په کابل کې د عربستان لویه مدرسه؛ دینی او که سیاسی

گزارشگر:2 قوس 1393 - ۰۱ قوس ۱۳۹۳

mnandegar-3سعودی عربستان له یو ساختمانی شرکت سره په کابل کې د یوې لوې دینې مدرسې د جوړېدو قرار داد لاسلیک کړ.
افغان چارواکی وایی چې تېره ورځ د سعودی عربستان حکومت له یو ساختمانی شرکت سره په کابل کې د یوې لوې دینی مدرسې د جوړېدو سند لاس لیک کړ، چې د جوړېدو چارې به یې په همدې میاشت کې پیل شی او د دوه نیمو کالو وروسته به یې د روزلو چارې پیل شی.
د ملک عبدالله په نامه د دغې دینې مدرسې د جوړېدو لګښت په لسګونه میلیونه ډالره اټکل شوی دی چې د سعودی عربستان د مالی د وزارت له خوا به ور کړل شی.
یاده مدرسه به په ۱۹۹ زره متره مربع ځمکه کې جوړه شی، چې د تدریسی بلاک سربېره به د زده کوونکو لپاره د لیلیه خونو بلاک، د یو لوی کتابتون او جامع مسجد په درلودلو سره یو لوی لوبغالی هم ولری.
افغان چارواکی د یادې دینې مدرسې جوړېدل ګټور بولی او زیاتوی چې دغه مدرسه به په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو او له هېواده بهر د دینی زده کړو لپاره د افغان ځوانانو د تلو مخه ونیسی.
په کابل کې د سعود عربستان سفیر عبدالرحمن الغاصب ویلی دی چې د عربستان اسلامی حکومت د دغې لوې مدرسې په جوړېدو ټینګار کوی او زیاتوی، نه یوازې دا چې د ترهګرو د مخنیوی لپاره به دا مرکز لازمې لاسته راوړنې ولری بلکې په افغانستان کې به د اسلامی نړۍ یو له مهمو تاریخی اثارو څخه وی.
سره له دې چې په هېواد کې دننه په سلګونه دینی مدرسې فعالې دی؛ خو بیا هم په زرګونه افغانان د دینی زده کړو د ترلاسه کولو لپاره ګاونډیو او یو شمېر نورو هېوادونو ته سفرونه کوی او په کالونو هلته مېشت وی، چې له ډلې یې یوه زیاته برخه ځوانان د ترهګریزو او نورو اهدافو لپاره ښکار شوی.
د چارواکو په خبره چې په هېواد کې دینې مدرسې شته؛ خو دغه مدرسه چې د عربستان د حکومت له خوا به په کابل کې جوړه شی، ډېره لویه او په سیمه کې بې سارې وی.
دوی وایی، په دې لویه مدرسه کې به د علماوو روزل په لوړه کچه ځکه وی چې ټولې زده کړې یې په عربی ژبه او په لوړو معیارونو تدریس کېږی.
همداراز په یاده مدرسه کې د مسجدونو امامانو ته ځانګړی روزنیز ورکشاپونه او نورې زده کړې به په پام کې ونیول شی.
ټول اسلامی هېوادونه د بیلابېلو مذاهبو درلودونکی دی چې زیات وخت ترې اختلافی مسایل را پورته کېږې او د هېواد د امنیت لپاره لوی ګواښ جوړوی.
په عراق او دې ته ورته یو شمېر نورو هېوادونو کې له ترهګرو پرته د مذهبی اختلافاتو په سر ناندرۍ زور اخلی چې بالاخره په سلګونه تنه پکې وژل کېږی.
دا هغه مسایل دی چې له منځه تلل یې خورا ستونزمن وی؛ خو که له وړاندې یې مخه ونیول شی ښایی خطرونه یې کم شی.
په افغانستان کې هم یو شمېر مذهبی اختلافی مسایل شته چې تر شا یې د بیلابیلو شرپسنده هېوادونو لاس دی.
