قطر کې یو څېړنیز بنسټ د افغانستان کړکېچ په تړاو غونډه جوړوی

گزارشگر:شنبه 3 دلو 1394 - ۰۲ دلو ۱۳۹۴

mandegar=3د قطر په پلازمینه دوحه کې نن د افغانستان پر کړکیج د بحث لپاره د پګواش په نوم یو نړیوال څیړنیز مرکز غوڼده جوړوی. په دی ناسته کې د افغانستان کړکیچ کې ټولو ښکیلو غاړو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې په دغه غونډه کې به یې د سیاسی دفتر استازی برخه اخلی خو د افغانستان حکومت ویلی، دې کنفرانس ته نه ورځی.
دغه بنسټ تر دې وړاندې هم د افغانستان پهتړاو ورته غونډې جوړې کړې دی.
د قطر په پلازمینه دوحه کې دغه دوه ورځنۍ ناسته پر داسې مهال جوړېدونکې ده چې همدا تیره اونۍ په افغانستان کې د سولې د خبرو د بیا پیل او میکانیزم لپاره د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا ترمنځ څلور اړخیز غونډه پای ته ورسېده.
د پګواش په نوم دغه نړیوال څیړنیز مرکز د افغانستان حکومت، طالبان، د مدنی ټولنې ځینې استازی او د ملی شورا یو شمیر غړی قطر ته وربللې دی چې د افغانستان پر کړکیچ خبرې وکړی. خو د افغانستان حکومت او د سولې عالی شورا وایی دغې غونډې ته خپل رسمی مرکچیان نه استوی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغنی له بی بی سی سره خبرو کې په دغه کنفرانس کې د نه ګډون پر لاملونه غږیدلی.
“د افغانستان اسلامی جمهوریت ځکه له دغې غونډې سره موافق نه دی چې اوس د څلورو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل لپاره خبرې روانې دی. نو ځکه موږ دغه دغه ناسته مناسبه او ضروری نه بولو.”
خو طالبانو رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلی چې دغې غونډې ته خپل استازی په قطر کې له خپل سیاسی دفتره ور لیږی. طالبان ویلی غواړی له دې لارې نړیوالو ته خپل نظر ورسوی.
د نورو اړخونو تر څنګ، دغې غونډې ته ځینې شننونکی هم وربلل شوې دی. محمد حسن حقیار د دغې غونډې یو برخوال دی. نوموړ وایی په دغه کنفرانس کې به هڅه دا وی چې د افغانستان په قضیه کې د ښکیلو اړخونو نظرونو سره نژدې کړی.
“ګمان دا کیږی چې په دې ناسته د افغانستان د کړکیچ پر هر اړخ خبرې وشی. هڅه به دا وی چې په افغانستان کې د دواړو اړخونو نظریې سره نژدې کړی.”
ښاغلی حقیار پرته له دې چې د چا نوم واخلی وایی، دې غونډې د مخکینی حکومت د کابینې ځینې غړی او سیاسی مشران هم ور بلل شوې دی.
د ده په باوری ډیر ګډوانوال بې پرې څیرې دی.
پګواش نړیوال ګانډایی بنسټ دی چې د افغانستان ترڅنګ یې په نړۍ کې د کړکیچونو دحل لپاره څیړنې کړې دی. دغه بنسټ په ۲۰۱۱ کال کې هم په متحده عربی اماراتو کې د افغانستان پر سوله ناسته جوړه کړې وه.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.