«د کندوز پر روغتون برید جنگی جنایت نه دى»

گزارشگر:یک شنبه 12 ثور 1395 - ۱۱ ثور ۱۳۹۵

mandegar-3د امریکا د دفاع وزارت ویلی دی د افغانستان د کندوز په ښار کې تېر کال شوى برید «جنگی جنایت» نه و. دې برید کې ۴٢ کسان وژل شوی وو.
د ٢٠١۵ کال ددې پېښې په اړه د امریکا لخوا د شوو پلټنو په هکله د معلوماتو ورکولو پر مهال دامریکا د مرکزی قوماندې مشر، جنرال جوزف وټل، وویل دا « خواشینونکى برید» د بشری او تخنیکی تېروتنې له امله رامنځ ته شوى و.
ده د ١۶ امریکایی پوځیانو ترټل یا ډسپلن کول تایید کړل او وې ویل دا یوه «غیرارادی» پېښه وه، ځکه نو د جنگی جنایتونو لاندې نه راځی.
د بې پولې ډاکټرانو یا ایم ایس ایف، چې ددې روغتون چارې یې پرمخ وړلې، د برید وروسته په امریکا د جنگی جنایت تور لگولى و.
خو اوس به هیڅوک ددې برید له امله جنایی تورونو سره نه مخامخ کېږی. ددې پر ځاى به هغه کسان چې سزا ورکړ شوې ده دندې به یې ځنډول کېږی او یا به د خبرداری یا ترټلو لیکونو ورکول کېږی.
جنرال وټل ددې برید په اړه د شوو پلټنو په تړاو معلومات ورکړل، ده د الوتکې کارکوونکی د څو ورځو د جگړې له امله ستړی وبلل چې په وینا یې د چمتووالی سم معلومات ورسره نه و.
ده وویل له بریده ١٠ دقیقې تېرېدو وروسته د ایم ایس ایف ډاکټرانو امریکایی چارواکو ته تیلیفون وکړ او د برید د بندولو غوښتنه یې کوله، خو د برید ودرولو نورې ٢٠ دقیقې وخت ونیولو.
ده وویل پلټنو کې وموندل شوه چې د بشری تېروتنې، او دالاتو نه کارکول ددې برید سبب شوی او هیڅ یو پوځی هم په دې نه پوهېدلو چې په یوه روغتون برید کوی».
ایم ایس ایف ویلی دی « دا خبره زړه ته نه ولیږی چې څنگه برید دوام وکړ». د ایم ایس ایف مشرې، مینی نېکولی ویلی دی « د امریکا لخوا نننی معلومات په دې د اعتراف برابر دی چې گڼ مېشته سیمه کې بې کنتروله پوځی عملیاتوپروخت امریکایی ځواکونه په دې کې پاتې راغلی دی چې د جگړې لومړنی قوانین پلی کړی».
له برید څخه اغېزمن شوو په دې ناخوښی ښودلې چې له ترټل شوو څخه به یو تن هم د جنگی جنایت تورونو سره نه مخامخ کېږی. په برید کې یو ژوبل شوی تن خالد احمد، چې پښې یې اوس هم کار نه کوی د اى پی خبری اژانس ته ویلی دی هغه کسان چې ددې برید مسول دی «مجرمان دی او باید زندان ته واچول شی».

اشتراک گذاري با دوستان :

Comments are closed.