حکومت دې د ګاونډیانو له پالیسو سره ځان نه عیاروی

- ۲۹ سنبله ۱۳۹۲

د سیاسی چارو شننونکی وایی، چې افغان حکومت باید د ګاونډیانو له غوښتنو سره خپلې پالیسۍ عیارې نه کړی، بلکې په تدابیری هڅو کار وکړی.
هغوی وایی، یوشمېر ګاونډی هېوادونه د افغانستان د ټاکنو د مختل کېدو هڅې کوی؛ خو په کار ده چې افغان حکومت د ټاکنو د امنیت د تامین په اړه خلکو ته پورته ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د ملی دفاع وزیر، د کورنیو چارو سرپرست او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ویلی، چې یوشمېر هېوادونه د افغانستان د ټاکنو د مخنیوی او مختل کېدو هڅې کوی. خو دغو چارواکیو د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی. له دې وړاندې په وار وار په افغانستان کې د نا امنۍ پړه پر پاکستان اچول کېږی.
د سیاسی چارو شننونکی داوود سلطانزوی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، د ملی دفاع وزارت او افغان حکومت باید روښانه کړی، چې کوم هېوادونه په افغانستان کې د ټاکنو د ترسراوی مخه نیسی او غواړی چې ټاکنې مختل کړی.
له دې وړاندې د ملی دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدی، د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمدعمر داوودزی او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازی ظاهر طنین ویلی ول، چې یوشمېر بهرنی هېوادونه او استخباراتی شبکې د افغانستان د ټاکنو د مختل کېدو او ځنډېدو هڅې کوی؛ خو ټولو چارواکیو د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.
ښاغلی سلطانزوی وایی، تر هغې چې حکومت روښانه نه کړی، چې کوم هېوادونه د ټاکنو د مخنیوی هڅې کوی، د هغو د انګېزو او هڅو په اړه څه ویل به له وخت وړاندې وی، ځکه د ګاونډیانو په شمول یوشمېر هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې لری؛ خو روښانه نه ده چې ګاونډی او یا نور کوم هېوادونه د ټاکنو مخه نیسی.
د ده په وینا، د ملی دفاع وزارت د دې پر ځای چې اټکل وکړی بهرنی هېوادونه د ټاکنو د مختل کېدو هڅې کوی، باید په دې اړه خلکو ته ځواب ووایی، چې څومره کولای شی د ټاکنو امنیت خوندی کړی.
د هغه په باور، خپله ولسمشر هم د ټاکنو د ځنډېدو لېواله دی او په کې ګټې لری او په دې هم پوهېږی، چې په ځینو سیمو کې ټاکنې نه شی تر سره کېدای او په ډېرو کمو سیمو کې به تر سره شی.
نوموړی زیاتوی، خلک په دې اړه روښانه ځوابونه غواړی او په کار ده چې د ټاکنو عمومیت او مشروعیت دواړه تامین شی.
ښاغلی داوود سلطانزوی وویل، د دې پر ځای چې خلک وخت ضایع کړی، چې پاکستان، امریکا او یا نور هېوادونه څه کوی او څه غواړی؟ په کار ده چې په خپلې انرژۍ کار وشی، ارو مرو ټاکنې تر سره شی او پاکستان اړ دی چې د افغانستان له انتخابی حکومت سره اړیکې ولری.
ده زیاته کړه، موږ باید د اټکلونو پر بنسټ د ګاونډیانو له پالیسو سره ځای عیار نه کړو، باید عاملانه او پیشګیرانه پالیسۍ ورته ولرو، ځکه پاکستان هر څه غواړی خو پوښتنه دا ده چې موږ څه غواړو؟
نوموړی وایی، د ټاکنو د امنیت په تامین کې د افغان حکومت او امنیتی چارواکیو ریکارډ ټولو ته روښانه دی او نشی کولای چې امنیت ټینګ کړی، ځکه اوسنی حکومت د سولې راوستو جوګه نه دی، وسله وال مخالفان ورسره خبرې نه کوی او نه کولای شی د ټاکنو امنیت ونیسی.
د هغه په باور، افغان حکومت د امنیت په تامین کې پاتې راغلی؛ خو په تاسف سره چې ساختګی ټاکنې به تر سره کړی او درغلۍ به په کې وکړی، چې دا به د افغانستان لپاره ډېره په ګرانه تمامه شی او د یوه نوی بحران پیل وی، هغه بحران چې اوسنی حکومت به یې د کنټرول وس ونه لری او د همدا حکومت به په کې له منځه لاړ شی.
په همدې حال کې په ولسی جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوی احمدالله موحد ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې یوشمېر ګاونډی هېوادونه تل په افغانستان کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅې کوی.
هغه وایی، دغه هېوادونه نه غواړی چې د افغانستان پرمختګ وکړی، سوداګر یې پانګونې وکړی او افغانستان د پرمختګ لور ته لاړشی.
د نوموړی په وینا، ګاونډیان د افغانستان په نا امنۍ کې خپل ګټې لټوی، اوبه خړوی او کبان نیسی او په سرحدی ولایتونو کې د نا امنۍ پراخېدل د همدې لپاره دی.
د ولسی جرګې دغه غړی زیاتوی، ګاونډیان غواړی چې د افغانانو په منځ کې یوه وېره خپره او هغوی نهیلی کړی، چې په پایله کې یې افغانان ډېر زیان ګوری.
د ښاغلی موحد په وینا، که چېرې نړیواله ټولنه له افغانستان سره په صداقت ودرېږی او مرسته ورسره وکړی کېدای شی تر یوه حده دا ګواښونه راکم کړی؛ خو که هغوی هم وینا یوه او عمل بل وکړی نو راتلونکی ټاکنې به له ستونزو او ننګونو سره مخ وی.
دی وایی، د نورستان وضعیت ډېر خراب دی او د ټاکنو لپاره ورته لازم چمتووالی نه دی نیول شوی او باوری نه دی چې په دې ولایت کې به ټاکنې په ښه ډول تر سره شی.
هغه و ایی، د نورستان ځایی اداره د امنیت په کنټرول کې پاتې راغلې؛ خو خلک په پوره عزم سره په ټاکنو کې برخه اخلی او لېواله دی حتی د ټاکنو امنیت هم خپله وساتی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.