په دې هېواد کې نه یوازې دا چې اهل ثنی او اهل تشیع پراخ وجود لری، ورسره د څلورو حقو مذاهبو وجود هم د پام وړ دی.
عربستان چې غواړی په افغانستان کې د سیمې په کچه بې سارې دینی مدرسه جوړه کړی، په داسې حال کې چې تدریس به یې هم په عربی ژبه کېږی، یو شمېر اندېښنې په ځان کې لری.
د افغانستان ګاونډی هېوادونه چې ډېرې دینی مدرسې او دینی علما لری، په دې افغانستان کې لاس وهنې کوی، سوله او امنیت د دې هېواد یو له هغه مهمو هیلو څخه ده چې له همدې هېوادونو یې د همکارۍ غوښتنه کېږی.
دغه هېوادونه د افغانستان په چارو کې په لاس وهنو او د ترهګرو د ملاتړو په نوم تورن شوی دی چې عربستان ورسره مذهبی نېږدې اړیکې لری.
ایران چې د نفوس زیاته برخه یې اهل تشیع جوړوی، د جعفری فقه د رشد لپاره په کار کولو او د افغانستان په مذهبی مسایلو کې په لاس لرلو تورن شوی دی.
بل خوا پاکستان هم د زیاتو مذهبی مسایلو د اختلافاتو په را برڅېره کولو کې هڅه کړې ده.
د افغانانستان په سوله کې نه یوازې پاکستان ورسره سعودی عربستان هم مهم رول لوبولای شی په داسې حال کې چې وغواړی اقدام وکړی.
په اوس وخت کې مذهبی زیات اختلافات په عرب مېشتو هېوادونو کې را پورته شوی دی، چې ټولې نړۍ ته یې ستر ګواښ پیدا کړی دی.
وسله وال طالبانو چې له افغان دولت سره په مخالفت کې ښکېل دی له دې وړاندې د سعودی عربستان له پراخ ملاتړه برخمن ول.
د افغانستان په پلاز مینه کابل کې د داسې یو لوی دینی مرکز جوړېدل چې د ترهګریزو پر وړاندې مخالف او د افغان دینی عالمانو د زده کړو د کچې په لوړولو کې مرسته کوی د پام وړ دی، په داسې حال کې چې یوازې یو علمی او روزنیز مرکز وی نه دا چې په سیاسی مرکز یې بدل کړی.
ریښتیا هم افغانان دې ته هیله مند دی چې زده کړې په خپل هېواد کې وکړی؛ که د یادې دینی مدرسې مدریت د هغه چا له خوا وشی چې له هر ډول تورونو پاک په لوړه ګچه دینی عالمان او افغانان وی، موثریت به یې نه یوزاې د سیمې هېوادونو؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره خورا مهم وی.
افغان دولت ته په کار ده چې د یاد دینی مرکز مدیریت چې تر ټولو مهم او ګتور اصل دې جدی په پام کې ونیسی، هغسې چې لازم دی یوازې ښوونیز پیل او پای دې ولری، له هر ډول سیاسی، مذهبی او نورو مخالفتونو دې پاک وساتی.
د ښه موثریت لپاره دې د عربی ژبې تر څنګ د زده کوونکو مورنۍ ژبه له پامه نه غورځوی.
که دغه مرکز سیاسی بڼه لری او یا هغه مذهبی مخالفتونو ته په کې لمن وهل کېږی چې د افغانانو ترمنځ تفرقه پیدا کوی او یا له نورو ګاونډیانو سره د مرستې او همکارۍ په نامه ځینې کړنې تر سره کوی، له شکه پرته ده چې له ګټې یې تاوان ډېرېدای شی.
کابل د افغانستان مرکز دی او د هېواد د مغز حیثیت لری؛ که په دې چاره کې افغان حکومت، افغانی دینی علماء او زده کوونکی له دقت څخه کار وانخلی خدای مه کړه ټول هېواد به د یوې سرې او نه مړې کېدونکې لمبې ښکار شی.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.