لویه جرګه؛ د محصلینو لپاره فاجعه!

گزارشگر:20 عقرب 1392 - ۱۹ عقرب ۱۳۹۲

mandegarاکاډمیکې ادارې او اکاډمیک جوړښتونه له هر ډول لاسوهنو او غیر اکاډمیکو مداخلو څخه خوندی وی.
په افغانستان کې بیا خبره برعکس ده. اکاډمیکی ادارې تل د سیاسی پرېکړو قربانی شوی او په غیر مسوول ډول په کې لاسوهنې شوی دی.
له اوږده ځنډ وروسته کابل بیا د لویې جرګې د جوړېدو کوربه دی او ښایی د روانې میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه په کابل کې له امریکا سره د امنیتی تړون لپاره مشورتی لویه جرګه را وغوښتل شی.
د دې جرګې له جوړېدو وړاندې د ښوونې روزنې او پولی تخنیک پوهنتونونو درسی پروګرامونه ځنډېدلی او محصلین یې له لیلو ایستل شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې د دې پوهنتونو زده کړیالان د لویې جرګې لپاره خپل تدریسی وخت قربانوی. بلکې له دې وړاندې هم د دوی با ارزښته تدریسی مهال د لویې جرګو له جوړېدو قربانی شوی دی.
دا لړۍ له بېړنۍ لویې جرګې او بیا د اساسی قانون د لویې جرګې نه پیل شوې ده، چې پولی تخینک پوهنتون ورته پوره یو سمستر رخصت شوی و.
دغه ډول د افغانستان پاکستان د سولې د جرګې، د سولې مشورتی جرګې، له امریکا سره د ستراتېژیک تړون لپاره دودیزې لویې جرګې او اوس د امنیتی تړون لپاره د مشورتی لویې جرګې پورې دوام لری.
د دې پوهنتونو په رخصتولو سره هم محصلین او هم د هېواد د لوړو زده کړو بهیر ګڼ زیانونه وینی. لومړی دا چې د جرګې د جوړېدو لپاره د پوهنتون رخصتول په هېڅ وجه د منلو وړ نه دی، ځکه د محصلینو وخت ضایع کېږی، هغوی له اقتصادی ستونزو سره مخ کېږی او ګڼې نورې ستونزې ورته پیدا کېږی.
مثلاً اوس پوهنتون د څلور نیمو میاشتو لپاره رخصت شوی په داسې حال کې جرګه درې ورځې ده. په څلور نیمو میاشتو کې دغه محصلین څه وکړی؟ بیا چې د رخصتۍ مهال یې تېر شی اړ دی چې څلور نیمې میاشتې نور هم زده کړې وکړی څو خپل نصاب پوره کړی.
په پولی تخنیک پوهنتون کې یوشمېر داسې محصلین هم شته، چې د څلورو کالو زده کړې یې په اوو کلونو کې تر سره کړی دی. له یوې خوا د دوی د زده کړو مهال اوږدېږی او له بلې خوا په ځنډ ټولنې ته کدرونه وړاندې کېږی. دغه کدرونه ټول له اقتصادی ستونزو سره مخ دی، دوی غواړی د پوهنتون له خلاصون وروسته یا نورې زده کړې وکړی او ډېری هغه یې غواړی کار وکړی، چې په دې سره یې کار کولو او نورو زده کړو مخه نیول کېږی. د دوی په زده کړو کې هم خلل رامنځته کېږی.
د لوړو زده کړو وزارت وایی، چې ګویا دغه ستونزه له لوړو مقاماتو څخه ده او باید هغوی ورته د حل لاره ولټوی، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت نشی کولای له خپلو پوهنتونو دفاع وکړی.
د لوړو زده کړو وزارت باید وزیرانو شورا ته په دې اړه بشپړ قناعت ورکړی، چې محصلین نشی کولای درې څلور کاله اضافه یو پوهنتون ولولی. که دغه حالت دوام وکړی خلک به بیا په اسانۍ ښوونې روزنې او پولی تخنیک پوهنتونونو ته د زده کړو لپاره نه ورځی.
دا چې د لویې جرګې جوړېدل قانونی دی یا غیر قانونی په دې مو کار نشته؛ خو په هېڅ صورت باید اکاډمیک چاپېریال تر خپل اغېز لاندې حتی د یوې ورځې لپاره هم را نه ولی، څه لا پاتې څلور نیمې میاشتې.
د دغو محصلینو چې له تېرو څو کلونو راهیسې رخصتېږی او د زده کړو په بهیر کې یې خلل رامنځته شوی، سبا دا هېواد څه تمه ولری او د دوی د دې خلل پړه د چا په اوږو ده؟
حکومت باید فکر وکړی، چې د یوې ورځې په رخصتۍ سره پوهنتونونه څومره زیان وینی او ټولنه څومره لوستو کسانو ته اړتیا لری؟
موږ هیله من یو چې د حکومت او په ځانګړی ډول د لوړو زده کړو وزارت دې مسالې ته یو تلپاتی او بنسټیز حل پیدا کړی او نور اجازه ورنه کړی، چې محصلین خواران در په دره په میاشتو میاشتو له زده کړو لرې وګرځی. هغوی دې نه اړ ایستل کېږی چې د خپل نظام پر وړاندې عقده واخلی او یا د ستونزو په زیاتولو سره پوهنتونونو ته شا کړی.
که د لوړو زده کړو وزارت استدلال دا وی، چې دلته د لویو جرګو تالار دی؛ نو په کار ده چې یا خو پوهنتون له دې سیمې لرې شی او یا د لویو جرګو تالار بل چېرته جوړ شی، ځکه هر کال به ولسمشر یوه جرګه را غواړی او محصلین به رخصتېږی؟ دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.