د چین د پوځی مرستو لومړنۍ برخه افغان حکومت ته وسپارل شوه

گزارشگر:دوشنبه 14 سرطان 1395 - ۱۳ سرطان ۱۳۹۵

maneegar-3د کابل او پیکینګ ترمنځ د پوځی همکاریو په برخه کې د شوې هوکړې پراساس په لومړی ځل چین له افغانستان سره د پوځی تجهیزاتو مرسته وکړه، د چین د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د دغه مرستو لومړنۍ برخه نن رسماً افغان حکومت ته وسپارل شوه.
په دغه تجهیزاتو کې پرمختللې وسلې، مهمات، لوژیستکی پرزې او ټرانسپورټی الوتکې شاملې دی چې د شمېر او څرنګوالی په اړه یې چارواکو د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.
د ملی امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل په پوځی هوایی ډګر کې د چین د پوځی مرستو د لومړنۍ برخې د ترلاسه کولو پر مهال ټینګار وکړ چې دغه پوځی مرستې به افغان ځواکونه پرخپلو پښو ودروی.
ښاغلی اتمر وایی، له افغانستان سره د چین، هند او روسیې مرستو داسې سیمه ییز ډاډ رامنځته کړی چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې نه دی.
حنیف اتمر زیاتوی:
«دغه مرستې د ترورېزم ملاتړو ته هم یو مهم پیغام لری چې دوی د ترورېزم پر وړاندې د داسې یوه لوی سیمه ییز حرکت چې د افغانستان د دولت په ابتکار پیل شوی د ترورېزم ملاتړی ورو ورو منزوی کړی او منزوی کوی یې، نو بناً همداسې چې ترورېزم به په سیمه کې ملګری ونه لری د ترورېزم ملاتړی به هم به سیمه کې ملګری ونه لری.»
افغانستان ته به د چین د پوځی مرستو دوهمه برخه د راتلونکې اګسټ په میاشت کې وسپارل شی.
له افغان حکومت سره د چین د پوځی همکارېو ژمنه پنځه میاشتې وړاندې د چین لوی درستیز جنرال فانګ فنګ هوی کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغان چارواکو سره وکړه.
ښاغلی هوی همدا راز په دغه سفر کې د ترورېزم پر ضد د چین پاکستان-افغانستان-تاجکستان د ګډې مبارزې طرحه هم وړاندې کړه او په زغرده یې دا وویل چې ترورېزم د افغانستان ترڅنګ د سیمې هېوادونه هم ځپی او اړتیا ده چی د سیمې هېوادونه یې د له منځه وړلو لپاره منظمې هڅې وکړی.
په ورته وخت کې په کابل کې د چین سفیر یوجینګ چې د پوځی تجهیزاتو د سپارلو په مراسمو کې یې ګډون کړی و وایی، په پوځی برخه له افغان حکومت سره همکاری د چین مسؤلیت دی.
نوموړی وایی، دواړه افغانستان او چین د ترورېزم له ګډ ګواښ سره مخ دی او چین به په ګډه د دغه ګواښ پر وړاندې له افغانستان سره مبارزه پرمخ یوسی.
ښاغلی یوجینګ زیاته کړه:
«دا زموږ د دوامداره پوځی همکاریو پیل دی چین به تر خپلې وسې له افغان حکومت او افغان پوځیانو سره مرسته وکړی څو د دغې ځواکونو ظرفیت لوړ شی او له خپلې خاورې د ښه دفاع توان پیدا کړی.»
د ملی دفاع وزارت د لوژیستکی او تامیناتو چارو معین غلام سخی احمدزی وایی چې له افغانستان سره د چین له لوری په پوځی مرستو کې هغه وسایل شامل دی چې وړاندې د ملی دفاع وزارت یې لېست چنیایی چارواکو ته سپارلی و.
ښاغلی احمدزی وویل چې دغه مرستې د افغانستان د وسله وال پوځ لپاره خورا حیاتی ارزښت لری او په روانه جګړه ترې ډېره ګټه پورته شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.