د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت: د ډیورند پر فرضی کرښې د پاکستان هر ډول اقدامات بې‌ګټې دی

گزارشگر:دو شنبه 7 حمل 1396 - ۰۶ حمل ۱۳۹۶

mandegar-3د افغانستان حکومت د ډیورند فرضی کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوری د موانعو جوړولیو اړخیز اقدام ګڼی او له دغه هېواده غواړی چې د ډیورند فرضی کرښې په اوږدو کې هر ګام د افغان حکومت په تفاهم وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د سې شنبې په ورځ د ډیورند فرضی کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غیر عملی او بې‌نتېجېیاد کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند خیرالله ازاد د یکشنبې په ورځ ازادی راډیو ته وویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو په اوږدو کې د دغو موانعو د کار پیل د افغان حکومت له هوکړې پرته پیل کړی.
نوموړی وویل:
“د افغانستان دولت د ډیورند فرضی کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو له هوکړې پرته هر هغه اقدام چې ترسره کېږی بې‌نتېجېګڼی او په‎دې اساس له پاکستانه د افغان دولت غوښتنه دا ده، هر هغه اقدام چې تر لاس لاندې نیسی د افغان حکومت په موافقې دې ترسره کړی.”
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د پاکستان د پولې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو پرده پورته کړه.
د پاکستان پوځ لوی درستیز ویلی چې د باجوړ او مومند اېجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دی او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې او اغزن سیم لګوی.
تر دې وړاندې د پاکستان د لومړی وزیر سلاکار طارق فاطمی ویلی چې دوی د پولو اداری مېکانیزم د عملی کولو په حال کې دی چې هېواد به‌یې له افغانستان سره د ټولې پولې په اوږدو کې موانع جوړې کړی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.