د طالبانو د جګړه‌ییز تکتیک بدلون!

گزارشگر:عرفان مومند - ۱۴ اسد ۱۳۹۲

وروسته له هغې چې په جلال اباد کې د هند پر قونسلګرۍ له برید وروسته په دې ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې د وسله والو بریدونو زور واخیست د پوځی چارو شننونکی وایی، چې وسله والو خپلو تکیتکونو ته بدلون ورکړی دی.
هغوی وایی، د دغو بریدونو تر سره کېدل د کشف او استخباراتو ماتې په ګوته کوی.
د پوځی چارو شننونکی محمدعمر ساپی ماندګار ورځپاڼې ته وویل، هر کله چې د افغانستان او پاکستان د ملکی حکومتونو تر منځ جوړ جاړی راځی او اړیکې ښې کېږی؛ نو د ای اېس ای او القاعدې په ګډون یوشمېر کړۍ او ډلې چې د دې اړیکو رغېدل د ځان په زیان وینی، له بېلابېلو لارو هڅه کوی، چې دغه اړیکې بېرته خرابې او پر وړاندې یې خنډونه پیدا کړی.
هغه وایی، امریکا او انګلستان هڅه کوی چې د پاکستان له نوی حکومت سره د افغانستان اړیکې او روابط ښه شی او القاعده، حقانی شبکه او طالبان په دې کې ځان ته ګواښ وینی؛ نو کوښښ کوی په داسې سیمو او نقطو بریدونه وکړی چې په دې اړیکو اغېز ښندی.
نوموړی زیاتوی، بله خبره دا ده چې د پاکستانی نظامی حکومت په وار وار په ننګرهار او کندهار کې د هند د قونسلګرۍ د تړل کېدو خبره کړې وه؛ نو وسله والې ډلې له همدې نقطې نه په ګټې اخیستو سره غواړی د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې کړی او په ننګرهار کې د هند په قونسلګرۍ برید یې د همدې لپاره و.
د ښاغلی ساپی په وینا، د دې بریدونو اړوند بله خبره د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتی تړون دی. یوشمېر خلک په دې تړون کې د شفافیت او د افغان ګټو خبره کوی، نو ښایی دا بریدونه د دې تړون د لاسلیک لپاره هم د ځینو استخباراتی کړیو د فشار یوه وسیله وی.
ده وویل، له دې وړاندې د طالبانو ستراتېژی د وه، چې د ناټو پر اکمالاتی کاروانونو له پولې پورې غاړه په پښتونخوا کې بریدونه کېدل او اوس چې پاکستان له ناټو نه ډېرې پیسې اخلی ښایی، طالبانو ته یې ویلی وی چې نور په پښتونخوا کې د ناټو پر اکمالاتی کاروانونو بریدونه ونه کړی او وسله والو د خپل برید سیمه له پولې دې خوا را اړولی وی.
همدارنګه د پوځی چارو بل شننونکی جنرال عتیق الله امرخېل ماندګار ورځپاڼې ته وویل، په اسلامی عقایدو کې دغه ډول مبارکې ورځې خاص اهمیت لری، ویل کېږی په دې ورځو کې د جنت دروازې خلاصې وې او هر څوک چې په کې عبادتونه وکړی په څو چنده حسابېږی او ښایی وسله والو له همدې امله خپل فعالیتونه ډېر کړی وی.
هغه وایی، کله چې د قطر پروسه پیل شوه ښکېلو اړخونو هڅه کوله چې له مقابل لوری ډېر امتیازات تر لاسه کړی او طالبانو له تېرو څو میاشتو راهیسې د خالد بن ولید په نوم تازه عملیات پیل کړل، چې هم یې خپل فعالیتونه ورسره ډېر کړل او هم یې… پاتې ۶ مخ
د طالبانو د جګړه ییز…

ځانمرګوبریدونو ته زور ورکړ.
د ده په خبره، خو که چېرې د جلال اباد او کندهار بریدونه په پام کې ونیول شی، دغه دوه ولایتونه خورا مهم دی او طالبانو ته یې ګټه ډېره ده، ځکه جلال اباد مستقیماً د کابل دروازه ده.
ښاغلی امرخېل په دې باور دی، هر څومره چې په دې دوو ښارونو کې د جګړې شدت زیات او وسله والو برلاسی وی اغېز یې ډېر دی، چې د ښکېلو خواوو په روحیه هم تاثیر کوی.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دې بریدونو په نه مخنیوی کې د افغان ځواکونو د ونډې په اړه څه نظر لری وویل، دا نشی ویلای چې افغان ځواکونه دې د دې بریدونو په مخنیوی کې پاتې راغلی وی، ځکه لا بهرنی ځواکونه شته او که د پاتې راتلو خبره وی نو بهرنیان هم پاتې راغلی دی.
جنرال عتیق الله امرخېل وویل، په کار ده چې کشف او استخبارات پیاوړی شی او د دښمن په لیکو کې نفوذ وکړی چې د پېښې تر سره کېدا مخکې یې خنثی کړی خو تر هغې چې د دښمن په لیکو کې نفوذ نه وی پیدا شوی د دغسې بریدونو مخنیوی خورا ستونزمن دی.
دغه راز د پوځی چارو شننونکی جنرال امرالله امان ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې د افغان حکومت د ناغېړۍ له امله بریدونه زیات شوی دی، چې د سیاسی مدیریت له امله ورته پاملرنه ونشوه او چارواکی په خپلو شخصی ګټو اخته شول.
دی وایی، له بده مرغه چې تر اوسه امنیتی سکتورونو ته پام ونشو او پیاوړی نشول، کشف او استخبارات تر اوسه په خنثی حالت کې دی او د دغو بریدونو تر سره کېدل د کشف او استخباراتو ماتې په ګوته کوی.
نوموړی په دې باور دی، چې کشف د یوه بدن غوږونه او استخبارات یې سترګې دی او تر هغې چې دا دواړه فعال نشی نو د پېښو مخنیوی ناشونی دی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.