ځینې دینو عالمانو خپله دنده هېره کړې ده

گزارشگر:25 قوس 1392 - ۲۴ قوس ۱۳۹۲

mandegar-3په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی پېښې ډېرې شوی د ښځو د حقونو فعالان وایی، چې دینی عالمانو د دې تاوتریخوالی په مخنیوی کې خپل رول نه دی ترسره کړی.
له بلې خوا دینی عالمان هم د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې له ښځو سره د مهربانۍ او شفقت یادونه کوی.
د افغانستان د ښځو د اجتماع ټولنې مشرې مېرمن فتانه ګېلانه وایی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی وضعیت له اسلام وړاندې وضعیت ور په یادوی او دا ټولو افغانانو ته د خجالتۍ خبره ده، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی خبر خپرېږی.
هغې ماندګار ورځپاڼې ته په مرکه کې وویل، په تېرو درې نیمو لسیزو کې د جګړه په ورکولو، د ښځو د حقونو د ساتلو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالی په مخنیوی کې د دینی عالمانو ونډه خورا کمزورې وه.
د دې په خبره، د افغانستان د عالمانو شورا د نظام په خدمت کې ده چې ورځنی سیاستونو سره عمل کوی او د ښځو د حقونو ساتلو او پر وړاندې یې د تاوتریخوالی په مخنیوی کې اقدام نه دی کړی.
نوموړې زیاتوی، که چېرې دینی عالمانو له تېرو څو کلونو راهیسې له شته امکاناتو په ګټنې او د خپل دینی او انسانی مسوولیتونو په پېژندلو سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخولی د مخنیوی هڅې کړې وای؛ نو نن به له ښځو سره زور زیاتی نه کېده.
اغلې ګېلانی وایی، ډېر کم دینی عالمان دی چې په دې اړه خلکو ته لارښوونې کوی؛ خو ستونزه دا ده چې یوازې کابل ټول افغانستان نه دی او په کار ده چې د ټول افغانستان دینی عالمان په خپلو خطبو، تقریر او په پنځه وخته.
لمانځه پر مهال خلکو ته د ښځو د حقونو د ساتنې، زده کړې، د ماشومانو د تربیې او نورو مهمو مسایلو په اړه د اسلامی ارشاداتو په رڼا کې معلومات ورکړی.
د ښځو د حقونو دغه فعاله زیاتوی، اوسنی دینی عالمان یوشمېر یې دې مسایلو ته شا کړې او یوشمېر نور یې ډېر افراطی عمل کوی: « دوی یوازې په نیوکو خوله خلاصه کړې. ډېر افراطی چلن کوی. مثلاً د دې پر ځای چې خلکو ته د ښځو د حقونو د ساتلو، تعلیم، حجاب او نور مسایلو خبرې وکړی. د هغوی په څارد، پښو، نوکانو او نورو مسایلو نیوکې کوی. په کار ده چې اسلام په ټوله مانا له ښېګڼو سره یې خلکو ته بیان شی او خلک پرې وپوهول شی. دا د دینی عالمانو دنده چې خلکو ته د بشپړ اسلام ور وښیی.»

مېرمن ګېلانی وویل، بله نیوکه په عدلی او قضایی ادارو ده چې له ښځو سره د تاوتریخوالی پېښې یې جدی نه دی نیولی او بې مسوولیتی یې کړې ده.
د دې په خبره، دا لومړی ځل نه دی چې په هېواد کې له ښځو سره زور زیاتی کېږی، بلکې له دې وړاندې هم په وار وار دغه ډول پېښې شوی دی؛ خو عاملینو ته یې سزا نه ده ورکړل شوې.
د افغانستان د ښځو د مجتمع مشره زیاتوی، په کار ده چې په هرات کې هغه سړی په بېړنۍ او ځانګړې محکمه کې محکمه او اعدام شی، چې له خپلې مېرمنې یې شونډې او پوزه پرېکړه کړې ده.
هغه وایی، له ښځو سره د زور زیاتی مسایلو لپاره باید ځانګړې محکمه جوړه شی او دغه قضیې زر فیصله او عاملین یې په سزا ورسوی.
په همدې حال کې دینی عالم ډاکټر محمد ایاز نیازی په خپل فیسبوک پاڼه کې د ښځو په ارزښت ټینګار کړی او د بېلګې په ډول یې د قرانکریم د هغه سورت یادونه کړې چې د ښځو په نوم نومول شوی دی.
هغه لیکلی، د (( النساء )) په سورت کې الله ج له ښځو سره د تعامل، عدالت او مهربانۍ غوښتنه کړې ده.
هغه وایی، په دې سورت کې یادونه شوې، که هر څوک له خپلې مېرمنې سره عادل او مهربانه وی، له شک پرته چې د هغه شخصیت به په ټولنه کې هم له نورو سره په تعامل او لوړاوی کې وی.
په همدې حال کې ولسی جرګې غوښتنه کړې چې له ښځو سره د زور زیاتی عاملین دې شرعی قصاص شی.
د ښځو پر وړاندې د زور زیاتی اندېښنې وروسته له هغې را پورته شوې چې په هرات ولایت کې یوه سړی د خپلې مېرمنې شونډې او پوزه پرېکړه کړه.
دغه سړی چې تر اوسه د امنیتی ځواکونو له لوری نه دی نیول شوی د خپلې دېرش کلنې مېرمنې ستارې پر وړاندې د کورنی تاوتریخوالی له امله په دې اقدام لاس پورته کړ.
د ښځو د حقونو مدافع او فعالان په دې ان دی که چېرې حکومت په جدی ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی قضیې څېړلې او عاملین یې په سزا رسولی وای، ښایی د دغو پېښو مخنیوی شوی و. له دې یوه ورځ وروسته په هرات کې بیا یوې بلې ښځې د کورنی تاوتریخوالی له امله ځان زندۍ کړ.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.