له هند سره د افغانستان اړیکې ورځ په ورځ پیاوړې او پراخېږی.
نوموړی وایی، باید د سیمې ټول هېوادونه لکه روسیه، چین، هند او نور د سیمې هېواونه ټولو هغو مسایلو ته په کتو سره چې په افغانستان کې روان دی، په ګډه له دې امنیتی ګواښونو نه چې په سیمه کې شته او او د سیمې هېوادونه ترې وېره لری، نو د دې هېوادونو مسوولیت دی چې په ګډه سره کار وکړی، راتلونکی ته چمتوالی ولری او ورسره په ګډه مبارزه وکړی.
د ولسمشر ویاند زیاتوی، په همدې اړه ولسمشر کرزی په هند کې د هغه هېواد له لوړ پوړو چارواکیو سره هم خبرې اترې وکړې.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.