په ټاکنو د لاسوهنې اندېښنه له امریکا نه؛ بلکـې له حکومته ده

گزارشگر:5 قوس 1392 - ۰۴ قوس ۱۳۹۲

mandegarپه داسې حال کې چې ولسمشر کرزی له امریکا په افغانستان کې د ښو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه کړې، د سیاسی چارو یوشمېر شننونکی وایی، چې په هېواد کې د ټاکنو ترسره کول د امریکا دنده نه ده او ولسمشر خپل مسوولیت هېر کړی دی.
شنناندی وایی، په افغانستان کې رڼو ټاکنو ته د زمینې برابرول د حکومت دنده ده او په ټاکنو د لاسوهنې اندېښنه هم له حکومته ده. د دوی په وینا، د ولسمشر د وینا متن سم دی خو ادرس یې غلط دی.
د سیاسی چارو شننونکی ښاغلی حمیدالله فاروقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې لویې جرګې ته د ولسمشر کرزی ویناوې ډېر متضادې او متناقضې وې.
هغه وایی، دا چې ولسمشر کرزی له امریکا وغوښتل چې په افغانستان کې ښې ټاکنې ترسره کړی، له هغو څرګندونو سره یې ښکاره تضاد درلود چې له دې وړاندې نوموړی د ټاکنو د شفافیت په اړه کولې.
د ده په خبره، کابو یو نیم کال وړاندې همکاریو شورا د ټاکنو په قانون کې اصلاحات وړاندیز کړل؛ خو ولسمشر کرزی په شکایاتو کمېسیون کې بهرنیان ونه منل او ټول هغه لاسونه د نوی قانون په تصویب سره لنډ شول، چې په ټاکنو کې ترې د لاسوهنې وېره وه.
نوموړی په دې باور دی، دا چې اوس ولسمشر بیا له امریکا د ټاکنو ترسره کول غوښتی په حقیقت کې دا هېر کړی چې د ټاکنو ترسره کول په هېواد کې د چا دنده؟
ښاغلی فاروقی وویل، ولسمشر که دا خبرې د دې لپاره کړې وی چې امریکا په غیر مستقیم او یا مستقیم ډول له چا ملاتړ ونه کړی او په ټاکنو کې لاسوهنې ونه کړی ښه خبره او دا باید ټولو والیانو او ولسوالانو ته هم وویل شی؛ خو که یې هدف دا وی چې امریکا دې ټاکنې ترسره کړی دا یوه متضاده خبره ده.
هغه زیاتوی، د ولسمشر د وینا متن درست دی خو ادرس یې غلط دی، د ښو ټاکنو ترسره کول باید له امریکا نه وای غوښتل شی باید همدغه غوښتنه د ټاکنو کمېسیون ته شوې وای او پر هغوی غږ شوی وای، چې په هېواد کې ښې ټاکنې ترسره کړی.
د کابل پوهنتون د یاد استاده په وینا، چې د ولسمشر هره خبره د قانون او یو سیاسی متن حیثیت لری او نه باید ولسمشر دغه ډول متضادې او بې ربطه خبرې وکړی، په کار ده چې خپل متن ښه ولولی، کوم معلومات چې اړین وی هغه له اړونده چارواکیو واخلی او کره یې کړی بیا وینا وکړی، که نه له دې پرته به پرې له تمسخر کولو نور څه نه وی.
همدارنګه د سیاسی چارو شننونکی محمد ناطقی ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، چې ټاکنې د افغانستان کورنۍ مساله ده، چې د ښو ترسره کولو مسوولیت یې افغان حکومت لری.

هغه وایی، له امریکا د ښو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه د درک وړ او هیچا ته د منلو وړ نه ده او نه باید ولسمشر دغه ډول غوښتنه وکړی.
د ده په خبره، چې ولسمشر کرزی له امریکا نه د دې غوښتنې تر شا نورې موخې لری او د دې موخو د ترسره کولو او پر امریکا د فشار راوړلو لپاره یې له لویې جرګې نه د وسیلې په توګه ګټه پورته کړه.
ښاغلی ناطقی زیاتوی، ټاکنې یوه ملی مساله ده، چې روڼوالی او عادلانه والی یې په حکومت پورې اړه لری او ټول سیاسی جریانونه، مدنی ټولنې او افغان ولس له افغان حکومته دا تمه لری، چې په هېواد کې ښې او رڼې ټاکنې ترسره کړی، خلک دا تمه له امریکا نه لری.
نوموړی په دې اند دی، چې خلک په ټاکنو کې د امریکا له لاسوهنې اندېښمن نه دی، ځکه دا مسوولیت د حکومت دی او ټول له دې اندېښنه لری، چې حکومت له هغو دولتی امکاناتو نه په چې واک کې یې لری په ټاکنو کې له هغوی نه د یوه ځانګړی وګړی لپاره ګټه پورته نه کړی، په ټاکنو کې لاسوهنې ونه کړی او حکومت رڼو ټاکنو ته باید زمینه برابره کړی.
دی وایی، ولسمشر یوازې دغه مساله لویې جرګې ته په خپله وینا کې مطرح نه کړه بلکې له دې وړاندې یې هم په ډېرو غونډو او ویناوو کې مطرح کړې چې امریکا دې په افغانستان کې رڼې ټاکنې تر سره کړی.
د سیاسی چارو دغه کارپوه وایی، چې ولسمشر کرزی په ټاکنو کې د امریکا په ښکېلتیا سره غواړی افغان حکومت، سیاسی ګوندونو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون بې ارزښته کړی او هغوی ته په ارزښت قایل نشی، ځکه دا دنده د ټاکنو د کمېسیون او نورو اړونده قانونی ادارو ته چې ټاکنې ښې ترسره کړی.
د ښاغلی محمد ناطقی په وینا، چې خپله ولسمشر کرزی د ټاکنیزو شکایاتو په کمېسیون کې دوه بهرنیان ونه منل نو اوس ولې خپله امریکایانو ته بلنه ورکوی چې په افغانستان کې ښې ټاکنې ترسره کړی، خو خبره داده چې نوموړی په کې خپلې موخې لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.