ولسمشرۍ ماڼۍ: په ټاکنو کې د حکومت د نه لاسوهنې ضمانت شتون لری

- ۰۱ عقرب ۱۳۹۱

ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، چې د ټاکنو شکایاتو په کمېسیون کې ورته د دوو بهرنیو وګړو شتون د منلو وړ نه دی او نه یې شتون ته اړتیا شته؛ خو زیاتوی چې دغه کار یې له ټاکنو د نړیوالو د څارنې د مخنیوی په موخه نه دی.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضی له ماندګار ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، چې یاد قانون لا تر اوسه مشرانو جرګې نه دی تصویب کړی او په وینا یې چې لا روښانه هم نه ده چې مشرانو جرګه به په دې  اړه څه پرېکړه کوی.
هغه وویل، د مشرانو جرګې له تصویب وروسته به ولسمشر ته د توشېح لپاره راځی او ولسمشر په دې اړه په ډېر واضح ډول خپل نظر څرګند کړ او هغه دا چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمېسیون کې دوه تنه بهرنی وګړی د ملی حاکمیت خلاف دی.
نوموړی زیاته کړه، د هېڅ هېواد په ټاکنیز کمېسیون کې بهرنی وګړی نشته او دا په دې مانا نه ده چې افغان حکومت له ټاکنو څخه د بهرنیو وګړو د څار  مخه نیسی خو په دولتی چوکاټ کې د بهرنیانو له داخلولو سره مخالف دی.
د ولسمشر ویاند وویل، بهرنیان حق لری چې د افغانستان له ټاکنو څارنه وکړی او د هغه څه په اړه چې دوی لیدلی وی، ارزولی یې وی او څېړلی یې وی په خپل دریځ او نظر روښانه کړی.
د هغه په خبره، هغه مهال چې دغو کسانو ته په یاد کمېسیون کې د شاملېدو حق ورکړل شوی و، هغه یو جلا وخت و هغسې چې ولسمشر وویل، افغانستان په یو عبوری حالت کې و، ستونزې ډېرې او د دوی ګډون ته اړتیا وه.
ښاغلی فیضی وایی، چې اوس هغه وخت نه دی او افغانان د هر څه ظرفیت په خپله لری چې دا ټول کارونه تر سره کړی.
نوموړی زیاتوی، خو دا په دې مانا نه دی چې بهرنیان به له څارنې هم منع شی بلکې دولتی او رسمی چوکاټونو ته په هېڅ صورت بهرنیان نه شی ور شاملېدلای.
د ولسمشر ویاند وایی، په هېڅ هېواد کې نشته چې بهرنیان یې په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړی او د دوی ګډون ته په یاد کمېسیون کې اړتیا هم نشته.
فیضی وایی، دا دلیل نشی کېدای چې دغه بهرنی وګړی به په ټاکنو کې د لاسوهنو او درغلیو مخنیوی وکړی، ځکه مدنی ټولنې، رسنۍ، نړیوال او کورنی څارونکی او نور اړونده خلک به له ټاکنو څارنه کوی، دلته د بیان ازادی شته او که چېرې حکومت، ولسمشر او یا نور چارواکی  په ټاکنو کې لاسوهنه کوی، دغه ارګانونه یې مخه نیسی او په وینا یې چې په ټاکنو کې د لاسوهنې د مخنیوی لپاره ټول ضمانتونه شتون لری.
نوموړی وایی، دلته یو دېکتاتوری حکومت نه دی بلکې د بیان ازادۍ شتون لری، مدنی ټولنې شته، ملی شورا وجود لری او دا ټول هغه څه دی چې د ټاکنو په اړه د خلکو د اندېښنو ضمانتونه دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسی جرګې د ټاکنو د دندو، صلاحیتونو او تشکیل په قانون کې د شکایاتو د کمېسیون لپاره د دوو بهرنیو وګړو شتون تصویب کړی خو دغه قانون د مشرانو جرګې تصویب ته هم اړتیا لری.

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.